د توکیو کنفرانس ژمنه شویو مرستو ارزونه

د انځور حقوق
Image caption په کابل کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي یان کوبیش وویل چې د توکیو په کنفرانس کې ژمنه شوې مرستې باید جدي ونیول شي.

افغان حکومت او د هغه نړیوالو ملاتړو په کابل کې د هغو نړیوالو ‌ژمنو پایلې وارزولې چې له افغانستان سره په توکیو کنفرانس کې نړیوالو کړې وې.

د توکیو د نړیوال کنفرانس ګډونوالو د ۲۰۱۲ کال په جولای کې له افغانستان سره ژمنه کړې وه چې شپاړس میلیارده ډالره به د افغانستان پر ناپوځي برخې او بنسټیزو چارو لګوي.

د افغانستان لپاره د توکیو د نړیوال کنفرانس ژمنې د ځلورو کالو لپاره وې یعنې د ۲۰۱۵ کال تر پایه مرسته شوې پیسې په پام کې نیول شوې وې.

هغه هېوادونه چې له افغانستان سره ډېرې مرستې کوی امریکا، جاپان، جرمني او برتانیا دي. دا رنګه د اروپایي ټولنې اوولس هېوادونه او کاناډا هم د توکیو په ناسته کې خپلې مالي مرستې له افغانستان سره په ډاګه کړې.

اوس چې له هغه مهاله یو نیم کال تېرېږي، د شاوخوا ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي په کابل کې جرګه شوي چې د دغو ژمنه شویو مرستو څرنګوالی وارزوي.

د توکیو د کنفرانس کوربه هیواد جاپان هم د دغو ناستو او ژمنو تر سره کول ارزښتناک بولي، په کابل کې د جاپان سفارت شارزدافیر مایومایده وایي چې له شپاړس ملیارده ژمنه شويو پیسو له ډلې شپږ ملیارده یې په عملي بڼه لګیدلی دي:

‎((له توکیو غونډې راهیسې نړیوالې ټولنې نژدې شپږ میلیارده ډالره مرسته کړې ده، وسمهال هم د لومړیتوبونو له پروګرام سره د همغږۍ په حال کې پر هغو پروژو کار کوو چې په بودیجه کې راغلې دي، سره له لاس ته راوړنو،اوس هم اړتیا ده چې ددغو مرستو ګټور اغیز ډیر کړل شي،د نړیوالې ټولنې ژمنه شوې مرستې د افغان حکومت له ورته کړنو سره تړلې دي. په ځانګړي ډول د اداري فساد ضد مبارزې، د بشر د حقونو د خوندي کولو،او د ښځو د حقونو د خوندیتابه په برخو کې باید ډیر کار وشي)).

۲۲ طرحې

افغان حکومت په بېلابېلو برخو کې ۲۲ نورې طرحې هم وړاندې کړې چې تر ډېره د روغتیا او کرنې په برخو کې وې، خو اوس پوښتنه دا ده چې له افغانستان سره شپږ ملیارده مرسته چېرته تللې او ایا دغو مرستو د افغانانو په ژوندانه کې بدلون راوستی؟

د انځور حقوق
Image caption د توکیو د نړیوال کنفرانس ګډونوالو د ۲۰۱۲ کال په جولای کې له افغانستان سره ژمنه کړې وه چې شپاړس ملیارده ډالره به د افغانستان پر ناپوځي برخې او بنسټیزو چارو لګوي.

د (( توکیو په اډانه کې د ځواب ورکولو )) په نامه ناسته کې د افغان حکومت د کابینې د غړو تر څنګ ولسمشریزو ټاکنو ته یوولسو ولاړو نوماندانو هم برخه لرله.

په کابل کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي یان کوبیش وویل چې د توکیو په کنفرانس کې ژمنه شوې مرستې باید جدي ونیول شي:

((هغه چې غواړي د افغانستان راتونکی ولسمشر شي، نن له موږ سره دلته دي، هیله ده چې تاسې د ولسمشرۍ نوماندان باید د توکیو مرستو ته ځواب ووینئ او له افغانستان سره د راتلونکو مرستو د ځواب ورکولو جوړښت تایید کړئ، په دې ګام سره به موږ ټول يو څرګند پیغام ولرو چې زموږ ګډون او مرستې به څه ډول وي، بله دا چې په هغه کې د افغانستان د خلکو ګټه ده .))

د توکیو له غونډې وروسته د څار او نظارت برخې د ۲۰۱۳ کال په جولای کې کابل کې ناسته لرله، په پام کې ده چې دغسې ورته غونډه د روان زیږدیز کال په پای کې جوړه شي، او په توکیو کې د ژمنه شویو مرستو د څرنګوالی جاج واخیستل شي.

ورته مطالب