کونړ زندان کې سیاسي بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

Image caption کونړ کې زندانیانو د خپلو کوټو هندارې ماتي کړي ،بسترو ته ېې اور اچولی او ځینې دروازې ېې هم ماتې کړي.

دا دریمه ورځ ده چې د کونړ په مرکزي زندان کې سیاسي بندیانو د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړی.زندانیانو د خپلو کوټو هندارې ماتي کړي،بسترو ته ېې اور اچولی او ځینې دروازې ېې هم ماتې کړې دي.

له کونړه د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب د کونړ والي شجاع الملک جلاله له قوله وايي، دزندانیانو قانوني غوښتنې ېې پوره شوې، خو د والي په خبره هغه څه ېې له لاسه نه کېږي چې له قانون سره په ټکر کې وي.

زندانیان وايي، دزندان مشر دې بدل شي چې دغه کار هم تېره ورځ شوی. د احتجاج په لومړۍ ورځ د بلوا جوړولو په تور څو تنه بندیان له کونړه نورو زندانونو ته لېږدول شوي چې اوس ېې بندي ملګري د بېرته راوړولو غوښتنه کوي.

د کونړ والي وايي، د پرلپسې برېښنا درلودل او د بښنې له فرمانونو څخه د ټولو بندیانو یو ډول ګټه اخیستنه ېې له وسه نه ده پوره، هغه څه چې بندیان یې د احتیجاج پای ته رسولو شرایط بولي.

ځو ورځې وړاندې د همدغه زندان جنايي بندیانو دلوږې اعتصاب کړی و. ځینو ېې خپلې شونډې ګنډلې وې، چې د څه غوښتنو له منلو وروسته ېې خپلې شونډې وسپړلې.

چارواکي وايي د بندیانو ناسمې غوښتنې به کله هم ونه مني. داسې رپوټونه هم شته چې په قهریدلي بندیان له ماتو شویو هندارو او دروازو نه د وسلو کار هم اخلي او چې پولیس ېې خواته ورځي پرې ګوزار کوي.

داحتجاج په یوه بله لړۍ کې د کونړ دولایتي شورا وکیلانو او نوماندانو د هغه څه پر ضد لاریون وکړ چې دوي دولسي جرګې ناسمه پرېکړه بلله.

راټولو شویو ویل که د مشرانو جرګه د ولسي جرګې هغه پرېکړه چې له ولایتي شورا ګانو ېې پر ولایتي ادارو د څار واک اخیستی ومني، نو دوی به ټاکنو کې برخه وانخلي.

یو شمېر خلک چې په دغه لاریون کې د کاندیدانو سره مله وو، وايي، د دوی د غږ پورته کولو دروازه تړله شوې. احتجاجیانو ولسي جرګه تورنوله چې له دغې لارې پر ولایتونو د خپل اغیز ډېروالي لپاره ېې دغه ګام پورته کړی.

ورته مطالب