د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې د جایزې پروګرام ته بیا کتنه کېږي

د انځور حقوق
Image caption چارواکي وايي دا ځل به له هغو کرونده ګرو سره مرسته وشي چې د نشه يي توکو په کرلو کې مستقیماً لاس لري

افغانستان کې مخدره توکو سره د مبارزې وزارت هغه پروګرام ته بیا کتنه کوي چې له مخې یې د امریکا په مرسته هغو ولایتونو ته یو میلیون ډالر جایزه ورکول کېږي چې د کوکنارو کر په کې صفر ته ټیټ شوی وي.

دغه پروګرام په ۲۰۱۰ میلادي راهیسې پیل شوی دی.

له کابله نور محمد سعید په خپل رپوټ کې د افغان او امریکايي چارواکو له خولې وايي دا ځل به هغو کرونده ګرو ته هم د دغې جایزې یوه برخه ورکړل شي، چې د نشه یي توکو په کرلو کې مستقیماً لاس لري.

له ۲۰۱۰ کال راهیسې، چې د مخدره توکو کرکيلې پرضد د غوره اجراتو له امله د نغدي جایزو ورکولو بهیر پیل شوی، د افغانستان ۱۵ ولایتونه د کوکنارو له کره پاک شوي دي.

له دغه پروګرام سره د امریکا حکومت مالي مرسته کوي.

خو بل لور ته د ملګرو ملتونو او افغان حکومت هغه رپوټ چې نژدې شپږ میاشتې مخکې خپور شو، ښيي چې په یو شمېر هغو ولایتونو کې، چې د کوکنارو کروندې صفر ته ټیټه شوې وې یو ځل بیا د دغه بوټي کرل پیل شوي دي.

اوس له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې له مخدره توکو سره د مبارزې ادارې د یوه تړون له مخې پرېکړه شوې، چې دغه پروګرام ته بیا کتنه وشي.

افغانستان کې له مخدره موادو سره د مبارزې وزیر مبارز راشدي وايي دا ځل به له کرونده ګرو سره ډېره مرسته کېږي.

له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلیم ار براون فیلډ، چې کابل ته تللی، خبریالانو ته وویل، د عامه پوهاوي، د کوکنارو له کرلو د مخنیوي او د بدیل کښت وړاندې کول مخکې ښې پایلې درلودې او د کوکنارو کروندو له منځه وړلو تر مهاله به دغه هېواد کې دغه ډول پروګرامونه دوام وکړي.

افغانستان کې د مخدره موادو مبارزې وزارت وايي ۷۲ سلنه کوکنار د افغانستان په څلورو ولایتونو، هلمند، ارزگان، کندهار او فراه کې کرل کېږي، چې امنیتي وضعیت یې ښه نه دی.

ویل کېږي، چې د مخدره موادو نړیوال بازار کې د هروینو د بیې لوړېدل او ناامني هغه لاملونه دي، چې له کبله یې افغانستان کې د کوکنارو کښت ډېر شوی دی.

ملګري ملتونه وايي په داسې حال کې، چې د یوه کیلو غنمو بیه ۴۳ سینټه ده او د یوې کیلو وریجو بیه ۱ اعشاریه ۲۵ ډالر ده، د کوکنارو افغان کرونده ګر د اپیمو د خرڅولو له امله ډېرې پیسې تر لاسه کوي.

ورته مطالب