''دوو ورځو کې د انتخاباتي مرکزونو د امنيت راپور ورکوو''

Image caption ټاکل شوې وه تیره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت د رایې ورکولو مرکزونو لیست کمیسیون ته وسپاري

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نیټې له رانژدې کیدو سره، په دغه هیواد کې امینتي چارواکي هم د امنیت د ټینګښت لپاره د خپلو پلانونو خبر ورکوي.

د ټاکنو د امنیت لپاره د افغانستان د نهو ختیځو او مرکزي ولایتونو والیان او د امنيې قومندانان په پلازمینه کابل کې په دې موخه راټول شوي، چې د ټاکنو د امنیت لپاره خپلې اندیښنې او سلامشورې له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره شریکې کړي.

د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال، چې په دغه غونډه کې یې برخه اخیستې وه وویل، په ځینو ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له دوی سره د مرستې ژمنه وکړه.

ټاکل شوې وه، چې تیره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت د رایې ورکولو د هغو مرکزونو لیست د ټاکنو کمیسیون ته سپارلی وای، چې امنیتي ځواکونه يې امنیت خوندي کولای شي.

زموږ همکار حفيظ الله معروف په خپل راپور کې کاږي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ایوب سالنګي وايي، دغه لیست یوه اوونۍ وځنډیده او په دوو ورځو کې به يې کمېسیون ته وړاندې کړي.

''موږ تمه لرو، چې خپل بشپړ رپوټ د ټاکنو خپلواک کمیسیو ته وړاندې کړو، چې خلک د کمیسیون له ارزونو خبر شي، چې د ټاکنو د امنیت لپاره کار کوي''.

په همدې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر يوسف نورستانی وايي د دغه لیست ځنډیدل د دوی پر کارونو اغیز نه کوي او کارونه یې له مهالوېش سره سم روان دي.

دی وايي: ''دوه ورځې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول، چې د دغه لیست ځنډیدل به د انتخاباتو کارونه له مشکل سره مخامخ کړي، موږ په بشپړ ډول دغه ډول رپوټونه ردوو. موږ له تخنیکي او لوژستیکي پلوه پوره چمتوو یوو. نو د دغه لیست ځڼدیدل به زموږ د کمیسیون پرکارونو هیڅ تاثیر ونه کړي. زموږ ټول کارونه له مهالویش سره سم روان دي''.

د ټاکنو دامنیت لپاره له دې وړاندې هم د افغانستان په شمال کې ورته غونډه شوې وه.

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټانکې په راتلونکو نژدې دریو میاشتو کې ترسره کیدونکې دي، چې ناامني يې پر وړاندې تر ټولو ننګونه بلل کیږي.

ورته مطالب