د بګرام پخوانی زنداني، اوسنی طالب قومندان نیول شوی

Image caption دغه اداره وایي ددغې ډلې پنځلس غړي يې د شنبې په ماښام (جنوری ۵) د ''کره'' استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولي.

د کندهار ملي امنیت د یوې داسې ترهګرې ډلې د نیولو ادعا کوي، چې يه وینا یې مشري یې له بګرام زندان نه یو خوشی شوی طالب قومندان کوي.

ملي امنيت وايي، نیول شوې ډله په کندهار کې له تېرو څو کالو راهیسې په ترهګریزو فعالیتونو بوخته وه.

دغه اداره وایي ددغې ډلې پنځلس غړي يې د شنبې په ماښام (جنوری ۵) د ''کره'' استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولي.

کندهار کې ځايي خبریال مامون درانی د ملي امنیت د معلوماتو پربنسټ وايي، د نیول شوې ډلې مشر مولوي عبدالرشید نومیږي، چې په مولوي منیب هم مشهور دی.

نوموړی د روان لمریز کال پیل کې له بګرام زندان څخه خوشی شوی او اوس د پاکستان د کوټې په چمن مېنه کې اوسېږي.

د نیول شوې ډلې یوتن چې ملا داد محمد نومیږي، له رسنیو سره د خبرو پرمهال داسې وویل:

"زما نوم ملا داد محمد دی د اختر محمد زوی د کندهار د پاشمول اوسېدونکی یم، مولوي صاحب چې د امریکایانو له خوا د شهیدانو په چوک کې ونیول شو، خو تېر کال پسرلي ته یوه میاشت پاتې وه چې له بګرام زندانه را خوشی شو او چمن ته ولاړ. موږ هم چمن ته مبارکۍ ته ورغلو، هلته يې راته وويل چي هغه مخکنۍ انډیوالي مو ده، موږ ورته وويل چي هو. بیا هغه وو چې په کندهار کې مې یو کس وويشت. بل هغه درې کسان نور د ښار په رنګریزانو دانه کې هم موږ وويشتل چې دوه يې زما ملګرو او یو يې ما وويشت".

غلچکي بریدونه

داد محمد زیاتوي، چې ده او ملګرو یې د ښار بېلابېلو برخو کې د بهرنیو ځواکونو پر پوځي کاروانونو او افغان دولتي مامورینو بریدونه کړي.

Image caption داد محمد زیاتوي، چې ده او ملګرو یې د ښار بېلابېلو برخو کې د بهرنیو ځواکونو پر پوځي کاروانونو او افغان دولتي مامورینو بریدونه کړي.

پر نیول شوې ډلې تور دی چې په ګڼو غلچکي بریدونو ، ماین اېښودنو او ورته نورو کړنو کې یې پراخ لاس درلود.

یوه ورځ وړاندې د ملي امنیت ادارې د ۱۷ نورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی وو، چې د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي وو.

د کندهار د ملي امنیت اداره پر داسې مهال د وسله والو مخالفانو د نیولو خبر ورکوي چې ترې وړاندې یوه امریکایي چارواکي ويلي وو داسې لږ شواهد شته چې د زندانانيانو د پرېښودو له پرېکړې وړاندې د بگرام د زندانيانو د دوسېې د څيړنو کمېټې د ملي امنيت مشورې په پام کې نيولې وي.

د بګرام زندانیانو د دوسیو ارزونې کمېټې یوه غړي ویلي چې د افغانستان د قوانینو له مخې، نه شي کولای بې ګناه بندیان زندان کې وساتي او په همدې بنسټ هغه ۸۸ بندیان چې امریکايي چارواکي یې 'خطرناک' بولي، هم خوشي کوي.

طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب