ننګرهار کې د خلکو او وسله والو ترمنځ جګړه شوې

د انځور حقوق
Image caption په دغه جګړه کې د اووښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي

د ننګرهار د اچين او سپين غر ولسوالیو یو شمیر سپین ږیري او مخور وايي، ځینو پخوانیو قومندانانو د دغې ډلې ورتګ ته لاره هواره کړې او له افغان حکومته غواړي چې له سیمې د دغو وسله والو په ایستلو کې ورسره مرسته وکړي.

سیمه ییز چارواکي هم د دغو وسله والو کړیو ترمنځ د نښتو پخلی کوي، خو وایي د سیمې د خلکو سره په ګډه یې هڅې پیل کړي چې دغه وسله واله ډله وشړي.

محمود کوچی په خپل راپور کې وايي، وسله والو طالبانو ویلي دغه وسله وال د دوی خلک نه، بلکې د دوی په وینا د پاکستاني طالبانو سره تړاو لري.

د ننګرهار د اچین او سپین غر ولسوالیو اوسیدونکي وايي د لشکر اسلام په نامه دغلته ورغلې وسله واله ډله چې مشري یې د منګل باغ په غاړه ده لا هم د پیښه والو د قام سره په جګړه بوخته ده چې تر ډیره په دغه اخ وډب کې له درنو وسلو کار اخیستل کیږي.

ځایی خلک وايي دغې ډلې سلګونه وسله وال له پاکستانه رالیږدولي او د دغه هیواد له قبایلي سیمو تیرا، میدان او تبۍ کنډو نه وسلې او جګړه ییز مهمات ورته لیږدول کیږي.

د دغو خلکو په وینا په دواړو ولسوالیو کې بازارونه تړل شوي او ولسي خلکو ته یې هم د ځاني زیانونو تر څنګ مالي تاوانونه اړولي دي.

د اچین ولسوالۍ قامي مشر قومندان وايی چې دوی ته د نورو سیمو نه د وسله والو ورتګ د زغملو نه دی.

ده له افغان حکومته وغوښتل چې د دغسې خپلسریو مخه ونیسي.

د سپین غر ولسوالۍ د پرمختیايي شورا مشر محمد صادق وايي سیمې ته د شخصي شخړو په بایله کې دغه کړکیچ پیښ شوی او ولسي خلکو ته يې زیانونه هم اړولی دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمری بیا وايي د دغې پیښې تر شا د بهرنیو هیوادونو د استخباراتي کړیو لاس دی.

د هغه په خبره په دغو سيمو کې د دولت واکمني هم غښتلې نه ده او هغه شمیر امنيتي ځواکونه چې دغلته میشت دي، ددې جګړې د کابو کولو او له سيمې د وسله والو د شړلو توان نه لري.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي په اچین او سپين غر ولسواليو کې د وسله والو ډلو شته والی او د وروستيو جګړو خبره مني، خو وايي هڅې یې پیل کړي چې د قامي مخورو په منځګړتوب دغې شخړې ته د پای ټکی کیږدي.

وسله والو طالبانو هم په دغو سیمو کې د جګړې پخلی کړی، خو ویلی یې دي چې د دوی ځواکونه په کې ښکیل نه دي.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار ولایت د شینوارو د بیلابیلو ولسوالیو نه د ناامنیو رپوټونه ورکړل شوي دي، خو دا لومړی ځل دی چې دغلته د بهرنیو طالبانو د خوځښتونو خبره کیږي.

یو شمیر پوځي کارپوهان وایي که وضیعت همدغه شان روان پاتې شي له ۲۰۱۴ کاله وروسته چې بهرني ځواکونه له دغه هیواده وځي دغه خوځښتونه به زیات شي، چې بیا به یې کابو کول د افغان حکومت له توانه وتلې خبره وي.

ورته مطالب