فيضي: د زندانيانو پر پرېکړې نيوکه پر ملي واکمنۍ تېرى دى

Image caption ايمل فيضي: موږ د امريکايي ځواکونو وينا په ټينگه ردوو

افغان حکومت وايي د امريکا له لوري د افغانستان د قضايي پرېکړې غندل د دغه هېواد له ملي واکمنۍ څرگنده سرغړونه ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ وياند ايمل فېضي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل "موږ د امريکايي ځواکونو وينا په ټينگه ردوو. افغانستان يو خپلواک هېواد دى او د بگرام له زندانه د بنديانو پرېښوول يې د قضايي چارواکو پرېکړه ده چې بايد ورته درناوى وشي"

ښاغلي فېضي دا څرگندونې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو هغې اعلاميې ته په غبرگون کې وکړې، چې په ترڅ کې يې له بگرام زندانه د يو شمېربنديانو د خوشې کېدو په اړه ژوره اندېښنه وښووله.

ښاغلي فيضي زياته کړه چې د بگرام بنديانو د پرېښوولو پرېکړه څه موده وړاندې په يوه قضايي غونډه کې وشوه او څومره ژر چې شونې وي پلې کېږي به.

افغان چارواکو وړاندې وويل چې د بګرام زندان هغه ۳۷ تنه بندیان چې د امریکا له خوا خطرناک بلل شوي تر اداري پړاونو وروسته به په راتلونکو دوو اونیو کې خوشې شي.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې لیکي، د بګرام له زندانه د ۸۸ بندیانو له ډلې د ۳۷ تنو د خوشې کېدو له خبر سره چې د افغان او امریکايي چارواکو د اختلاف لامل شوی، امریکایانو یو ځل بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی چې دغه کسان خطرناک دي او د هغوی د خوشې کېدو په اړه يې اندېښنه ښوولې ده.

امریکايي ځواکونه وايي د ۸۸ بندیانو له ډلې څلوېښت سلنه یې په مخامخ جګړو کې ونډه درلوده چې ۵۷ افغان او بهرنیو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

همدا شان ویل شوي چې دېرش سلنه یې ۶۹ امریکايي او ایتلافي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په وروستيو کې افغان حکومت له بګرام زندانه سلګونه زندانيان خوشي کړي او د يو شمېر نورو دوسيې تر څېړنو لاندې دي.

له بګرام زندان نه د طالب بنديانو خوشي کېدو په کور دننه او بهر د نړيوالو غبرګونونه هم له ځانه سره لرل.

ورته مطالب