'د افغان ځواکونو مالي ملاتړ له خطر سره مخامخ دی'

د انځور حقوق Getty
Image caption راسموسن وویل په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا او عراق ترمنځ په ورته خبرو کې امریکا اړه شوه چې خپل ټول ځواکونه له عراقه وباسي.

د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن وايي د نړیوالو له خوا د افغان ځواکونو مالي ملاتړ له خطر سره مخامخ دی.

نوموړي ویلي نه پوهېږي چې د افغانستان دولت به څنګه وکولای شي چې د نړیوالې ټولنې له مالي ملاتړ پرته د خپلو څه باندې ۳۵۰ زرو امنیتي ځواکونو لګښتونه برابر کړي.

د ناټو سرمنشي چې په بروکسلز کې یې د ناټو کلني رپوټ وړاندې کاوه وویل د افغانستان مشرتابه له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک له ځنډولو سره د نړیوالو د مالي ملاتړ دوام له خطر سره مخامخ کړی دی.

ښاغلي راسموسن زیاته کړه چې د افغانستان مشران باید د امنیتي تړون د نه لاسلیک کولو منفي اغیزې له پامه ونه غورځوي.

د هغه په وینا امنیتي تړون چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي او ناټو ځواکونو روزنیز ماموریت لپاره حقوقي بنسټ ټاکي لاسلیک نه شي نو د دې ډېر امکان شته ټول نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي.

هغه وویل په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا او عراق ترمنځ په ورته خبرو کې امریکا اړه شوه چې خپل ټول ځواکونه له عراقه وباسي.

د ناټو سرمنشي دغه راز وویل چې که له ۲۰۱۴ کال وروسته د دوی ځواکونه په افغانستان کې حضور ونه لري دا به ډېره ستونزمنه وي چې د افغان ځواکونو لپاره مالي مرسته ولټول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو غړو هېوادونو ژمنه کړې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغان ځواکونو د ملاتړ په خاطر د کال شاخوا ۴ میلیادره ډالر د افغاسنتان حکومت ته ورکوي.

ناټو وايي نور غړي هېوادونه هم چمتو دي چې په دې برخه کې مرسته وکړي خو ټول انتظار باسي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي او بیا خپلې مرستې اعلان کړي.

واشنګټن ان د تېر کال اکتوبر میاشت کې غوښتل چې امنیتي تړون لاسلیک شي.

Image caption د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي ویلي چې که امریکا نه شي کولای چې د سولې د خبرو په پیلولو کې عملي ګام پورته کړي نو رسماً دې اعلان وکړي.

خو ولسمشر حامد کرزی ټینګار کوي او وايي تر هغه چې امریکا طالبان د سولې خبرو ته حاظر نه کړي او د افغانانو پر کورونو خپل بریدونه بند نه کړي امنیتي تړون نه لاسلیک کوي.

همدا تېرې شنبې هم ولسمشر کرزي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې تر فشار لاندې به دغه تړون لاسلیک نه کړي.

په همدې حال کې د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي ویلي چې که امریکا نه شي کولای چې د سولې د خبرو په پیلولو کې عملي ګام پورته کړي نو رسماً دې اعلان وکړي.

نوموړي وویل افغانستان غواړي پوه شي چې ولې امریکا په دې برخه کې عملي ګام پورته کولای نه شي، خنډونه څه دي او کومې خواوې او ډلې د سولې د خبرو د پیل مخه نیسي؟

ورته مطالب