غزني کې ځانمرګي برید درې پولیس وژلي

Image caption برید د کرولا په مټ شوی دی.

د افغانستان غزني ولایت اندړو ولسوالۍ کې 'ځانمرګي' برید لږترلږه درې سیمه ییز پولیس وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي بي بي سي ته د تیلېفون پر کرښه وویل، برید د دوشنبې په ورځ ماسپښین درې بجې د اندړو ولسوالۍ چاردېوال سردار کلا سیمه کې وشو.

ښاغلي احمدي وویل، برید د کرولا په مټ د سیمه ییزو پولیسو پر یوې پوستې شوی دی.

جوزجان

بل خوا، د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې د افغان ګازو پر یوه څاه برید شوی.

د جوزجان ولایت امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني بي بي سي ته وویل، په دغه برید دوه کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي په وژل شویو کې یو برید کوونکی دی او یو د ګازو د څاه کارکوونکی دی.

دغه پېښه د شپې په لسو بجو رامنځ ته شوې ده.

پولیس وايي، وسله والو کسانو دغه برید د شبرغان له ښاره شاوخوا ۱۵ کیلومتره لیرې د شرکرک په نامه د ګازو پر دویم نمبر څاه کړی دی.

Image caption د جوزجان امنیه قومندان وايي، وژل شویو کې یو د دولت مخالف (برید کوونکی) او بل د ګازو د څاه کارکوونکی دی.

د ګازو دغه څاه دوه کاله وړاندې د افغان انجینرانو له لوري ورغول شو، چې ګاز یې د یوې نللیکې له لارې د مزارشریف د سرې او برېښنا فابریکې ته ځي.

دا مهال په شبرغان کې د ګازو ۳۶ څاګانې فعالې دي چې عملاً يې له ګازو ګټه اخیستل کېږي.

د شبرغان امنیتي چارواکي وايي، د دولت مخالفین د مخامخ جګړې توان نه لري او د عامه ګټو پر ځایونو بریدونه کوي.

خو تر اوسه پورې ددغه برید مسؤولیت چا نه دی منلی.

تر دې وړاندې هم په شبرغان کې د تېلو او ګازو په کارکوونکو بریدونه شوي.

ورته مطالب