طالبانو د بنديانو تبادلې لپاره امريکا سره خبرې کړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

رپوټونه وايي چې طالبانو له گوانټانامو زندانه د خپلو ملگرو د ايستلو پر سر له امريکا سره خبرې کړې دي.

په گوانټانامو زندان کې چې ولسمشر اوباما يې يو ځل بيا د تړلو ژمنه وکړه، گڼ افغانان هم ساتل شوي چې يو شمېريې فعال طالبان دي.

ويل کېږي چې طالبانو د خپلو ملگرو د آزادۍ په بدل کې امريکا ته د اسير امريکايي پوځي د پرېښودو وړانديز کړى دى.

زموږ همکار داود اعظمي چې په کيوبا کې د گوانتانامو ټاپو ته ورغلى، بي بي سي پښتو ټلوېزيون ته وويل "ځينې سرچينې وايي د زندانيانو د تبادلې په تړاو د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ د خبرو اترو لړې بيا پيل شوې. طالبان په گوانټانامو کې د خپلو پنځو زنداني ملگرو د خوشي کېدو په بدل کې دهغه يرغمل شوي امريکايي سرتيري د پرېښوولو وړانديز کړى چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهيسې د دوى په بند کې دى."

د امريکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د بنديانو د راکړې ورکړې پر سر خبرې تېرکال پيل شوې، خو په قطر کې د طالبانو د فتر له تړل کېدو سره دغه بهير هم په ټپه ودرېد.

داود اعظمي وايي د امريکا او طالبانو ترمنځ دغه تماسونه د قطر له لارې ټينگ شوي دي.

خو دا لا نه ده مالومه شوې چې په دغو خبرو اترو کې تر اوسه څومره پرمختگ شوى دى.

طالبانو بريدمل بووي برگډال په ٢٠٠٩ م کال کې د افغانستان په ختيځ کې ونيوۀ.

شا وخوا دوه اوونۍ وړاندې د بريدمن برگډال يوه ويډيو د طالبانو له لوري خپره شوه، چې ښوول يې نوموړى روغ او اوس هم د طالبانو په بند کې دى.

بل لوري ته د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په خپله کلنۍ اوږده وینا کې ژمنه وکړه، چې "۲۰۱۴ کال باید په بشپړه توګه د ګوانتانامو د زندان تړلو کال وي، خو دا کار باید افغانستان کې له جګړې پای ته رسېدو او له دغه هېواده زموږ د پوځيانو تر وتلو وروسته وشي."

هغه له کانګرسه وغوښتل، چې په دې برخه کې د دۀ لاس نیوی وکړي، ځکه چې پنځه کاله وړاندې یې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال هم د ګوانتانامو زندان د تړلو ژمنه کړې وه خو په کانگرس کې د مخالفتونو له امله په کې پاتې راغى.

ورته مطالب