مزار ښار کې یوه سړي خپله مېرمن په زندۍ کولو وژلې

Image caption د بلخ ولایت دغه امنیتي چارواکی وايي، چې له وژل شوې مېرمنې پنځه اولاده پاتې دي.

د افغانستان شمال بلخ ښار کې یوه سړي خپله ښځه زندۍ کړې او وژلې ده.

د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي، پېښه د یکشنبې پر ګهیځ وخت د بلخ ښار د ننه شوې ده.

نوموړی وايي، ۳۵ کلن مېړه خپله ۲۷ کلنه مېرمن په پلاستیکي رشمه زندۍ کړې او وژلې د.

د بلخ ولایت دغه امنیتي چارواکی وايي، چې له وژل شوې مېرمنې پنځه اولاده پاتې دي.

قاتل پولیسو نیولی او اوس تر پوښتنو لاندې دی.

د مېرمنې قاتل په لومړنیو تحقیقاتو کې پر خپلې وژلې مېرمنې بېلابېل تورونه لګولي دي.

خو پولیس وايي، د قاتل له اعمالو ښکاري، چې دماغي تکلیف لري.

د پلار قاتل

د مراز شریف دغه پېښه د فاریاب میمنې ښار تر هغې پېښې ایله یوه ورځ وروسته شوې، چې یوه ۲۸ کلن ځوان د کورني تاوتریخوالي پایله کې خپل پلار وژلی و.

ځايي چارواکو ویلي، چې پېښه د نجونو د بدل اړوند یوې قضیې پر سر رامنځ ته شوې ده.

دغه سړي له یوې بلې کورنۍ سره بدل کړی، خو دا چې لور یې کوچنۍ ده، له ورکولو یې ډډه کړې ده، همدا ده چې بلې کورنۍ هم دغه سړي ته خپل لور نه ورکوله.

د وژل شوي سړي قاتل زوی پولیسو نیولی او وايي، چې پلار یې خپله لور د ده خسرګنۍ ته نه ورکوله، همدا وو چې خسرګنۍ یې هم له تېرو نهو کلونو راهیسې ده ته د خپلې لور له ودولو ډډه کوله.

د تېر کال په وروستیو کې هم لوېديځ بادغیس ولایت کې یوه سړي خپله مېرمن په تبر وهلې او وژلې وه، او قاتل تښتېدلی و.

چارواکي وايي، یوه سړي خپله مېرمن په تبر وهلې او وژلې او مېړه یې تښتېدلي. پېښه اب کمري ولسوالۍ کې تر لفظي شخړې وروسته رامنځ ته شوې.

او تر هغه وړاندې، د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ کې یوه سړي د خپلې مېرمنې شونډې او پزه غوڅ کړي وو.

د بشري حقونو وروستیو رپوټونو ښوولې، چې په دغه هېواد کې د وړم کال په پرتله تېر ۲۰۱۳ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۸ ډېره شوې ده.

ورته مطالب