ایا طالبان به بیا پر افغانستان ولکه تر لاسه کړي؟

Image caption نن سبا افغانستان یو بدل شوی هېواد دی. هلته اوس ډېرې پېسې شته او هر څه له یوې مخې پرمختللي ښکاري.

د سږ کال له پای ته رسېدو سره سم به افغانان خپلې چارې سمبال کړي، هر څنګه چې کېږي، د امریکا او برتانیا هېڅ یو حکومت به مرستې ته نه ورځي.

نو کله، چې افغان امنیتي ځواکونه پر خپلو وسایلو تکیه وکړي، ایا دوی به وکولای شي، ستونزې هوارې کړي او که به طالبان جګړه وګټي؟ او افغانستان به بیا خپله ولکه کې راولي، لکه یې چې د۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ وکړل؟

ډېر ماهرین په دې باور دي، چې د طالبانو بشپړ بری احتمال لږ دی.

نن سبا افغان پولیس او پوځ خورا اغېزمن دي. دوی د نارینه وو، یوه اغېزمنه ټولګه ده ( او د مېرمنو محدود شمېر هم دې کې شامل دی. ) چې په بشپړ ډول یې روزنه شوې او پر ځان ریښتنی باور لري.

د دوی تجهیزات معیاري دي او افسران یې د وړتیا پر بنسټ ټاکل شوي دي.

دوی د ۲۰ کاله پخوا افغان ناتوانه او بې تمایله پوځیانو او پولیسو پرتله، چې ما یې په اړه رپوټونه ورکول، تر هغه حده توپير لري، چې تصور یې کېدای شي.

طالبانو ته خورا اسانه وه، چې د مجاهدینو حکومت ړنګ کړي، دوی دغه راز وتوانېدل د غیرژمنو جنګسلارانو په قانع کولو او خپل ځان سره ملګري کولو بریالي شي.

نن سبا افغانستان یو بدل شوی هېواد دی. هلته اوس ډېرې پېسې شته او هر څه له یوې مخې پرمختللي ښکاري.

هلته فساد هم هر ځای کې موجود دی او په ځانګړې توګه په حکومت کې خو هېڅوک هم، چې د طالبانو مهال بحراني وختونه یې یاد وي، چې فساد پکې نوي لوړ کچ ته ورسېد، داسې باور کولو، ته چمتو نه دي چې طالبان به له اوسني حالته غوره وي.

تاسي باید یوازې ۲۰ کاله عمر ولري،چې وپوهیږئ، د طالبانو واکمني پر مهال به ژوند څه ډول بڼه درلوده.

که یو ښپېلکی مو وهلی وای، پایڅې مو له پنډیو لاندې ځوړندې وای یو ګډی مو الوزولی وای، سطرنج لوبه مو کړې وای او یا د یوه ژوندي موجود انځور مو درلودلای، ښايي نیول شوي وای، وهل ډبول شوي وای او یا هم اعدام شوي وای.

طالبانو به د ويډیويي ټیپونو او ټلویزیون سیټونو ظبط کولو لپاره پر کورونو چاپې وهلې او دغه ټیپونه به یې د پوستو څراغونو پورې د خبرداري په توګه ځوړندول.

ما په خپل ټول ژوند کې دومره افراطي ټولنیز حالت نه و لیدلی. که پرتله شي د ایران حالت د انقلاب د اوج په شېبو کې هم د دې پرتله روڼ آندی و.

د انځور حقوق b
Image caption افغانستان کې د برتانوي او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته حالت په باب خلک یوه خوله نه دي.

تر هغه مهاله، چې طالبانو کابل نه و نیولی، چا یې پر بریا باور نه درلود. ۱۹۹۶ کال ما لومړی ځل داسې احساس وکړ، چې طالبان کولای شي، بریا ته ورسېږي.

هاغه مهال مې له کندهاره د رپوټونو ورکولو پر مهال ولیدل، چې ملامحمدعمر خرقه شریفه له هغه صندوقه را وایستله، چې له ۱۰۰۰ کالو زیاتې مودې راهیسې پکې ساتله کېږي او خپلو ګڼ شمېر پلویانو ته يې ورښکاره کړه.

اوس مهال د طالبانو لیکو کې د پخوا په څېر جوش او جذبه نه لیدل کېږي، خو دوی د پخوا پرتله ډېر منظم دي.

له برتانوي او امریکايي پوځونو سره د جګړې بهیر کې یې ډېر څه زده کړي دي. دواړه پوځونه د خپلو مخالفانو جګړیزه وړتیا مني.

دا وروستیو کې، چې افغانستان ته لاړم د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره مې د ټیلیفون له لارې یوه اوږده مرکه وکړه.

له یوه کاله زیاته موده کېږي، چې نوموړي لومړی ځل له چا سره دومره اوږده مرکه کړې. امریکایان وايي، مجاهد یو سړی نه دی، بلکې ډېر کسان دي، خو هغه سړي سره، چې ما مرکه وکړه، یاد یې و، چې څلور کاله مخکې مې هم ورسره مکه کړې وه.

هغه ته دا هم یاد و، چې هاغه مهال د مرکې پر مهال یوه امریکايي الوتکه په خورا خطرناک انداز د هغه د سر د پاسه تېره شوه.

ذبیح الله مجاهد د طالبانو واکمنۍ مهال د هغو د کړنو دفاع وکړه:

' که تاسې د افغانستان له عام ولس سره وغږيږئ، که د افغانستان له اصلي استازو سره وغږيږئ، په ځانګړې توګه هغه، چې په لرې پرتو سیمو او کليو کې اوسي، هغه به درته ووايي، چې هغه مهال افغانستان کې یو پیاوړي اسلامي حکومت موجود و. هغه نظام کې د افرادو او ټولنې لپاره لارښوونه وه، چې له کبله يې ټولنه کې مثبت بدلونونه رامنځ ته شول.'

کورنۍ جګړه

ما له هغه نه پوښتنه وکړه، چې د امریکايي او برتانوي پوځونو له وتلو وروسته به افغانستان کې بیا کورنۍ جګړه پیل شي؟

ځواب يې داسې و:

' افغانستان کې د امنیت راوستل او زموږ په اړه فکر کول د لوېدیځوالو مسوولیت نه دی دوی باید له افغانستانه ووځي، ځکه د دوی دلته شتوالي د بدحالت لامل دی، دوی باید خپل تشدد پرېږدی، له هغه وروسته به افغانان خپله پرېکړه وکړي، چې څه باید وشي.'

زه داسې فکر کوم که اپریل کې نوی ټاکل کېدونکی افغان ولسمشر ځواکمن وي، له طالبانو سره به هوکړې ته رسېدو لړ کې بریالی شي. داسې طالبان به هم وي، چې د دغې هوکړې مخالفت به کوي، خو شمېر به یې خورا لږ وي.