عامه ځایونو کې د تنباکو د نه کارولو قانون تصویب شو

Image caption ځینو وکیلانو پر سګرېټو د ۱۰۰ په ۱۰۰ ګمرګي تعرفي د لوړولو غوښتنه کوله خو ځیني نور ورسره مخالف وو.

د افغانستان ولسي جرګې په ۱۰۱ موافقو رایو په عامه ځایونو او هوټلونو کې د تنباکو د نه کارولو قانون تصویب کړ.

د دې قانون له مخې پر ماشومانو د سګرېټو او د تنباکو د نورو محصولاتو پلورل منع کړای شوي دي.

له دې قانون نه سرغړونکي به ۳۰۰ افغانۍ نقدي جریمه کېږي.

په افغانستان کې ګڼ شمېر کسان او په ځانګړې توګه ماشومان پر سړکونو سګرېټ پلوري او له دې لارې له خپلو کورنیو سره اقتصادي مرسته کوي خو اوس د دغه نوي قانون له مخې د ماشومانو له خوا هم د سګرېټو پلورل منع شوي دي.

دا قانون چې پنځه فصله او ۲۵ مادې لري تېره میاشت د وزیرانو د شورا له خوا د افغانستان ولسي جرګې ته استول شوی و.

په ولسي جرګه کې د روغتیايي چارو کمېسیون په دې قانون کې له تعدیل راوستلو وروسته د ډسمبر په ۲۸ مه نیټه هغه د تصویب لپاره د ولسي جرګې عمومي غونډې ته واستوه.

خو هغه ورځ دغه قانون د اختلافاتو له امله تصویب نه شو او د وروستۍ ارزونې لپاره ګډ کمېسیون ته مراجعه وشوه.

دغه راز د سګرېټو ګمرکي تعرفه هم په سلو کې ۵۰ لوړه کړای شوې ده.

ځینو وکیلانو خو آن سلو په سلو کې د ګمرکي تعرفې د لوړولو غوښتنه کوله خو ځینو نورو استدلال کاوه چې د سګرېټو د ګمرکي تعرفې ډېر لوړول به د سګرېټو قاچاق ډېر کړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې سګرېټ په کې ارزان دي او په دې وروستیو کې د قیلون چلم (شيشه) څکول هم دود شوی دی.

په عامه ځایونو کې د تنباکو لرونکو توکو د نه کارولو قانون به د ولسمشر له توشیح کولو وروسته عملي کېږي.

خو ځیني په دې ګومان دي چې حکومت به ونه شي کړای چې دغه قانون په بشپړه توګه هغسې چې په کار ده عملي کړي.

ورته مطالب