"له امریکا سره دې امنیتي تړون اوسنی حکومت لاسلیک کړي"

Image caption ښاغلي شیرزي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل ښه به وي چې له امریکا سره امنیتي تړون اوسنی حکومت لاسلیک کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ مقام ته یو کاندید محمد شفیق ګل اغا شېرزوی وايي د دغه هېواد حکومت باید د لویې مشورتې جرګې د پرېکړې درناوی وکړي او له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

ښاغلی شېرزی وايي له متحده ایالتونو سره امنیتي تړون د افغانستان په ګټه دی او ښه به وي، که د اوسني حکومت د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شي.

دی وايي که ولسمشر کرزی دغه تړون لاسلیک نه کړی او دی واک ته ورسېږي نو دغه تړون به لاسلیک کړي.

له کابله نور محمد سعید په خپل رپوټ کې وايي محمد شفیق ګل اغا شیرزوی له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د مصلحتي نظام پلوي نه دی او باید پر حکومتي څوکیو د کسانو ګومارنه د قومي او حزبي مصلحتونو پر بنسټ و نه شي.

دی وايي د ښې حکومتولۍ لپاره باید وړ کسانو ته دندې وسپارلې شي او وايي ده ته تر روابطو ظوابط مهم دي.

د افغانستان او امریکا د متحدو ایالتونو تر منځ د امنیتي تړون په باب دغه کاندید وايي، دغه تړون د افغانستان په ګټه دی او ښه به وي، که د اوسني حکومت د واکمنۍ دوره کې پرې لاسلیک وشي.

ښاغلی شیرزی وايي له ولسمشر حامد کرزی يې غوښتي، چې باید له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

څارونکي وايي دې لړ کې د افغان حکومت دریځ څرګند دی او هغه دا چې ولسمشر کرزی وايي که شرطونه یې ومنل شي، حاضر دی، چې دغه تړون لاسلیک کړي او که داسې نه کېږي، راتلونکی حکومت باید په دې باب پرېکړه وکړي.

د امریکايي ځواکونو له خوا د افغانانو کورونو نه پلټنه، د ټاکنو روڼوالی او د حکومت له وسله والو مخالفینو سره د خبرو پیل کول د ښاغلي کرزي له مهمو شرطونو نه دي.

بل لور ته تېره اوونۍ له کاندیدانو سره په لیدنه کې ولسمشر کرزي وویل داسې نښې نښانې شته، چې د غوښتنو منل کېدو مهال یې نژدې شوی او دغه راز د تړون لاسلیکولو مهال هم نژدې شوی دی.

ورته مطالب