افغان حکومت کوټه کې د طالب مشرانو وژل ردوي

Image caption د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي د کوټې شورا د مشرتابه غړو د وژنې تر شاه د سیمې د استخباراتي کړیو لاس دی.

افغان حکومت د پاکستان په کوټې ښار کې د یو شمېر طالب مشرانو په وژلو کې لاس لرل ردوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات د کوټې شورا د مشرتابه غړو د وژنې لامل د هغوي خپل منځي اختلافات بولي او وايي چې د هغوی په وژنو کې د سیمې د استخباراتي کړیو لاس دی.

د دغه وزارت چارواکي وايي تورونه او توطیې به د سولې له خبرو سره هیڅ راز مرسته ونه کړي.

خوشحال تایب له کابله په خپل رپوټ کې وايي طالبانو په دې وروستیو کې د عبدالمالک چې په بریالي مشهور وو وژنه تایید کړه او وايي چې دا وژنه د افغانستان د ملي امنیت ادارې کار دی.

طالبانو دغه راز په کوټې کې د ملا نور الله هوتک چې ویل کېږي د مشرتابه شورا غړی و او د مهم قومندان ملا محمد اسماعیل وژنې تایید کړې دي.

د پاکستان په کوټې کې د طالبانو د دغو لوړ پوړو غړو تر وژنې وروسته اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزرات په دغو وژنو کې هر راز لاس لرل رد کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي، په دې وروستیو کې پاکستاني خبري رسنیو د طالبانو له نامعلومو او ناکره سرچینو او پاکستاني رسمي بنسټونو له قوله داسې راپوټونه خپاره کړل چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو د کوټې شورا یو شمېر غړي د افغان حکومت د ځینو ځانګړو ادارو له خوا وژل شوي دي.

خو په لنډه موده کې د کوټې د شورا د دریو مهمو مشرانو وژنه څنګه انګېرل کېدای شي او کوم لاسونه به یې تر شا وي؟

افغان څېړونکی غفور لېوال یې په اړه وايي"د افغانستان لورې باید خواشیني اووسی چې د دوی اتباع په یو بل هېواد کې وژل کېږي، دا لومړي ځل نه دی چې د طالبانو مشران وژل کېږي یا زنداني کېږي او په زندانونو کې په ډېرو سختو شرایطو کې شکنجه کېږي زه فکر کوم اوس طالبانو ته هم څرګنده شوې وي چې د دوی ژوند اوس په پاکستان کې ورځ تر بلې سختېږي."

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او له امریکا سره د امنیتي تړون تر لاسلیک وړاندې په لنډه موده کې د څو طالب مشرانو وژنو ځينې پوښتنې راولاړې کړې دي.

ورته مطالب