' د افغاني غالیو صادرات زیات شوي دي '

د انځور حقوق BBCPersian.com
Image caption د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي، لا هم د افغاني غالیو د صنعت پر وړاندې يو شمېر خنډونه پراته دي چې لرې کول غواړي.

د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي د سږني لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې پرتله، د غالیو صادرات څه باندې درې برابره ډېر شوي دي.

یاد شوی بنسټ وايي چې د ښکلیو ډیزاینونو او رنګونو غوراوی او د غالیو په برخه کې د پانګونې د کچې لوړیدل د دې پرمختیا له لاملونو څخه دي.

مصطفی سالک له کابله خپل رپوټ کې د افغانستان سوداګرۍ خونې له قوله وايي چې په پرلپسې ډول د شپږو کلونو لپاره د افغانستان د غالیو د صادراتو کچه مخ ښکته روانه وه، خووايي په روان لمریز کال کې د تېر لمریز کال پرتله د غالیو صادرات څه باندې درې برابره ډېر شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر قربان حقجو وايي چې د تېر لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د افغاني غالیو د صادراتو کچه ۱۹ میلیونو او ۲ سوه زرو ډالرو ته رسيده، خو وايي سږکال په ورته موده کې دا کچه ۶۴ میلیونو ډالرو ته رسيږي.

' په ټوله کې د تېر کال په لومړیو ۹ میاشتو کې زموږ د غالیو صادرات ۱۹ میلیونه او ۲ سوه زره ډالره وو، خو سږکال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ۶۴ میلیونو په ارزښت صادرات لرو. چې ۶۰۰ او ۵۴ زره متره غالۍ کیږي'

ښاغلي حقجو وویل چې د افغان غالۍ اوبدونکو له خوا د ښو ډيزاینونو او رنګونو غوره کول او په دې برخه کې د پانګونې د کچې پورته کېدل د دې پرمختیا له لاملونو څخه دي.

خو د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي چې لا هم د افغاني غالیو د صنعت پر وړاندې يو شمېر خنډونه پراته دي چې لرې کول غواړي.

اړوند چارواکي وايي چې افغان غالۍ اوبدونکي باید له ګاونډيو هېوادونو راوغوښتل شي او دلته ورته مېنې جوړې کړل شي.

همدا راز د غالۍ اوبدونکو د وړتیاوو لوړولو لپاره باید روزنیز پروګرامونه جوړ شي، وايي سربېره پر دې باید په دغه صنعت کې پر کار بوختو کسانو ته د پور ورکړې لاره هواره شي، له افغانستان د دغه هېواد په نامه د چینايي او ایراني غالیو صادرول ودرېږي، د ځای او برېښنا نشتوالی، د اړینو اومو توکیو د بیو پورته والی او د لویو لارو پر سر فساد هغه نورې ستونزې دي چې د افغانستان سوداګرۍ خونه یې په ګوته کوي او د هواري غوښتونکي یې دي.

ورته مطالب