مرستندویه ټولنې: افغانستان یوازې نه پرېږدو

د انځور حقوق UNICEF
Image caption موږ تل افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب لپاره هلې ځلې کړې، نو یونیسیف به دغلته پاتې کېږي. اکیل ایر

افغانستان کې مرستندویه ټولنې وايي چې پلازمېنه کابل کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید له امله د ځینو مرستندویانو له وژل کېدو سره، سره به د دوی چارې په دغه هېواد کې روانې وي.

د پلازمېنې په وزیر اکبرخان مېنه کې چې د لبنانیانو یو رستورانت د ځانمرګو بریدګرو له خوا په نښه شو، د ۱۳ وژل شویو بهرنیو په ډله کې د ملګرو ملتونو څلور کارکونکي او د یونیسیف دوه روغتیايي کارکونکي هم ووژل شول.

په افغانستان کې د مرستندویه ادارو د همغږۍ اداره اکبر وايي چې مرستندویان به افغانستان یوازې خوشی نه کړي.

محمود کوچی له کابله خپل رپوټ کې کاږي، پلازمېنه کابل کې د تیرې ورځې له ډله ییز ځانمرګي برید وروسته چې یو شمېر بهرني مرستندویان په کې ووژل شول، له ځینو افغانانو سره داسې اندېښنې راوټوکېدې چې ګواکې دغلته د بهرنیو مرستو لړۍ پرې نه شي.

خو نړیوالو مرستندویه ټولنو ډاډ ورکړی چې د دغه برید له امله نه یوازې دا چې د دوی مرستې به لږ یا په ټپه نه درېږي، بلکې هغوی به د افغانستان د خلکو او په تېره بیا د ماشومانو د خوندیتوب لپاره خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونیسیف په خپره شوې وینا پاڼه کې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د دوی دوه تنه کارکونکي هم شامل دی. افغانستان کې د دغې ادارې استازی اکیل ایر، وايي چې د دوی د همکارانو وژنه به د دوی پر چارو اغېز پرې نه باسي:

' په دې کې هېڅ شک نه شته چې دغه پېښه ډېره جدی پېښه وه، خو اجازه راکړئ چې ووایم یونیسیف له دریو لسیزو را په دې خوا په افغانستان کې فعالیت کوي او په دغه موده کې داسې ډېرې پېښې شوې، موږ تل په دغه هېواد کې د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب لپاره هلې ځلې کړې، نو یونیسیف به دغلته پاتې کېږي او له بل هر وخته موږ د خپلو فعالیتونو لپاره ژمن یو. '

ښاغلی ایر وايي له دغې پېښې وروسته هغه څه چې دوی به یې تر سره کړي، دا دي چې د خپلو همکارانو د خوندیتوب لپاره د هغوی د امنیت په برخه کې بیا له سره کتنه کوي، هغه څه چې دوی یې له هرې امنیتي پېښې وروسته تر سره کوي.

دا رنګه په هغو بېلابېلو خبرپاڼو کې چې په دغه تړاو خپرې شوې د مرستندویه ټولنو د هڅو د کمېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان لپاره د مرستو د همغږې کونکې ادارې یو چارواکي جستین پیک ویمال هم ټینګار کوي چې دغه پېښه به د دې سبب نه شي چې مرستندویه ادارې له افغانستانه پښې سپکې کړي:

' موږ پوهیږو چې ښایي داسې پېښې نورې هم وشي، خو موږ له افغانستانه نه وځو او نه به له دې وروسته د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې ودروو، موږ به خپلې هڅې روانې ساتو، داسې څه نښې نښانې هم نه شته چې په کابل کې دې د دوی په تګ راتګ بندیز ولګول شي نو زموږ هڅې به روانې وي. '

دا رنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي د هغو مرستندویه ادارو چې تېره ورځ یې کارکونکي په ځانمرګي برید کې وژل شوي، هغوی به په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه جاري ساتي.

دا رنګه د سویډن کمېټې پخپله وروستۍ خبرپاڼه کې چې د دغه برید نه وروسته خپره شوې ویلي، دوی به معلولینو او افغانو نجونو ته نوې پروژې پیل کړي.

ورته مطالب