اسلامي ګوند راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي

حکمتیار
Image caption اسلامي ګوند اوس مهال د افغان حکومت او په افغانستان کې د بهرنیو په وړاندې دویم ستر مخالف دی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند وايي په راتلونکو ټاکنو کې به د دوی رول برخلیک جوړونکی وي.

دغه ګوند اوس مهال د افغان حکومت او په افغانستان کې د بهرنیو په وړاندې دویم ستر مخالف دی، دغه راز ویل کيږي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د سولې په خبرو کې هم کلیدي رول لري.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې کاږي، د اسلامي ګوند یوه لوړپوړي غړي غیرت بهیر بي بي سي ته وویل دوی پرېکړه کړې چې په راتلونکو ټاکنو کې رغنده رول ولوبوي:

''حزب اسلامي پر ټاکنو باور لري او ازادې شفافې او عادلانه ټاکنې غواړي. د همدې اصولو پربنسټ موږ غواړو چې راتلونکو ټاکنو کې رغنده رول ولرو. خو دا چې د کوم کاندید ملاتړ به کوو، تر اوسه موږ وروستۍ پرېکړه نه ده کړې''.

په یوه لیک چې په رسنیو کې خپور شوی د اسلامي ګوند له خوا په یوه بېساري خوځښت کې ددغه ګوند له پلویانو غوښتل شوي چې د ولایتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې کې ګډون وکړي او د دوی پلویانو او یا هم هغو کسانو ته رایه ورکړي چې د دغه ګوند په هکله مثبت نظر لري:

رغنده رول

''زموږ ټولو حزبي وروڼو ته یوه لارښوونه شوې، چې د افغانستان په سیاسي بهیر کې رغنده رول ولوبوي، بې تفاوته دې نه پاتې کېږي''.

ښاغلی حکمتیار وړاندې تر دې د بهرنیانو په شتون کې له ټاکنو سره مخالف وو او اسلامي ګوند عملاً د امریکا په مشرۍ د ناټو له ځواکونو سره په جګړه بوخت دی.

د اسلامي ګوند لسګونه غړي دا مهال د ښاغلي کرزي په حکومت کې په لوړو څوکیو کار کوي او په ولسي جرګې کې هم ګڼ غړي لري.

د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند هغه جهادي ډله ده چې دا مهال د حکومت مخالفه بلل کیږي، خو اوس مهال د ښاغلي کرزي په حکومت کې ګڼې مهمې او لوړې څوکۍ خپلې کړې دي.

په کابینې کې هم پر څو مهمو څوکیو د اسلامي ګوند لوړپوړي غړي ګمارل شوي دي، دغه راز د ځینو ولایتونو او سیمه ییزو ادارو مشري هم د دغه ګوند غړي کوي.

د حکومت ترڅنګ په ولسي او مشرانو جرګو کې هم د اسلامي ګوند د غړو شمېر د پام وړ دی.