افغان حکومت سلګونه مشکوک قاچاق وړونکي نیولي

Image caption افغان حکومت وایي زیات شمېر نشه یی توکي او د هغو قاچاق وړونکي یې نیولي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې یې د نشه یي توکیو د قاچاق په تور ۲۷۲ تنه نیولي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، دا کسان د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پولیسو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه شمېره ډېره ستره ګڼي خو اندېښنه څرګندوي چې امنیتي ادارې د سترو قاچاق وړونکو نیولو ته پوره پام نه کوي.

کمیسیون همدا راز پر حکومت غږ کوي چې له نیول شویو کسانو سره عادلانه چلن وشي.

لکه چې په کابل کې د بي بي سي خبریال ګلستان شینواری کاږي، د افغانستان کورنیو چارو وزارت په وینا په تېره یوه میاشت کې د ۲۶۷ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۷۲ تنه د نشه یې توکیو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې پولیسو څه باندې ۱۲ ټنه نشه یي توکي هم تر لاسه کړي او له قاچاوق وړونکو یې ۳۶ میله وسلې او ۶۱ موټر هم نیولي دي.

خو په دې اړه د بشري حقونو مدافع بنسټونه اندېښنې هم څرګندوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون که څه هم دا د نیول شویو شکمنو کسانو یوه ستره شمېره بولي خو پر حکومت نیوکه کوي چې د سترو قاچاقوړونکو د نیولو په لاره کې پوره هلې ځلې نه کوي.

د دغه کمېسیون د رسنیو د عامه اړیکو مسولې حوا نورستانۍ بي بي سي ته وویل دوی له حکومته غواړي چې له نیول شویو کسانو سره عادلانه چلن وشي.

د نوموړې په وینا د دوی په ډله کې بې ګناه کسان باید خوشې شي او له مجرمانو سره قانوني چلن وشي.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا دا اندېښنې بې بنسټه بولي او ټینګار کوي چې نیول شوي کسان د پولیسو لخوا له نشه یي توکیو سره لاس په لاس نیول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل د دوی پولیس د سترو قاچاقوړونکو د نیولو په برخه کې هم بریاوې لري او په خبره یې د نشه یي توکیو ضد ځانګړې محکمه له نیول شویو شکمنو کسانو سره عادلانه چلن کوي.

افغان حکومت څه موده وړاندې ویلي وو چې په تېرو څو کلونو کې یې د نشه يي توکیو سلګونه ستر قاچاق وړونکي نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکیو ضد ادارې که څه هم دا د افغان حکومت لپاره یوه بریا بللې وه، خو ټینګار یې کړی چې له دې سره سره په افغانستان کې د نشه يي توکیو تولید زیات شوی دی.

د دې ادارې په وینا همدې مسلې دا مبارزه نوره هم له ننګونو سره مخامخ کړې ده.

ورته مطالب