ننګرهار کې د ورا په موټر چاودنې شوي دي

د انځور حقوق
Image caption دويمه چاودنه هغه مهال وشوه چې خلک د لومړۍ چاودنې ځای ته ورغلل

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو سیمه کې د دوو پرله پسې چادونو له امله یو تن وژل شوی او اته تنه نور ټپیان دي.

ځايي چارواکي وايي دغه دوه پرلپیسې چاودنې د واده د ورا پر یوه موټر شوي دي.

دوی وايي هغه مهال چې د لومړۍ چاودنې سيمې ته خلک ورغلل نو دويمه چاودنه هم رامنځته شوه، خو ډېر تلفات يې نه لرل.

په دويمه چاودنه کې دوه کسه ټپيان شوي او لومړۍ چاودنې يو کس وژلی او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

تر اوسه د دغو پېښو پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي د عبدالخيلو سيمه کې يو لړ کشمکشونه هم شته چې ځينې خلک د طالبانو ملاتړ کوي او ځينې نور ورسره مخالف دي.

فارياب

بل خوا د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ د امنیه قومندان د وسله والو له کمین سره مخامخ شوی دی.

په پېښه کې د قومندان نجیب الله دوه ساتونکي ټپیان شوي خو خپله امنیه قومندان ته زیان نه دی اوښتی.

د چارواکو په وینا په نښته کې یو مخالف وسله وال هم وژل شوی دی.

تخار

په یوه بله جلا پېښه کې د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو نن سهار دوه ځوانان په ډزو وژلي دي.

د پېښې لامل لا نه دی معلوم او چا د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

ورته مطالب