''نادولتي کارکوونکو ته د تقاعد امتیازات ورکړئ''

Image caption د شميرو له مخې شاوخوا ۱۱ میلیونه کسان په افغانستان کې بې روزګاره دي

د افغانستان د کارګرانو ټولنې له حکومته غوښتنه وکړه، چې د خصوصي سکتور کارکونکو ته دې تقاعد سیستم برابر کړي.

د دغې ټولنې چارواکي وايي، د تقاعد د منظم سیستم د نشتوالي له امله د خصوصي سکتور میلیونونه کارکونکو ته د تقاعد امتیازات نه ورکول کیږي.

حفیظ الله معروف په خپل راپور کې کاږي، د کارګرانو د ټولنې چارواکي اندیښنه ښيي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي اډو او ملکي ادارو په تړلو سره په دغه هیواد کې ګڼ شمیر خلک بې کاره شوي.

د افغانستان د کارکرانو ټولنه په دغه هیواد کې د خصوصي سکتور د کارکونکو لپاره د تقاعد د سیستم پر نشتوالي اندیښنه ښيي او وايي، چې نادولتي کارکونکي د تقاعد له هر ډول امتیازاتو بې برخې دي.

د دغې ټولنې مرستیال انجینر رهین بي بي سي ته وویل، د خصوصي ادارو په ډیرو برخو کې د افغانستان د کار قانون سم نه پلی کیږي او له همدې امله ډیر نادولتي کارکونکي خپل امتیازات نه شي تر لاسه کولی.

د کارګرانو د ټولنې چارواکي وايي، په افغانستان کې د بهرنیانو د پوځي اډو او ملکي ادارو په تړلو سره به ګڼ شمیر افغان کارګر خپلې دندې له لاسه ورکړي.

په ورستیو کې د افغانستان د حالاتو په اړه نظر پوښتنو په ډاګه کړې چې ناامنۍ او بې روزګاري دوه هغه سترې ننګونې دي، چې ډیری افغانان ورسره مخامخ دي.

د افغانستان د کارګرانو ټولنې د شميرو له مخې شاوخوا ۱۱ میلیونه کسان په افغانستان کې بې روزګاره دي، چې د دغه هيواد پر ځپلي اقتصاد لوی بار ګڼل کیږي.

ورته مطالب