کندهار کې د ایساف پر پوځي مرکز ډله ییز برید شوی

د انځور حقوق a
Image caption د کندهار ژړۍ ولسوالۍ پر پوله پرته ناامنه ولسوالۍ ده.

په کندهار ولایت کې د ځانمرګي برید ګرو یوې ډلې د بهرنیو ځواکونو پر ېوه اډه ډله ییز برید کړی.

ځايي چارواکي وايي له ځايي وخت سره سم غرمه شاوخوا ۱۱ بجې یوه برید ګر د ایساف ځواکونو یوه مرکز دروازې کې خپل ګاډي ته چاودنه ورکړه، چې له چاودېدونکو توکو ډک و.

پېښه د بریدګرو او ایساف ځواکونو تر منځ نښته کې د برید ګرو او یوه ایساف سرتېري له وژل کېدو وروسته پای ته ورسېده.

د کندهار ولایت ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته وویل، چاودنه دومره زوروره وه، چې د ژړۍ ولسوالۍ په مرکز کې یې غږ واورېدل شو.

د نوموړي په وینا برید کې نهه کسه بریدګرو برخه درلوده، چې د بهرنیو ځواکونو دریشۍ یې اغوستې وې او غوښتل، یې پوځي مرکز ته ننوځي.

د کندهار والي ویاند په خبره لومړی یوه برید ګر د اډې دروازه کې هغه موټر ته چاودنه ورکړه، چې پکې ناست و او وروسته نورو برید ګرو پر ایساف ځواکونو ډزې پیل کړې.

پېښه کې د ایساف ځواکونو یو سرتېری او نهه بریدګر وژل شوي دي.

ایساف ځواکونو تر اوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې د دغه برید مسوولیت منلی او وايي بهرنیو ځواکونو ته یې دغه برید کې دروند زیان اړولی.

ورته مطالب