د کابل پولیسو له خلکو د وسلو د ورسپارلو غوښتنه وکړه

Image caption د کابل ولایت امنیه قوماندان محمد ظاهر وايي له نامسؤوله کسانو سره د وسلو شتون په کابل ښار کې د غلا او وژنې په څیر جرمونو ستر لامل دی.

د کابل پولیسو د جرمونو د کچې د ټیټولو په موخه له هغو خلکو چې په کورونو کې وسلې لري، وغوښتل چې خپلې وسلې حکومت تسلیم کړي.

پولیس وايي که داسې ونه شي نو د هر ډول پېښې مسؤولیت به د خلکو په غاړه وي.

د کابل پولیس وايي د شپې له خوا د پولیسو د ګزمو په پایله کې د جرمونو کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټه شوې ده.

د پولیسو په وینا ده چې د هغه ځوان وژونکی یې نیولی چې د کابل ښار په ۱۵ناحیه کې څه موده وړاندې ووژل شو.

د وژل شوي ځوان د کورنۍ غړي له قضايي او عدلي ارګانونو غواړي چې د دوی د زوی وژونکی په اعدام محکوم کړي.

د کابل ولایت امنیه قوماندان محمد ظاهر وايي له نامسؤوله کسانو سره د وسلو شتون په کابل ښار کې د غلا او وژنې په څیر جرمونو ستر لامل دی.

ښاغلي ظاهر له هر هغه چا څخه چې وسله لري وغوښتل چې خپلې وسلې دولت ته تسلیم کړي.

نوموړي دغه راز له کورنیو وغوښتل چې خپلو بچیانو ته اجازه ور نه کړي چې د شپې ناوخته له کوره بهر ووځي.

د کابل امنیه قوماندان ز وايي هره شپه په سلګونو پولیس د کابل په لارو او کوڅو کې د شپې تر ناوخته ګزمې کوي چې په پایله کې یې د جرمونو کچه په بې ساري ډول راټیټه شوې ده.

د کابل پولیس وايي په دې وروستیو کې یې د وژنو او وسله والو غلاوو یو شمېر عاملین نیولي او قضایي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي، چې د خپل عمل په سزا ورسېږي.

ورته مطالب