'طالبانو درې پولیس په چړو وژلي'

د انځور حقوق
Image caption د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه لېږل شوي لنډ لیکلي پیغام کې ویلي چې دغه برید د دوی ملګرو کړی.

د اروزګان چارواکي وایي وسله والو طالبانو درې سیمه ییز پولیس په چړو وژلي دي.

ددغه ولایت د چهارچینو ولسوالي امنیه قومندان ولي داد وایي چې دغه پیښه نن (سه شنبې) سهار ۵ بجې د لوړ دوان سیمې یوه پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

کندهار کې مامون دراني بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، د پولیسو دغه مشر وایي چې په دې پوسته کې اووه سیمه ییز پولیس وو چې دوو یې له وسله والو طالبانو سره له وړاندې اړیکې درلودې.

د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو ددغه دوو پولیسو په مرسته د پوستې قومندان معصوم او د هغه دوه ساتونکي ځکه په چړو وژلي چې په سیمه کې د توپک ډزې څوک وا نه وري.

د اروزګان د امنیت امر محمد اسلم کوچی هم د پېښې پخلی کوي، خو هغه یوازې د دوو پولیسو د وژل کېدو خبره تاییدوي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم په یوه لېږل شوي لنډ لیکلي پیغام کې ویلي چې دغه برید د دوی ملګرو کړی.

ورته مطالب