د امریکا خطرناکو کسانو لست کې یو طالب قومندان شامل شو

Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لست سربېره، د ملګرو ملتونو په تور لست کې د شاملو افغانانو شمېر ۱۳۷ کسانو ته رسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قاري سیف الله په نامه د طالبانو یو قومندان د خطرناکو کسانو په لست کې شامل کړی دی.

امريکايي پوځيان د يوه فرمان له مخې اجازه لري چې د دغو کسانو د نيولو او وژلو لپاره په امريکا او يا کوم بل هېواد کې عمليات ترسره کړي.

د دغه فرمان له مخې امريکايي وګړي اوس نه شي کولی له قاري سيف الله سره معامله وکړي.

ويل کېږي قاري سيف الله د افغانستان په زابل ولايت کې د طالبانو د مرستيال والي په توګه دنده ترسره کوي.

دی په همدې ولايت کې د طالبانو د پوځي عملياتو مشري هم پر غاړه لري.

د بهرنیو چارو وزارت د فرمان له مخې، امریکا کې د قاري سیف الله شتمني باید ضبط شي او امریکا ته د سفر کولو بندیز پرې لګول شوی.

د ویناپاڼې په وینا، وزارت دغه ګام د مالیې او عدلیې وزارتونو په سلا مشورې او همغږۍ پورته کړی دی.

امریکا ادعا کوي، چې قاري سیف الله یې ځکه د خطرناکو کسانو لست کې راوستی، چې په وینا یې ترهګريز فعالیتونه کوي.

وزارت وايي، چې تورن کس زابل ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد ترهګریز بریدونه سمبالول، او خپلو جنګیالیو ته یې امر کړی چې پر دولتي بنسټونو بریدونه وکړي.

د ۲۰۱۲ کال په جنورۍ کې، د دغه کس په مشرۍ شپږو کسانو افغانستان کې پر رومانیايي پوځيانو برید وکړ.

Image caption وړاندې ولسمشر حامد کرزي له دغه لسته د نژدې ۲۰ کسانو د لیرې کولو غوښتنه کړې وه، چې په وینا یې دا کار له طالبانو سره د پخلاینې او سولې خبرو کې مثبت رول لوبولی شي.

د ۲۰۱۱ سپتمبر کې بیا قاري سیف الله یوځانمرګی برید کوونکی د زابل شاجوی ولسواۍ کې د ولایتي بیارغونې ډلې مرکز پر سنوکر مرکز د برید لپاره چمتو کړی و.

د ۲۰۱۰ نومبر کې، سیف الله خپل یوه قومندان ته د زابل مرکز ته د سپکو وسلو د لېږد امر کړی و، چې کلات ښار کې د ملي پوځ او نړیوالو ځواکونو پر مرکزونو بریدونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لست سربېره، د ملګرو ملتونو په تور لست کې د شاملو افغانانو شمېر ۱۳۷ کسانو ته رسېږي.

پر دغو کسانو پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر پېښو وروسته، پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له یرغل راهیسې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۲۶۷ شمارې پرېکړه لیک پربنسټ بندیزونه لګول شوي.

د دغه پرېکړه لیک پر اساس، دغه کسان بهرنیو بانکونو کې خپلې پانګونې نه شي ساتلی او نه هم نورو هېوادونو ته سفر کولی شي.

وړاندې ولسمشر حامد کرزي له دغه لسته د نژدې ۲۰ کسانو د لیرې کولو غوښتنه کړې وه، چې په وینا یې دا کار له طالبانو سره د پخلاینې او سولې خبرو کې مثبت رول لوبولی شي.

ورته مطالب