افغانستان د بودا کچکول د ځان ملکیت بولي

بودا کچکول
Image caption دغه ډبرین لوښی، چې ۴۰۰ کیلو وزن او یو اعشاریه ۷۵ میتره سور لري ۱۹۲۵ کال، کندهار کې د میرویس نیکه له مقبرې نه پلازمېنې کابل ته راوړل شو او له هغه راهیسې د افغانستان په ملي موزیم کې ساتل کېږي.

د افغانستان ملي موزیم چارواکي وايي دوی تر اوسه د هندي چارواکو د پرېکړې په باب معلومات نه لري، چې وايي د بودا کچکول نومي تاریخ اثر علمي او تخنیکي ارزونې لپاره یو پلاوی کابل ته لېږي.

د ملي موزیم رییس عمراخان مسعودي وايي په اوسمهال کې په دې اړه ډېر څه نه شي ویلي، خو وايي که هغسې چې ویل کېږي، هندي لرغونپوهان کابل ته راځي، نو د دغې موضوع په باب به د دواړو هېوادونو تر منځ په حکومتي کچه خبرې کېږي:

''په دې برخه کې کوم خاص مشکل نه لرو، دا موضوع زما له کچې لوړه ده، چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ باید خبرې پرې وشي. دغه اثر له موږ سره شته او د مالکیت حق یې لرو او له څو سوه کاله راهیسې افغانستان کې دی. موږ به وګورو چې دوی کوم ډول دلائل لري''.

ښاغلي مسعودي دغه خبرې د رسنیو له هغو رپوټونو خپرېدو وروسته وکړې، چې په کې ویل شوي، د هند پارلمان ځینو غړو په غوښتنه د هندي لرغونپوهانو یوه ډله به کابل ته ځي او د بودا کچکول په اړه به علمي او تخنیکي څېړنه وکړي، چې اصلي څښتن یې معلوم شي.

دغه ډبرین لوښی، چې ۴۰۰ کیلو وزن او یو اعشاریه ۷۵ میتره سور لري ۱۹۲۵ کال، کندهار کې د میرویس نیکه له مقبرې نه پلازمېنې کابل ته راوړل شو او له هغه راهیسې د افغانستان په ملي موزیم کې ساتل کېږي.

د دغه اثر د تاریخي شالید په باب افغان لرغونپوه او د خوست شیخ زاید پوهنتون رییس پوهنوال محمد رسول باوري وايي د تاریخي ثبوتونو پر بنسټ دا اثر د افغانستان ملکیت دی، خو وايي د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت باید دغه ټول اسناد او شواهد راټول کړي، چې دغه اثر د افغانستان ملکیت ثابتوي، نوموړی د دغه اثر تاریخي شالید په باب راته وویل:

''تر هغو پورې چې د افغانستان پر اسنادو پورې اړه لري، اصلاً پخوا په ګندهارا کې جوړ شوی دی. ګندهارا کلتوري سیمه چې کلتوري مرکز یې د ننګرهار اوسنۍ (هډه) سیمه ده، دغه اثر د بودایانو د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی''.

د افغانستان ملي موزیم د سیمې له خورا بډایو موزیمونو څخه یو بلل کېده، خو د اوږدې کورنۍ جګړې پر مهال دغه میوزیم کې ساتل شوی نژدې ۷۰ سلنه اثار، چورتالان شول او یا له منځه یوړل شول.

خو د ګوتو په شمېر هغو اثارو کې، چې، دغه میوزیم کې پاتې شول، د بودا کچکول نومي دغه ډبرین لوښی هم شامل دی، چې اوس يې د ملکیت پر سر ناندرۍ راپورته شوې.

ورته مطالب