"اپټا ټرانزيټي تړون دې درې اړخيز شي"

د انځور حقوق
Image caption اپټا تړون افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاسلیک کړی و

تاجکستان او پاکستان غوښتنه کړې چې د اپټا ترنزیتي تړون درې اړخیز شي، او تاجکستان يې هم برخه وګرځي.

افغانستان او پاکستان دا تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په دې موخه لاسلیک کړی و، چې افغان ترانزیتي ګاډي د پاکستان بندرونو او د هغه هیواد ګاډي د منځنۍ اسیا په ګډون بيا د افغانستان پولو ته لاره مومي.

افغان لوری وايي چې دوی دغه تړون په بشپړ ډول پلی کړی خو پاکستان د تړون خلاف افغان ګاډي له پېښوره مخکې نه پرېږدي.

په کابل کې زموږ خبريال مصطفی سالک په خپل راپور کې وايي په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د افغانستان او پاکستان له خواوو، د اپټا په نامه ترانزیتي تړون لاسلیکېدل، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ غوړېدا په برخه کې یو ګټور ګام بلل کېږي، چې پر بنسټ يې افغان سوداګریزو توکیو د پاکستان بندرونو، او پاکستانیو توکیو د منځنۍ اسيا په ګډون د افغانستان پولو ته لاره پيدا کړه.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواری وايي چې اوس تاجکستان او پاکستان غوښتنه کړې چې تړون باید درې اړخیز شي او تاجکستان یې هم برخه وګرځي.

ښاغلي شینواري وویل چې افغان لوری د دې غوښتنې منلو ته چمتو دی خو وايي تر دې چارې مخکې باید د بیمې او سوداګریزو توکیو د تضمین ستونزې هوارې شي.

دی وايي بايد "داسې لارې راوګورو چې زموږ سوداګرو ته ستونزې راپيدا نه شي، او په همدې وخت کې د ترانزيتي سوداګرۍ چارې په ښه توګه ترسره شي."

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي که دا چاره تر سره شي ګټه به یې پاکستان او تاجکستان ته رسېږي. ځکه چې په وینا یې دا دواړه هېوادونه یو له بل سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري. خو زياتوي په اوږده مهال کې به افغانستان ته هم ګټه ولري، ځکه چې دلته به ظرفیتونه جوړ او خلکو ته به کار پیدا شي.

د افغان سوداګرۍ خونو چارواکی خان جان الکوزي وايي دا تړون باید درې اړخیز پاتې نه شي او د سیمې نور هېوادونه هم په کې ښکېل شي چې د ورېښمو لاره بیا تازه شي.

افغانستان په ۱۹۶۵ میلادي کال کې له پاکستان سره د یو اړخیز ترانزیت یو تړون چې اټا نومیده لاسکیک کړی و.

خو افغان چارواکي وايي چې د شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته چې منځنۍ اسيا ته د سوداګرۍ لاره پیدا شوه او افغان سوداګري هم پراخه شوه نو اټا تړون بسنه نه کوله اود اپټا په نامه نوی تړون لاسلیک شو.

افغان چارواکي وايي چې اوس پرته له یوې خبرې دغه تړون پلی دی او هغه دا چې پاکستان افغان ګاډي له پېښوره مخکې نه پریږدي، او وروسته توکي په پاکستانیو ګاډو کې بارېږي.

افغان حکومت وايي چې د پاکستان په وینا ګواکې افغان ګاډي د داسې سټنډرډ نه دي چې لاهور، کراچۍ یا ګوادر ته ولېږدي.

د افغانستان سوداګرۍ وزارت وايي چې پاکستاني ګاډي هم اړین سټنډرډ نه لري او که هغه هېواد پر افغان ګاډو بندیز لرې نه کړي، دوی به هم ورته غبرګون وښيي.

ورته مطالب