'داسې تړون نه غواړو چې سوله را نه ولي'

د انځور حقوق AP
Image caption ولسمشر حامد کرزي وايي له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره له ډول ډول فشارونو سره مخامخ دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وويل تر هغو به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، چې افغانستان ته د امنیتي تړون له بابته د سولې پر راتګ ډاډمن شوی نه وي.

ښاغلي کرزي چې په کابل کې له خبريالانو سره خبرې کولې، ټينگار وکړ چې افغان ولس د مشورتي لويې جرگې په رابللو سره امريکا ته وښوده چې له شتوالي سره يې مخالفت نه لري، خو دا شتوالى بايد افغانستان ته سوله راولي، نه دا چې جگړه نوره هم وغځوي.

حامد کرزي ياودنه وکړه چې د تړون د لاسليک لپاره له ډول ډول اقتصادي، سياسي او تبلیغاتي فشارونو سره مخامخ دى، هماغسې چې د ډيورنډ تر تړون د مخه امير عبدالرحمن خان د انگرېزانو له فشار سره مخامخ و.

ولسمشر کرزي وويل که پوره ځيرتيا ونه شي، ښايي افغانستان د گندمک او ډيورنډ په څېر معاهدې ته اړ شي او دى دا کار نه غواړي.

افغان ولسمشر وويل چې د افغانستان سوله د امريکا او پاکستان په لاس کې ده.

هغه وويل که امريکا پر افغانستان د پاکستان له خاورې بريدونه په هر دليل نه شي بندولاى، نو په ښکاره دې ورته ووايي چې بې وسه ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption له بګرام زندان نه د طالب بنديانو خوشي کېدو په کور دننه او بهر د نړيوالو غبرګونونه له ځانه سره لرل.

هغه وويل: ''داسې متحد موږ نه غواړو چې غله ته وايي غلا وکړه، د کور څښتن ته وايي کور ساته. يا به د غله سره متحد وي او يا به د کور له خاوند سره متحد وي''.

افغان ولسمشر اوسنی وضعیت د ډیورنډ تړون پرمهال له شرایطو سره پرتله کړل، او زیاته یې کړه چې د بهرنیو ځواکونو په شتون او د جګړي او بمباریو په دوام کې د امنیتي تړون لاسلیک کول د ډیورنډ او ګندمک له تړونونو سره هیڅ توپیر نه لري.

د ډیورنډ تړون په ۱۸۹۳ کال کې لاسلیک شو چې له مخې یې د افغانستان ځینې سیمې برتانوي هند او بیا نني پاکستان ته ورکړل شوې.

ښاغلي کرزي وویل دی کټ مټ له هغو فشارونو سره مخامخ دی له کومو سره چې په ۱۸۹۳ کال کې د ډیورنډ تړون د لاسلیک پرمهال امیر عبدالرحمن خان مخامخ وو.

افغان ولسمشر وویل هغه وخت د افغانستان پاچا د برتانویانو او دی اوس د امریکایانو تر فشار لاندې دی.

ورته مطالب