د ټاکنیزو حساسو توکو ۵۰% کابل ته لا نه دي رسېدلي

د انځور حقوق
Image caption په ټاکنو کې کاریدونکي توکي په دوه برخو ویشل شوي چې یو حساس او بل یې غیر حساس توکي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي تر اوسه له ۲۰ حساسو ټاکنیزو توکو شاوخوا ۵۰ سلنه یې کابل ته لا نه دي رارسېدلي.

دا توکي د ملګرو ملتونو په مرسته له درې هېوادونو اخیستل شوي دي.

له دې وړاندې چارواکو ژمنه کړې وه چې د روانې مرغومې میاشتې تر ۲۵ نیټې به ټول حساس او غیر حساس توکي کابل ته ورسېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټاکنو کې کاریدونکي توکي په دوه برخو ویشلي چې یو حساس او بل یې غیر حساس توکي دي.

تر ټولو ډېر پام حساسو توکو دی چې شمېر یې ۲۰ ته رسېږي.

رنګ، د رایې پاڼې او د پایلو د ثبت ځانګړې پاڼې په دې نوملړ کې شامل دي.

دې توکو ته ځکه ډېر پام کېږي چې که د چا لاس ته ولوېږي نو کېدای شي درغلۍ ته لاره هواره شي.

دا توکي د ملګرو ملتونو په مرسته له درې هېوادونو متحده عربي اماراتو، اسپانیا او چین نه اخیستل شوي دي.

په پام کې وه چې دا ټول توکي درې ورځې وړاندې کابل رسیدلي وای خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور بي بي سي ته وویل په الوتنو کې د ځنډ له امله د دغو توکو لېږد ځنډیدلی دی.

ښاغلي نور زیاته کړه چې له دې ستونزې سره، سره به د ټاکنو چارې له مخکنې پلان سره سم ترسره کېږي.

د ښاغلي نور په وینا دا چې حساس توکي ځانګړی ارزښت لري نو لومړی په مرکز کې د لېږد لپاره چمتو کېږي او بیا له ټاکنو ۲۰ ورځې وړاندې د ولایتونو مرکزونو او له ټاکنو یوه اوونۍ وړاندې د رایې ورکولو مرکزونو ته لېږدول کېږي.

په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ستونزې اوس د ټاکنو په وړاندې یوه ننګونه نه ده، افغان امنیتي چارواکو د خپلې اروزنې له مخې ویلي چې د څه باندې ۹۳ سلنه مرکزونو امنیت ساتلي شي او د پاتې نورو چې څه باندې ۴۰۰ مرکزه کېږي د امنیت د خوندي کولو په اړه به هڅه وکړي.

ورته مطالب