۱۰ کلنه ځانمرګې نجلۍ تر برید مخکې نیول شوې

سپوږمۍ
Image caption سپوږمۍ وايي ورور یې په زور له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ ور اغوستی دی.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، یوه ۱۰ کلنه نجلۍ یې له برید مخکې نیولې ده.

ملي امنیت وايي، دغه نجلۍ، چې د ځانمرګي برید نیت یې درلود، د سرحدي پولیسو له خوا د سوېلي هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ تغز سیمه کې نیول شوې ده.

سرچینې د نیول شوې نجلۍ نوم سپوږمۍ یاد کړی، چې وايي د تېرې یکشنبې ورځې مازیګر مهال یې خانشین ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر یوه کنډک د ځانمرګي برید نیت درلود، خو تر برید مخکې ونیوله شوه.

نیول شوې ماشومې په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي، چې د ظاهر په نامه د خپل ورور له خوا، چې په حمید صاحب هم شهرت لري، د هلمند خانشین ولسوالۍ کې د یوه طالب قومندان له خوا ځانمرګي برید ته هڅول شوې ده.

هلمند کې د شپږم سرحدي زون درستیزوال سمونوال حمیدالله صدیقي ویلي، دغه نجلۍ د تاغز سیمې د عبدالغفور په نامه یوه سړي لور ده، چې په اصل کې د غزني ولایت اوسېدونکې ده.

نوموړی وايي، چې د نجلۍ ورور ظاهر د ترهګرو یو قومندان دی، او تاغز بازار کې دوکان هم لري.

د تېر ۲۰۱۳ کال د جنورۍ وروستیو کې په هلمند کې طالبانو هڅه کړې وه، چې له يو ۱۲ کلن ماشوم ځانمرګی بريدګر جوړ کړي.

دی يې وتښتاوه، او د ده په کچه يې ورته د ځانمرګي واکسټ جوړ کړ، خو دی ترې په شپه کې مخکې له دې وتښتېد، چې دوی خپل پلان پلی کړي.

د ۲۰۱۰ اکتوبر میاشت کې پاکستان کې ۱۴ کلن عبدالسلام د بي بي سي له خبریال سید شعیب حسن سره مرکه کړې وه، چې ګني اورپکو ځانمرګي برید ته چمتو کړی و.

اسلامي اورپکو عبدالسلام ته وویل که چېرې هغه په افغانستان کې خپل ځانمرګی برید وکړي، نو جنت ته به ولاړ شي. نوموړي دې ته چمتو شو چې خپل ځان وچووي، همدا وو چې د ځانوژنې روزنه ورکړل شوه:

''هر سهار چې راپاڅم زه يوازې په دې اړه فکر کوم چې يو فدايي واوسم. زه يوازې دا فکر کوم چې زه به يو فدايي بريد کوم او جنت ته به ځم.

کله چې به زما ښوونکی د لوست لپاره راتو او کله چې به ما کار کاوه نو ټول وخت مې په دې اړه فکر کاوه چې زه يو فدايي واوسم. ما به څلرويشت ساعته د جنت او فدايي په اړه فکر کاوه. ''

ورته مطالب