'په فساد او بیروکراسۍ ککړ درې افغان وزارتونه'

د انځور حقوق
Image caption د څار او ارزونې کمېټې مسوولین وايي خپلې لاسته راوړنې یې له افغان حکومت سره شریکې کړې دي او که د فساد او بیروکراسۍ مخنیوي لپاره اقدام و نه شي، د فاسدو کسانو نومونو افشا کولو او محاکمې ته به یې زمینه برابره کړي.

له اداري فساد سره د مبارزې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې اروزنه او څېړنه ښيي، چې د افغان حکومت په دریو وزارتونو او یوه خپلواکه اداره کې بیروکراسي او فساد د دې سبب شوي، چې خلک له ډېر زیان سره مخامخ شي.

کابل کې زموږ همکار نور محمد سعید پخپل راپور کې وايي، دغې کمېټې د تېر یوه کال اوږدو کې ارزونه کړې او وايي د بې ځایه شویو او بېرته ستنېدونکو لپاره د ځمکو وېش غیر عادلانه و، د لوړو زده کړو وزارت کې د تعلیمي اسنادو وېش او دغه راز د ازموینو بهیر په فساد ککړ و، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون کارکونکو ګومارنې بهیر روڼ نه و او د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې کارکونکو ته د تقاعد ورکولو او متقاعدینو ته د حقونو ورکړې بهیر کې لاسوهنه شوې ده.

د دغې کمېټې غړي محمد یاسین عثماني خبریالانو ته وویل، د دوی ارزونې ښيي، چې بې ځایه شویو او بېرته ستنېدونکو ته د ځمکو وېش لړۍ په غیر عادلانه توګه پر مخ بیول شوې او افغانانو دغه برخه کې خپل حقونه نه دي تر لاسه کړي.

ښاغلي عثماني د چا نوم یاد نه کړ، خو وايي یو شمېر دولتي مقامات او د ځمکو غاصبین د کډوالو او بې ځایه شویو لپاره ځانکړو مېنو کې د فساد او ځمکې غصب سبب شوي.

زیانمن

پوهنتونونو کې د ازموینو او دغه راز د تعلیمي اسنادو وېش لړ کې د دغې کمېټې ارزونه ښيي، چې دغه بهیر کې پراخه کچه فساد موجود و او د پوهنتونو چارو کې د لوړ پوړو دولتي مقاماتو د لاسوهنې پر وړاندې د لوړو زده کړو وزارت چارواکو نرمښت د دې سبب شوی، چې ډېر زیان محصلین او د ازموینو ګډونوال وویني.

د اداری اصلاحتو او ملکي خدمتونو کمېسیون کې د کارکونکو ګومارنې لړ کې د دغې کمېټې په باور داسې فعالیتونه شوي، چې د مثبت بدلون څرګندونه کوي، خو د کمېټې ارزونې پایلې ښيي، چې په ټول کې د حکومت اډانه کې، فساد واسطو او خپل خپلوان پالنې د کارکونکو ګومارنې لړۍ هم اغېزمنه کړې ده.

دغه راز د کمېټې ارزونې پایلې ښيي، چې کارکونکو ته تقاعد ورکولو او متقاعدینو حقونو ورکولو لړۍ هم زړه ده او دغه چاره د دې سبب شوې، چې د دولت کارکونکي خپل حقونه په مناسب ډول تر لاسه نه کړي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو شمېر مامورین د دوی میاشتني حقونو کې لاسوهنه وکړي.

د دغې څېړنې ترسره کونکي وايي هغو ټولو ادارو چې دوی یې په اړه څېړنه کړې، د دوی د څېړنې پایلې منلې او رسماً یې منلي، چې د دوی عملي طرحو او پلانونو په وسیله به فساد سره مبارزه کوي.

له اداري فساد سره د مبارزې څارنې اداره د افغانانو او بهرنیانو یو ګډه اداره ده، چې ۲۰۱۰ کال کې د افغان ولسمشر د فرمان له مخې جوړه شوه.

دغه کمېټه ۳ کورني او درې بهرني غړي لري. د افغانستان حکومتي ادارو کې د فساد شتوالي په باب د دغه مرکز رپوټ او اندېښنې د پخوانیو اندېښنو لړۍ برخه ده، چې له کبله یې افغانستان د نړۍ هغو هې،ادونو کتار کې ودرېد، چې د فساد کچه پکې خورا لوړه ده.

ورته مطالب