د ټاکنو په ورځ به د ۹۳٪ مرکزونو امنيت خوندي وي

Image caption ټاکل شوې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د وري په ۱۶مه ترسره شي

د کورنيو چارو وزارت په هغه راپور کې چې د ټاکنو کمېسيون ته یې سپارلی ویلي چې د ټاکنو د ۶۸۴۵ مرکزونو له ډلې ۴۱۴ یې ښايي د وسله والو ډلو له ګواښونو سره مخامخ وي.

خو د کورنيو چارو وزارت دا هم ویلي چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به هڅه وکړي د دغو مرکزونو امنیت هم خوندی کړي.

محمود کوچی په خپل راپور کې کاږي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې لا هم د ټاکنو د خوندیتوب په اړه اندیښمن دي

د کورنیو او دفاع وزارتونو او د ملي امنیت د استازو نه جوړ شوی ګډ کمیسيون وايي چې د ټاکنو د خوندیتوب په اړه دوی خپلې ټاکل شوې موخې ته رسیدلي او په باور یې ډاډمن دي چې دغه ټاکنې به په خوندي توګه تر سره شي.

د کمیسيون چارواکو له هغه وروسته چې د خپلو ارزونو وروستۍ پایلې یې د ټاکنو کمیسيون ته وسپارلې خبریالانو ته وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې د پوځي عملیاتو په پایله کې توانیدلي چې د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره زمینه برابره کړي.

که څه هم چې دغه راپور باید یوه اوونۍ دمخه کمېسيون ته سپارل شوی وای، خو امنیتي ادارو یې د ځنډ په اړه ویلی وو، چې یو لړ تخنیکي ستونزې او سړه هوا د دغه ځنډ لاملونه و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیفي وايي د همدغو هڅو په پایله کې و توانیدل چې د ټاکنو په ۹۳ سلنه مرکزونو کې امنیت ډاډمن کړي چې دغه څه د ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې شاوخوا ۱۰۰۰ مرکزونه ښودل شوي وو.

دی وايي: ''له ۶۸۴۵ مرکزونو له ډلې چې د ټاکنو کمیسيون په ټول افغانستان کې امنیتي ځواکونه ته به نښه کړي وو د ۶۴۳۱ مرکزونو امنيت چې ۹۳ سلنه کېږي د امنيتي ځواکونو له لوري په بشپړ ډول نيول کېږي، خو ۴۱۴ مرکزونه داسې دي چې ښايي فعال نه وي''.

که څه هم چې ښاغلي صدیقي د دغو ۴۱۴ مرکزونو ځای ځایګی په ډاګه نه کړ چې په کومو ولایتونو او ولسوالیو کې دي، خو همدومره یې وویل چې په راتلونکو میاشتو کې به هڅه وکړي د دغو مرکزونو امنیت هم ډادمن کړي.

امنيتي چارواکو دا رنګه وویل که دوی د دغو ناخوندی مرکزونو په خوندیتوب کې پاتې راغلل، نو د ټاکنو له کمیسيون نه به وغواړي چې دغه مرکزونه نورو سیمو ته بدل رابدل کړي.

مړاوې هيلې

د ټاکنو خپلواک کمیسيون وايي لا هم د رايې ورکولو د مرکزونو د امنيت په اړه ډاډمن نه دي.

د دغه کمېسيون ویاند نورمحمد نور وایي لا هم له څلورو نه تر اوو ولسوالیو پورې شته چې هلته امنیت ډاډمن نه دی.

ښاغلي نور له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې ټاکنو ته په پاتې موده کې دغه ننګونې له منځه یوسي.

تر دې وړاندې امنیتي ادارو ویلي و چې د رای ورکولو د ۷۰۰۰ مرکزونو له ډلې شاوخوا ۳۰۰۰ یې د سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي او زیاته کړې یې وه چې ښایي دغلته د ټاکنو د ترسره کیدو هیلې مړاوې وي.

که څه هم چې په ډیرو دغو سیمو کې خلکو تر اوسه د رای ورکولو کارتونه، نه دی ترلاسه کړي، خو امنیتي ځواکونه وایي ولسمشریزې ټاکنې چې د وري په شپاړسمه تر سره کیدونکې دي دوی به یې د خوندیتوب لپاره هڅې و نه سپموي.

ورته مطالب