پکتیکا کې ۲۰ زره کیلوګرامه امونیم نایټرټ نیول شوي

Image caption دوه کاله مخکې هم د افغانستان د دفاع وزارت په پاکستانه وغوښتل، چې د نایټرټ امونیم پر تولید او سوداګرۍ خپله څارنه ډېره کړي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي، چې د هېواد په سوېل ختیځ پکتیکا ولایت کې یې شل زره کیلوګرامه امونیم نایټرټ کشف او نیولي دي.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې ده، چې دغه مواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال په ځانمرګو بریدونو کې کارولو ته ساتل شوي وو.

ملي امنیت زیاتوي، نیول شوې 'امونیم نایټرټ ' سره (کود) په کروندو کې کارول کېږي، خو د دفاع وزارت په وینا د حکومت مخالفان یې تر ډېره پا چاودېدونکو توکو کې کاروي.

وايي له دغې سرې په کوچنیو او لویو چاودنو او بمونو کې ګټه اخیستل کېږي، همدا ده چې حکومت یې پر خرڅلاو بندیز ولګاوه.

ملي امنیت وايي، پکتیکا کې نیول شوې ۲۰ زره کیلوګرامه سره په ۴۰۰ بوجیو کې ځای پرځای شوې وه، چې په یوه لارۍ کې ونیول شوه:

''ترهګرو هوډ درلود په چاودنو کې کارېدونکي دغه مواد د پکتیکا مرکز ښرنې ته ولېږدوي''.

Image caption په وېډیو کې د نیول شوې سرې پر بوجیو ''د نایټریټ امونیم کود- ملتان، پاکستان'' لیکل شوي دي.

د ملي امنیت ادارې د دغو موادو د لېږدولو په تور درې کسان نیولي او د هغوی وېډیويي انځورونه یې هم خپاره کړي دي.

په وېدیو کې یوه تورن ویلي، چې څرنګه یې له پاکستانه دغه کود افغانستان ته لېږدولی.

په وېډیو کې د نیول شوې سرې پر بوجیو ''د نایټریټ امونیم کود- ملتان، پاکستان'' لیکل شوي دي.

دوه کاله مخکې هم د افغانستان د دفاع وزارت په پاکستانه وغوښتل، چې د نایټرټ امونیم پر تولید او سوداګرۍ خپله څارنه ډېره کړي.

نژدې درې کاله مخکې، افغان ولسمشر حامد کرزي له دې امله افغانستان ته د امونیم ناټریټ کېمیاوي سرې په واردولو بندیز ولګاوه، چې د راپورونو له مخې د دولت وسله والو مخالفانو ترې په ترهګریزو بریدونو کې په پراخه کچه کار اخیست.

ورته مطالب