استاد پسرلی کابل کې خاورو ته وسپارل شو

د انځور حقوق
Image caption د استاد پسرلي مړی د کابل شهداء صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د پښتو ژبې مخور شاعر او لیکوال محمد صدیق پسرلي مړی د چارشنبې په ورځ کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

د استاد پسرلي جنازه د کابل عیدګاه لوی جومات کې وشوه.

د ارواښاد پسرلي جنازې ته د هېواد له بېلابېلو برخو د ادب ګڼ مینه وال او چارواکي ورغلي وو.

د استاد پسرلي مړی د کابل شهداء صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د پنجشنبې په ورځ (جنوری ۱۶/مرغومي ۲۶) د کابل عیدګاه جومات کې د ماسپښین یوه نیمه بجه د استاد پسرلي فاتحه اخیستل کېږي.

خاورو ته د استاد پسرلي د سپارلو په مراسمو کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر غلام نبي فراهي ژمنه وکړه، چې د استاد پسرلي ناچاپ ادبي ټوټې به چاپ کړي.

فراهي دا هم وویل، دغه وزارت هوډ درلود، چې د استاد پسرلي په ژوند هغه ته د ادبي هڅو له کبله یو مډال ورکړي، خو اوس چې هغه له دې نړۍ سترګې پټې کړې، دا ویاړ به د هغه د کورنۍ په برخه شي.

په دغو مراسمو کې افغان لیکوال حبیب الله رفیع هم د استاد پسرلي ادبي هڅې وستایلې.

استاد محمد صدیق پسرلی مړی د تېرې سې شنبې په ورځ له نوي ډیلي کابل ته ولېږدول شو او د کابل پر نړیوال هوايي ډګر کې د مرحوم استاد ګڼه مینه وال او دوستان د هغه درناوي ته ورغلي وو.

محمد صدیق پسرلی د تېرې دوشنبې په شپه د نوي ډیلي په یوه روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ له کبله د ۸۵ کلنو په عمر ساه ورکړه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي پسرلي د کندوز په شېر خان لېسه کې تر منځنیو زده کړو وروسته شعر او ادب ته مخه کړه او په دې ډګر کې یې تلپاتې اثار وپنځول.

ښاغلى پسرلى د گڼو شعري او نثري آثارو پنځوونکى او په نوي غزل کې د ډېرو ځوانو شاعرانو سر لارى پاتې شوى دى.

محمد صدیق پسرلی د رمضان خان زوی پر ۱۳۰۷ کال د غزني په قره باغ کې زېږدلی، د ژوند لومړني څلور کاله یې په خپل پلرني کلي کې تېر کړي او وروسته له خپلې کورنۍ سره کندوز ولایت ته کډه شوی دی.

ښاغلي پسرلي د کندوز په شېر خان لېسه کې تر منځنیو زده کړو وروسته شعر او ادب ته مخه کړه او په دې ډګر کې یې تلپاتې اثار وپنځول.

ښاغلي پسرلی په ۱۳۵۹ كې پېښور ته مهاجر شوی و او د شپيتمو كلونو په اوايلو كې يې د سپيدې په نامه يوه مجله راوكښله، چې تر ۱۳۶۴ لمريزه پورې په منظم ډول چاپېده، خو وروسته وروسته بيا له چاپه پاتې شوه.

ورته مطالب