اسلام اباد له کابل سره په نغدو پیسو سوداګري ختموي

Image caption په دې غونډه کې د کراچۍ د سوداګرۍ د اتحادیې مشر غلام خان له پولې څخه افغانستان ته د نورو توکیو د صادرېدو د اجازې مساله راپورته کړه.

پاکستان ویلي، راتلونکی مارچ میاشت له افغانستان سره د نورمال سوداګرۍ نظام پربنسټ راکړه ورکړه پیلوي.

د پاکستان د مالیې وزیر اسحق ډار په مشرۍ اسلام اباد کې د تېرې پنجشنبې په ورځ له افغانستان سره د سوداګرۍ په اړه یوه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې ګډونوالو وویل، چې په تېر ۲۰۱۳ کال کې له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ کچه ۲.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.

دوی وايي، چې د دغې سوداګرۍ پنځوس سلنه راکړه ورکړه د پاکستاني کلدارو په مټ شوې وه.

تر غونډې وروسته، په خپره شوې اعلامیه کې وویل شول، چې "تر ډېرو سلامشورو او د وزیرانو له سپارښتنو وروسته، د مالیې وزیر پرېکړه وکړه چې د روان کال مارچ میاشت کې به له افغانستان سره په نغدي پیسو سوداګري ختمه او د صادراتو لپاره به د پیسو ادا کول د نورمال قانون پربنسټ کېږي".

سوداګرو ته دوې میاشتې وخت ورکړل شوی، چې خپل قراردادونه پوره کړي.

د اسلام اباد د دغې پرېکړې د دفاع لپاره د پاکستان سوداګریزو چارواکو ویلي، چې اوس نغدي پیسو ته اړتیا نه شته، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ بانکي نظام موجود دی.

په دې غونډه کې د کراچۍ د سوداګرۍ د اتحادیې مشر غلام خان له پولې څخه افغانستان ته د نورو توکیو د صادرېدو د اجازې مساله راپورته کړه.

ده وویل چې دا مهال دې له دې لارې یوازې د سیمټو د لېږد او صادرولو اجازه ورکړل شي.

د مالیې پاکستاني وزیر دغه غوښتنه ومنله چې له همدې لارې دې افغانستان ته د نورو سوداګریزو توکیو د لېږد اجازه ورکړل شي.

په غونډه کې وویل شول، چې له پرېکړې سره سم به د کابل- اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې د یو میلیارد ډالر توکو اضافي صادراتو پر ډېرولو غور وشي.

ورته مطالب