له قوانینو بهرني سرغړوونکي شرکتونه افشا کېږي

Image caption ایسا وايي د ۲۰۱۲ کال پرتله په ۲۰۱۳ کال کې د پانګونې کچه ۲۵ سلنه لوړ شوې وه او په پام لري چې په ۲۰۱۴ کال کې د دغې کچې د لا ډیرو لوړلو لپاره صنعتي بانک رامنځ ته شي، چې کیدای شي هغه بانک پښتنې بانک وي.

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره ایسا وايي هغه پانګه وال چې په صنعتي پارکونو کې یې ځمکه ترلاسه کړې او صنعتي فعالیت په کې نه کوي، په یوه نیمه میاشت کې باید صنعتي فعالیت پیل کړي که نه نو ځمکه به یې مسترد شي.

کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی وايي، د صنعتي پارکونو د اړونده ځمکو غصب او د انرژۍ کموالي هغه لویې ستونزې دي چې په افغانستان کې د پانګونې په وړاندې لوی خنډونه بلل کیږي، خو په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره ایسا وايی د صنعتي پارکونو د ځمکې د ویش د نوې تګلارې پر مټ به هغه ځمکې مستردې شي چې صنعتي فعالیت په کې نه کیږي.

ددې ادارې مشر وفي الله افتخار وویل یواځې د کابل په پلچرخي صنعتي پارک کې له پنځوس سلنې په زیاته برخه کې صنعتي فعالیت نشته.

ښاغلي افتخار زیاته کړه چې د نوې پالیسۍ له مخې د نویو ځمکو د ویش شرایط سخت شوي او یوازې پر هغه چا به ځمکه ویشل کیږي چې صنعتي فعالیتونه کوي.

ښاغلي افتخار زیاته کړه چې تر اوسه یې په پنځو ولایتونو خوست، پروان، لوګر، کندوز او د هرات صنعتي پارک د څلورمې برخې ځمکې تصفیه کړي دي.

د ایسا مشر وايي، په روان کال کې په پام کې لري چې له لسو تر پنځلسو میلیونه ډالر د صنعتي پارکونو په جوړولو ولګوي.

خو افغان صنعتکاران د انرژۍ کموالی او د صنعتي پارکونو د ځمکو غصب د دوی د فعالیت پر وړاندې لوی خنډونه بولي.

Image caption د د غې کمیټې په سپارښتونو کې دغه راز ټینګار شوی چې آیسا ته د صنعتي پارکونو د زرګونه جریبې ځمکې د ورسپارلو جدي اندیښنې پیداکړي دي.

د افغانستان د صنایعو د ټولنې مرستیال عبد الجبار صافی د ځمکو د ویش نوې تګلاره پر ځای خو ناوخته ګام بولي نوموړی وايي اصلي ستونزه د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی دی.

ایسا وايي د ۲۰۱۲ کال پرتله په ۲۰۱۳ کال کې د پانګونې کچه ۲۵ سلنه لوړ شوې وه او په پام لري چې په ۲۰۱۴ کال کې د دغې کچې د لا ډیرو لوړلو لپاره صنعتي بانک رامنځ ته شي، چې کیدای شي هغه بانک پښتنې بانک وي.

وجهي صندوق

دا بانک به ټیټه ټکټکانه پانګوالو ته پور ورکوي. له دې وړاندې ولسمشر حامد کرزي د سل میلیونه ډالرو د پانګې په لرلو د یوه وجهي صندوق د رامنځ ته کولو په ا ړه یو فرمان صادر کړی وو خو تر اوسه نه دی عملی شوی.

داسې ښکاري چې افغان حکومت غواړي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو دوتلو په درشل کې اوله دغه هیواد سره د مرستیو د کمېدو په درشل کې پانګونې ته زمینه برابره کړي خو داسې ښکاري چې پانګوال لا هم په حکومتي ادراو کې د شته ناخواله له امله ناخوښ دي.

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې ایسا د فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې کمیټې هغه راپور رد کړ چې ګواکې په دغه اداره کې دولت دارايي د ناوړه ګټې اخیستې له خطر سره مخامخ ده.

په هغو سپارښتنو کې چې په دغه راپور کې راغلي غوښتنه شوې چې د ایسا چارې باید وڅیړل شي.

د فساد په وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې کمیټه وايي ایسا له ۱۳۸۵ کال راهیسې د تفتیش عالي ادارې ته اجازه نه ده ورکړې چې ددغه اداري مالي چارې له نږدې وڅارې.

د د غې کمیټې په سپارښتونو کې دغه راز ټینګار شوی چې آیسا ته د صنعتي پارکونو د زرګونه جریبې ځمکې د ورسپارلو جدي اندیښنې پیداکړي دي.

خو د ایسا مشر رفیع الله افتخاري دغه راپور ردوي او زیاتوي چې دا د ایسا په وړاندې یوه دسیسه او غیر مسؤولانه دي.

Image caption افغان صنعتکاران د انرژۍ کموالی او د صنعتي پارکونو د ځمکو غصب د دوی د فعالیت پر وړاندې لوی خنډونه بولي.

ښاغلي افتخار وايي د ایسا فعالیتونه د افغانستان د خصوصي پانګونې د قانون په رڼا کې فعالیت کوي:

''دا خبرې اساس نه لری، د ایسا ادراه هره لحظه اماده چې هر ارګان ته چې وي حساب ورکړي. مو تل خپل راپور د پانګونې عالي ادارې ته چې اوه وزارتونه په کې غړیتوب لري خپل راپور ورکوو.

زموږ ټول فعالیتونه د هیواد دمالي سیستم سره برابر دي. زموږ اداره هر کال د بېلابېلو حکومتي ادارو له خوا ارزول کیږي. او هر دولتي ارګان چې غواړي زموږ ادارې په اړه څیړنې وکړي موږ یې مخه نه ده نیولې او نه بي ونیسو. خلکو او حکومت ته حساب ورکول ،روڼتیا او قانونمندي زموږ لومړیتوبونه دي.''