کابل: یو شمېر چارواکي له دندو لرې شوی

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي محمد عمر داودزي خبرداری ورکړی چې بې پروايي د زغملو نه ده.

يو شمېر افغان چارواکي له خپلو دندو لرې شوي، په داسې حال کې چې د کابل جمعې ورځې ځانمرګي او وسله وال بريد په اړه چې، ۲۱ کسان په کې ووژل شول، پلټنه روانه ده، د افغانستان د کورنيو چارو وزیر محمد عمر داودزي ويلي د دغې سيمې مشر چې دغه بريد په کې شوی او دوه نور چارواکي له دندو ځنډول شوي او د دغې پېښې په اړه د پلټنې يوې برخې په توګه به يې پلټنه کېږي.

ښاغلي داودزي خبرداری ورکړی چې بې پروايي د زغملو نه ده.

د جمعې ورځې بريد قربانيانو ترمنځ د پيسو نړيوال صندوق ځايي مشر، د کاناډا، امريکا، برتانيا، لبنان، روسيې او دنمارک تبعه شامل وو. وابل عبد الله چې يو۶۰ کلن لبنانی او افغانستان ته د پيسو نړيوال صندوق استازی و، او د رستورانت مشهور لبناني څښتن کمال حماده دواړه بريد کې وژل شوي دي.

د نورو قربانيانو ترمنځ بيا د ملګرو ملتونو ۴ تنه کارکوونکي، چې د روسيې، امريکا او پاکستان وو. ويل شوي چې د روسيې تبعه، له طالبانو سره د سولې خبرو پر پيلولو کار کاوه. په بريد کې ۸ تنه افغانان هم وژل شوي دي.

له دې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې افغان ولسمشر حامد کرزي په سختو ټکو د کابل وزیر اکبر خان مېنه کې پر لبناني رسټورانټ برید د غندلو په ترڅ کې ويلي:

' له تروریزم سره مبارزه هغه مهال بریالۍ کېدی شي چې د قرباني او تروریست ترمنځ توپير وشي او د تروریزم له عواملو سره مبارزه وشي. په دې برخه کې که ناټو او په راس کې د امریکا متحده ایالات غواړي چې د افغانستان له خلکو سره متحد او همکار پاتې شي، باید تروریزم په نښه کړي.'

د ارګ په اعلامیه کې دغه راز راغلي ' د افغانستان خلک په دې باور دي چې پاکستان او د امریکا متحده ایالات کولی شي په افغانستان کې د سولې له بهير سره مرسته وکړي.

سولې ته د رسېدو لپاره او د افغانستان د سولې او پخلاينې د ملاتړو او مخالفانو ترمنځ توپير یو روښانه سیاست او ستراتيژۍ ته اړتیا لري.'

طالبانو د لبناني رستورانت په نښه کولو پړه منلې او په يوه برېښناپاڼه کې يې ويلي چې دا د پروان ولايت د سياګرد بمبارۍ غچ کې شوی دی.

اوس په داسې حال کې چې د روان ميلادي کال تر پايه د ناټو په مشرۍ بهرني ځواکونه له افغانستان وتونکي دي، او اورپکي لا هم مهمو سيمو کې بريدونه کولی شي، د امنيت خونديتوب او ډاډ د افغان حکومت پر وړاندې ستره ننګونه بلله کېږي.

ورته مطالب