تر ټاکنو مخکې د تړون لاسلیکېدا امکان

ایمیل فیضي د انځور حقوق
Image caption د ولسمشر ویاند ایمل فیضي (سې شنبه/جنوري ۲۸) په یوه خبري غونډه کې وویل چې ددې امنیتي تړون برخلیک په افغانستان کې د سولې په برخه کې د امریکا د هڅو پورې تړاو لري.

افغان حکومت وايي د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون کیدای شي له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو وړاندې لاسلیک شي.

کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی پخپل راپور کې وايي، افغان دولت له امریکا سره د امنتیي تړون په اړه واشنګټن ته نوی وړاندیز کړی .

د افغان ولسمشر ویاند ایمیل فیضي په یوه خبري غونډه کې وویل که امریکا د سولې د هڅو په وړاندې پراته خنډونه په رسمي توګه په ډاګه کړي، نو د دواړو هیوادونو ترمنځ به د امنیتي او دفاعي تړون د برخلیک ټاکلو په اړه بل ګام ته لاره هواره شي.

ښاغلی فیضي زیاتوي چې د امنیتي تړون د لاسلیک کولو موضوع د سولې پروسې د برخلیک په ډاګه کولو پورې اړه لري:

''بیا هم غواړم په ټینګار سره ووایم، چې دغه موافقه کېدای شي له ټاکنو مخکې لاسلیک شی او یا له ټاکنو وروسته لاسلیک شي، دا په هغو عملي اقداماتو پورې اړه لري، چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري کېږي.

هغه اقدام چې باید مخکې شوای وای د سولې پروسې عملي پیل و. اوس هم د افغانستان غوښتنه همدا ده، چې دغه کار تر اوسه نه دی شوی او سره له دې، چې امریکا دې لړ کې اقدامات کړي، خو هغو اقداماتو یې مثبته پایله یې نه درلوده.

باید دغه موضوع اعلان شي، کله چې دغه موضوع اعلان شي، بل اقدام پخپله د امریکا له متحدو ایالتونو سره په خبرو تعین کيږي. په هر حال کې د داسې دوو هېوادونو په توګه، چې غواړي دغه موافقه لاسلیک کړي، زموږ خبرې اوس هم دوام لري. اوس هم د امنیتي تړون په اړه اړیکه کې یو''.

د افغان ولسمشر ویاند دامني چې امریکا له لویې مشورتي جرګې وروسته د سولې لپاره یو لړهڅي کړي . خو هغه وايي چې امریکا باید افغان دولت او نړیواله ټولنه ددې له دې هڅو خبر کړي او دا په ډاګه کړي چې دې هڅو ولې پایلې نه لرلې او په دې پروسه کوم ښکیلي لوري همکاري نه ده کړې.

افغان دولت په داسې حال کې دا وړاندیز کوي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ سترایتژیکې خبرې له درې کلن ځنډ وروسته په واشنګټن کې پرون پيل شوې.

داسې اندیښنې شته چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په برخه کې لکه څنګه چې ښايي هغسې همکاري نه کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د روانې په سرکې په یوه خبري غونډه کې وویل دی په بشپړ ډول په دې باور دی چې په افغانستان کې د سولې کليد د پاکستان او امریکا په لاس کې ده او که دا دواړه هیوادونه وغواړي په افغانستان کې سوله راتلای شي.

ورته مطالب