ولسمشر حامد کرزي پر لبناني رسټورانټ برید غندلی

د انځور حقوق .
Image caption په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي بي بي سي ته وویل ځانمرګی برید د لبنانیانو پر هغه رسټورانټ شوی چې اکثراً بهرنیان ورځي

له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې افغان ولسمشر حامد کرزي په سختو ټکو د کابل وزیر اکبر خان مېنه کې پر لبناني رسټورانټ برید د غندلو په ترڅ کې ويلي:

' له تروریزم سره مبارزه هغه مهال بریالۍ کېدی شي چې د قرباني او تروریست ترمنځ توپير وشي او د تروریزم له عواملو سره مبارزه وشي. په دې برخه کې که ناټو او په راس کې د امریکا متحده ایالات غواړي چې د افغانستان له خلکو سره متحد او همکار پاتې شي، باید تروریزم په نښه کړي.'

د ارګ په اعلامیه کې دغه راز راغلي ' د افغانستان خلک په دې باور دي چې پاکستان او د امریکا متحده ایالات کولی شي په افغانستان کې د سولې له بهير سره مرسته وکړي.

سولې ته د رسېدو لپاره او د افغانستان د سولې او پخلاينې د ملاتړو او مخالفانو ترمنځ توپير یو روښانه سیاست او ستراتيژۍ ته اړتیا لري.'

له دې مخکې کابل کې پولیس چارواکو وویل، چې د وزیر اکبر خان په سیمه کې د لبنانیانو پر رسټورانټ په ډله ییز ځانمرګي برید کې لږ ترلږه ۲۱ کسان، چې افغانان او بهرنیان دي وژل شوي دي.

په وژل شویو کې د افغانستان لپاره د پيسو د نړیوال صندوق مشر وادېل عبدالله هم شامل دی.

ملګر ملتونو ویلي د دوی څلور کارکوونکي هم وژل شوي دي. خو ملګرو ملتونو د خپلو وژل شویو کارکونکو د هویت په باب څه نه دي ویلي.

د دې برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او وايي چې لسګونه بهرني اتباع یې په کې له مینځه وړي.

وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي دغه برید یې د پروان ولایت سیادګر ولسوالۍ پېښې د غچ اخیستلو لپاره تر سره کړی. افغان چارواکو ویلي و، د چهارشنبې په شپه د نړیوالو ځواکونو په بمبارۍ کې دغه سیمه کې ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي وو.

د کابل امنیتې قومندان محمد ظاهر ظاهر خبریالانو ته د برید په باب وویل:

' دریو ځانمرګي بریدګرو د وزیر اکبرخان مېنې په ۱۳ سړک د لباني په نوم رسټورانټ برید وکړ، لومړی یوه برید ګر په دروازه کې ځان پورې تړلي باروت وچاودل او دوه نور رستورانت ته ننوتل، هغوی هلته ساتونکو سره مخامخ شول او کله چې پولیس راورسېدل هغوی یې ووژل.'

د کابل پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وویل، چې تر اوسه د وژل شویو شمېر ۲۱ کسانو ته رسېدلی، چې ۱۶ یې نارینه او پنځه ښځې دي.

د نوموړي په وینا وژل شویو کې ۱۳ بهرنیان او ۸ افغانان شامل دي.

ستانکزي زیاته کړه، چې وژل شوي کسان د کاناډا، روسیې او لبنان اوسېدونکي دي او داسې هم ویل کېږي، چې یو برتانوی هم وژل شویو کې شامل دی.

د کابل پولیسو ویاند وویل، که څه هم تر اوسه په کره توګه د وژل شویو کسانو هویت معلوم نه دی، خو نوموړي د ملګرو ملتنو کارکونکو وژل کېدل تایید کړل. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون دغه یو ' وحشتناک' برید بللی.

د انځور حقوق AP
Image caption وژل شویو او ټپیانو کې افغانان او بهرنیان شامل دي.

دغه ځانمرګی برید د ماښام په شاخوا اوو بجو او ۲۰ دقیقو په داسې حال کې وشو چې رسټورانټ ته راغلي خلک د ماښامنۍ په خوړولو بوخت وو.

له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم واوریدل شول.

یوه عیني شاهد ویلي چې له یوې درنې چاودنې وروسته شاخوا ۲۰ دقیقې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي بي بي سي ته وویل ځانمرګي برید کوونکي د لبنانیانو د رسټورانټ چې اکثراً بهرنیان ورځي، په دروازه کې ځان والوزاوه.

له ځانمرګي برید وروسته افغان او بهرنیو ځواکونو سیمه محاصره کړه او چاته یې اجازه نه ورکوله چې دغې سیمې ته ورشي.

په همدې سیمې کې د کاناډا، ناروی او تاجکستان سفارتونه هم دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ایوب سالنګي وايي له ځانمرګي برید وروسته له رسټورانټ سره نژدي دوه کسان په ډزو هم وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې هغه موټر چلوونکي او کسان چې له رسټورانټ نه بهر یې انتظار کاوه او د سیمې یو شمېر اوسیدونکي هم ټپیان شوي دي.

ورته مطالب