کرزی: بګرام زندان د ''طالب جوړولو فابريکه'' ده

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلی کرزی وايي د بګرام زندان د تړلو چارې يې پيل کړي او کار يې نژدې شوی دی

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره به هیڅ ډول فشار ته تسلیم نه شي.

ښاغلي کرزی زیاتوي چې امریکا او ناټو یواځې په هغه وخت کې په افغانستان خپل پوځي حضور ته دوام ورکولی شي چې د افغانستان امنیت تضمین او له وسله والو مخالفینو سره د سولې په برخه کې رښیتني اوسي.

افغان ولسمشر حامد کرزی یو ځل بیا په یوه خبري غونډه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه په خپل پخواني دریځ ټینګار وکړ، خو توپير یې داوو چې دا ځل یې په افغانستان کې د بهرنیو پوځي اډو په اړه خپل شرطونو په تنده لهجه بیان کړل.

ښاغلي کرزي وویل دوی د سولې په خبرو کې رښتینې او یادې له افغانستانه ووځي.

افغان ولسمشر اوسنی وضعیت د ډیورنډ تړون پرمهال له شرایطو سره پرتله کړل، او زیاته یې کړه چې د بهرنیو ځواکونو په شتون او د جګړي او بمباریو په دوام کې د امنیتي تړون لاسلیک کول د ډیورنډ او ګندمک له تړونونو سره هیڅ توپیر نه لري.

د ډیورنډ تړون په ۱۸۹۳ کال کې لاسلیک شو چې له مخې یې د افغانستان ځینې سیمې برتانوي هند او بیا نني پاکستان ته ورکړل شوې.

ښاغلي کرزي وویل دی کټ مټ له هغو فشارونو سره مخامخ دی له کومو سره چې په ۱۸۹۳ کال کې د ډیورنډ تړون د لاسلیک پرمهال امیر عبد الرحمن خان مخامخ وو.

افغان ولسمشر وویل هغه وخت د افغانستان پاچا د برتانویانو او دی اوس د امریکایانو تر فشار لاندې دی.

ښاغلي کرزي د یوې دولتي کمیټې له خوا د باګرام له زندانه د افغان زندانیانو له ازادولو ننګه وکړ او زیاته یې کړه چې باګرام د طالب جوړلو فابریکه ده:

''بګرام د طالب جوړولو فابریکه ده بګرام هغه ځای دی چې هلته بې ګناه وګړي راوړل کیږي او د خپلې خاورې، دولت او وطن پر ضد د هغوی نفرت پارول کیږي. پر هغوی داسې یو حالت راولي چې له خپل هیواد سره یې نفرت پيدا شي. هغه داسې یو ځآی دی چې هلته یو شمیر خلک زورنې او سپکاوي له لارې د خپل وطن او خلکو پرضد سره هم غاړي کړي، او داچې ویل کیږي له باګرام کسان خوشې کیږي او بیا جګړه کوي دا ټول د لویدیځ تبلیغات دي چې زموږ په ژبه بیانیږي، کیدای شي دوه درې طالبان خوشې شوي وي او جګړې ته تللي وي او ځینې چې جګړې ته یې مخه کړې له دولت سره د عقدې له مخې هلته تللي دي''.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې دننه هم ښاغلی کرزی له دې امله تر فشار لاندې دی چې ولې له امریکا سره امینتي تړون نه لاسلیکوي؟

نیوکه کوونکي وايي که له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه شي نو امریکايي ځواکونه به له افغانستان ووځي او چې په هغه صورت کې بیا د کورنۍ جګړې د بیا پيل ویره ده.

حامد کرزي د خپلې خبرې د ثبوت لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د امريکايي سناتور بل ګراهم هغو څرګندونو ته اشاره وکړه، چې د افغانانو د بنديانولو په تړاو يې له ده سره کړې وې.

Image caption له بګرام زندان نه د طالب بنديانو خوشي کېدو په کور دننه او بهر د نړيوالو غبرګونونه له ځانه سره لرل.

ولسمشر کرزي وويل بل ګراهم چې درې نور امريکايي سناتوران هم ورسره راته وويل: ''موږ ستاسو خلک په ډېر شمېر کې زنداني کوو. موږ که په چا کوچنی شک هم ولرو بندي کوو يې. ما ورته وويل دا هغه کار دی چې روسانو په افغانستان کې کړی چې په افغانستان کې د جهاد لامل شو. راته يې وويل چې نه، موږ ستر تاسيسات جوړوو او ستاسې د خاورې ډېر خلک زنداني کوو. ما ورته وویل تاسو نه شئ کولای چې دا کار وکړئ. هغه راته وويل ته يو کس يې او زموږ مخه نه شې نيولای''.

په وروستيو کې افغان حکومت له بګرام زندان نه سلګونه زندانيان خوشي کړي او د يو شمېر نورو دوسيې تر څېړنو لاندې دي.

له بګرام زندان نه د طالب بنديانو خوشي کېدو په کور دننه او بهر د نړيوالو غبرګونونه له ځانه سره لرل.

د يو شمېر افغانانو او بهرنيانو په ذهنونو کې داسې اندېښنې راوټوکېدې چې ښايي خوشي شوي زندانيان بيا له وسله والو سره يو ځای شي او د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې وجنګېږي.

ورته مطالب