افغانستان ته بهرني ښکاریان له کومه راغلي وو؟

Image caption پخوا داسې رپوټونه خپاره شوې وه، چې ښکاریان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه افغانستان ته تللې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښايي هغو کسانو ته په تېروتنه ویزې ورکول شوې وې، چې د دغه هېوا ته لوېدیځ ته د ښکار لپاره ورغلي وو.

د افغانستان لویدیځ ته یو شمیر بهرني ښکاریان څلور ورځې مخکې راغلي وو، خو حکومت یې اوس په اړه غبرګون وښود.

کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف پخپل راپور کې کاږي، د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی د رسنیو له لارې خبر شوې چې یو شمیر بهرني ښکاریان د افغانستان لویدیځ ته د ښکار په موخه راغلې دي.

ښاغلی موسي زی وايي، د دغو کسان په اړه یې پلټنې پیل کړې چې له کومې لارې افغانستان ته داخل شوي خو دی زیاتوي چې ښايي د ویزو په صادرولو کې له افغان چارواکو تیروتنه شوې وي:

Image caption د وزارت چارواکي وایي، د دغو بهرنیو ښکاریانو په اړه پلټنه کوي، چې له کومې لارې افغانستان ته تللې.

''ښايي افغانستان ته د بهرنیو ښکاریانو د ویزې په صادرولو کې کومه اداري تیروتنه شوې وي. خو د بهرنیو چارو هر اړخیزې پلټڼې په دې اړه روانې دي''.

په هرات کې د مدني ټولنې یو شمېر غړو ویلي وو، چې لسګونه عرب، پاکستاني، بنګلدیشې او د قطرد سوداګرۍ د وزیر په شمول لسګونه ښکاریان افغانستان ته راغلي وو او په هرات او فراه ولایتونو کې یې د ارزښتناکو مراغانو ښکار کاوه.

دغو فعالانو دارنګه ادعا کړې، چې دغه بهرني ښکاریانو د بهرنیو چارو وزارت په بلنه افغانستان ته سفر کړی، چې په څلورو الوتکو کې یې له ځان سره یولس زغره وال موټر هم راوړي دي.

د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې په افغانستان کې د هر ډول مرغانو ښکار ناقانونه دی.