د ولسمشر توشیح ته د برېښنايي تذکرو د وېش انتظار

Image caption ټاکل شوې وه، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ نژدې لس میاشتې مخکې پیل شوې وای.

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د وګړو د احوال ثبت قانون له توشیح سره سم به په دغه هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پیل کړي.

وروسته له هغه، چې ملي شورا د وګړو د ثبت لانجمنه طرحه تصویب کړه، د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې د دغه قانون په توشیح سره به د برېښناني پېژند پاڼو د وېش لړۍ پیل کړي.

له څو میاشتو توندو بحثونو وروسته، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډ کمیسیون د دغه قانون طرحه تصویب کړه.

د کډ کمیسیون غړې نظیفې زکي وویل، چې د دغې طرحې په دوو مادو کې یې بدلون رواستي او په ۳۹ مادو او اوو فصلونو کې یې تصویب کړه:

''د پيژندې پاڼې پرمخ به د قومیت او ملیت کلمې نه راوړل کیږي خو د مالوماتو په ذخیره یا ډیټابیس کې به پر خپل ځای پاتې وي''.

په دغه طرحه کې د اختلاف مهم ټکی د قوم د کلمې راوړل وو، چې هم یې پلویان او هم یې مخالفان لرل.

د افغانستان د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین بي بي سي ته وویل، چې د قانون له توشیح سره سم به د تذکیرو د وېش لړۍ له کابله پيل شي او نژدې ۴۰۰ کسان په همدې برخه کې روزل شوې دي:

''کله چې دغه قانون توشیح شي، نو له کورنیو چارو وزارت سره به زموږ ګډ ټیم په خپل کار پیل وکړي. زموږ ټیم چمتو دی او دغه بهیر به لومړی له کابله پیل شي. په کابل مو نژدې ۴۰۰ کسان روزلې دي''.

ښاغلي سنګین پر خپله فېسبوک پاڼه کې د دغو پېژند پاڼو یوه بېلګه هم پر لیکه کړې، چې په پښتو او دري ژبه یې د پاڼې پرمخ نوم، تخلص، د پلار نوم، د نیکه نوم، د زیږېدو ځای، نېټه او دین لیکل شوي دي.

د پاڼې پر بل مخ بیا همدغه مالومات په انګریزي ژبه راغلې دي.

د مخابراتو وزير دارنګه وویل، چې په دې پېژند پاڼو کې به د اخیستونکي د سترگو او لسو گوتو نښې خوندي وي، او د جعل د هڅې پرمهال په کې څه نه شي ليکل کېداى.

''کله چې یو چا پخوا ځان ثبت کړي وي، نو په ماشین کې د ګوتو په اېښودو مالومیږي، چې پخوا یې تذکره اخیستې ده او جعل کاري نه شي کولای. دا ډېر پرمختللی سیستم دی او ثبت ټول مرکزونه یو بل سره تړلي دي''.

افغان حکومت سر له اوسه د همدغو پېژندو پاڼو د وېش لپاره د رسنیو له لارې اعلانونه خپروي.

ټاکل شوې وه، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ د روان لمریز کال له پيله پیل شوې وای، خو د دغه قانون نه تصویبېدو دغه پروسه ځنډولې وه.

د چارواکو د مالوماتو له مخې، دغه بهیر به له کابل وروسته د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغیږي او د دغو پېژند پاڼو په وېشلو سره به پخوانۍ کتابچې ته ورته تذکزې باطلې شي.

ورته مطالب