له مالیه ورکوونکو لاس ته راغلي عواید ۶۷ % زیات شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۱۳۹۲ مالي کال کې د حکومت عواید ۱۰۹ میلیارده افغانۍ وو، خو د پيسو نړیوال صندوق مالیې وزارت ته د کورنیو عوایدو لپاره ۱۱۴ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی و.

د مالیې وزارت وايي د منځنیو مالیه ورکوونکي له لارې ترلاسه شوي عواید سږ کال ۶۷ سلنه زیات شوي دي.

خو د منځنیو مالیه ورکوونکو ریاست چارواکي اندېښنه ښيي چې دوی لاهم نه شي کولی له ټولو شرکتونه چې په منخني کټګورۍ کې شامل دي مالیه واخلي.

دوی زیاتوي ځینې زورواکان له مالیې ورکولو سر غړوي او لا هم ځینې بهرني شرکتونه له مالیې د معافیت ادعا کوي. له منځنیو مالیه ورکوونکو تر لاسه شوې مالیه د ټولو عوایدو شاوخوا لس سلنه برخه جوړوي.

له کابله د سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې کاږي، چې د پیسو نړیواله صندوق د مالیې وزارت د منځینو مالیه ورکوونکو ریاست لپاره د لس اعشاریه درې ملیارده افغانیو عواید تر لاسه کولو هدف ټاکلی و.

خو د منځنیو مالیه ورکوونکو رییس سبحان الله فهیمي وايي په دې مالي کال کې دوی له دې کچې هم درې سوه میلیونه افغانۍ زیات عواید ترلاسه کړي دي.

هغه وايي سږ کال له منځنیو مالیه ورکوونکو لس اعشاریه شپږ ملیارده عواید تر لاسه شوي، چې د مجموعي عوایدو شاوخوا لس سلنه کېږي.

ښاغلی فهیمي اندېښنه ښيي چې لا هم شاوخوا ۲۰ سلنه شرکتونه له مالیې ورکولو ډډه کوي چې ده هغوی زورواکان او یا داسې څوک وبلل چې نور یې واسطه کوي.

د منخنیو مالیه ورکوونکو ریاست چارواکي زیاتوي چې د بهرنیو شرکتونو په برخه کې چې له بهرنیو ځواکونو سره کار کوي هم له یو لړ حقوقي ستونزو سره مخامخ دي.

د دوی په وینا ځیني شرکتونه د لاسلیک شویو تفاهمنامو له مخې له مالیې معاف دي او له همدې امله دوی له یوې حقوقي ستونزې سره مخامخ دي، لکه د امریکا سفارت او سپریم شرکت چې ایساف ته اکمالات کوي. خو چارواکي وايي هڅه کوي له دغو شرکتونو سره له فرعي قراردادیانو مالیه واخلي.

د دي ریاست چارواکي وايی د کارکوونکو د وړ تیا لوړول، د مناسبو کړنلارو جوړول، له فساد سره مبارزه، په شرکتونو د مجازاتو پلي کول او همغږۍ د دې ریاست د عواید په زیاتوالي کې مهم رول درلود.

شاوخوا نهه زره شرکتونو د منځینو مالیه ورکوونکو له ریاست سره ثبت او دا هغه شرکتونه دي چې دوراني سرمایه یې تر دوه میلیونه ډالرو رسیږي.

خو د اقتصادي چارو پوه استاد مسعود وايي د افغانستان په څیر هیوادونو کې دعوایدو په برخه کې معمولا ټیټ هدف ټاکل کېږي.

' اسانه هدف ټاکل شوی او ټول هېوادونو همداسې کوي، بیا چې کله عواید لوړ شي نو وايي چې دادی زموږ عواید له ټاکلي هدفه زیات دي. د افغانستان په څېر په ټولو جګړه ځپلو هېوادونو کې همداسې کېږي.'

په ۱۳۹۲ مالي کال کې د حکومت عواید ۱۰۹ میلیارده افغانۍ وو، خو د پيسو نړیوال صندوق مالیې وزارت ته د کورنیو عوایدو لپاره ۱۱۴ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی و.

ګمرکي عواید او ماليه د افغانستان د عوایدو اصلي سرچینې بلل کېږي خو ویل کېږي چې اداري فساد لا هم د دې عوایدو د کچې په ټیټوالي کې لوی اغېز لري.