د بګرام "خطرناک" بندیان به هم خوشي کېږي

Image caption یوه امریکايي مقام نیوکه کړې چې د افغانستان محکمو ته د خطرناکو زندانیانو دوسیې نه لېږل کېږي.

د بګرام زندانیانو د دوسیو ارزونې کمېټې یو غړی وايي د افغانستان د قوانینو له مخې نه شي کولای بې ګناه بندیان زندان کې وساتي او په همدې بنسټ هغه ۸۸ بندیان چې امریکايي چارواکي یې خطرناک بولي هم خوشي کوي.

د دې نه وړاندې يوۀ امريکايي چارواکي بي بي سي ته ويلي وو داسې لږ شواهد شته چې د زندانانيانو د پرېښودو له پرېکړې وړاندې د بگرام د زندانيانو د دوسېې د څيړنو کمېټې د ملي امنيت مشورې په پام کې نيولي وي.

دغه مقام د بګرام زندانیانو د دوسیو ارزونې کمېټې د اډانې/جوړښت په باب هم پوښتنې راپورته کړې او وايي د دغه افغان پلاوي جوړښت له هوکړې سر سم نه دی.

یوازې متقاعد قاضي ښاغلي عبدالکریم قانت او له څارنوالانو نه یو عبدالشکور دادرس هره هغه دوسیه چې بورډ ته د ارزونې لپاره لېږل شوې ارزولې ده.

د افغانستان محکمو ته د خطرناکو زندانیانو دوسیې نه لېږل بله نیوکه وه، چې دغه امریکايي مقام درلوده.

د بګرام زندانیانو د دوسیو څېړنو پلاوی د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ۵ فرمان پر اساس له یوه قاضي او دوو څارنوالانو جوړ شوی، چې باید هره اوونۍ ولسمشر ته رپوټ ورکړي.

خو د یاد پلاوي غړی عبدالشکور دادرس وايي مشخصو مواردو کې د افغانستان ملي امنیت ادارې په ګډون له بېلو ادارو سره سلا مشوره کړې.

نوموړی دغه راز وايي، د بګرام زندانیانو خوشي کولو فعالیتونو لړ کې د پلاوي په باب د امریکايي او ایساف مقاماتو اندېښنې بې ځایه دي.

ښاغلي دادرس و نه ویل، چې له ارزول شویو دوسیو یې څومره محکمې ته لېږلې او څومره یې څارنوالۍ ته او په څومره مواردو کې یې له ملي امنیت ریاست سره مشوره کړې.

خو ښاغلی دادرس وویل، د افغانستان قوانینو له مخې نه شي کولای بې ګناه بندیان په زندان کې وساتي.

نوموړی وايي له همدې کبله هغه ۸۸ بندیان هم خوشي کوي، چې امریکایانو خطرناک بندیان بللي دي.

د ملي امنیت ریاست مشورو ته د نه پام په اړه د ملي امنیت ریاست یو ویندوی وايي، د ۸۸ بندیانو دوسیې باید وارزول شي او له دې بندیانو سره له حقوقي او د دولت د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې چلند وشي.

د ملي امنیت یوه ویندوی بي بي سي ته وویل، مخکې د طالبانو یو شمېر مشران خوشي شوي، چې بېرته د طالبانو لیکو کې شامل شوي او د افغانستان ملي امنیت یې له ګواښ سره مخامخ کړی.

هغه د بګرام زندانیانو دوسیو ارزونې له پلاوي وغوښتل، چې د بندیانو دوسیې محکمې ته ولېږي.

ورته مطالب