''پوځي تاسيسات مه ورانوئ، موږ ته يې راکړئ''

د انځور حقوق Reuters
Image caption بهرني ځواکونه وايي ځينې تاسيسات له دې امله افغان لوري ته نه پرېږدي، چې د مخالفينو لاسونو ته ور نه شي

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په سلګونه پوځي اډو کې د هغو پوځي تاسیساتو او مهماتو ویجاړیدل او هغه بیا په تشو اوسپنو بدلول هغه لانجمنه مسله ده چې ښايي په روان کال کې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو ترمنځ راپورته شي.

په دغه هیواد کې له ۲۰۱۱ کاله را په دې خوا شاوخوا ۳۰۰ بهرنۍ پوځي اډې تړل شوي او د ميلیونونو ډالرو په ارزښت يې ټول پوځي مهمات ویجاړ کړي هم دي.

په تیرو ۱۲ کلونو کې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې لږترلږه ۸۰۰ پوځي اډې جوړې کړې وې چې افغان حکومت هغو ته د ارزښت ناک میراث په سترګه کتل.

په افغانستان کې د ميلیونونو ډالرو په ارزښت سلګونه پوځي اډې تخریب شوي او لا یې څو نورې اډې هم د ویجاړیدو له ګواښ سره مخامخې دي.

په دغو اډو کې د لترنیک امریکايي اډه هم راځي چې د هلمند په ولایت کې جوړه شوې، خو لا هم په رسمي بڼه نه ده پرانیستل شوې او په جوړولو یې ۳۴ ميلیونه ډالره لګښت شوی.

کله چې په ۲۰۱۱ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو نغمه وترنګیده، نه یوازې بهرنۍ پوځي اډې ورسره اغیزمنې شوې بلکې ډیر جګړه ییز مهمات او شوبلې یې هم په زړو اوسپنو بدلې کړې چې ښايی د افغان پوځ لپاره به اړینې وې.

په افغانستان کې د امریکې په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو نژدې ۱۳ کاله ووتل، د دغو ځواکونو د ویاند جنرال هینز فیلډمن په وینا په همدغه موده کې تر ۸۰۰ پوځي لویې او کوچنۍ اډې په ګرد افغانستان کې جوړې شوې.

خو پوښتنه دا ده چې د دغو اډو برخلیک څنګه شو؟ جنرال فیلډمن یې ځواب وايي: ''له ۲۰۱۱ کال راهیسې موږ ځینې اډې خپلو افغان ملګرو ته وسپارلې، خو د خپلو اډو یوه برخه مو وه هم تړله، په تیر کې مو ۴۹۰ اډې خپلو افغان ملګرو ته سپارلي او ۲۹۰ نورې مو تړلي دي''.

له دغو شمیرو ځینې داسې ښکاري د دغو پوځي اډو یو په دریمه برخه یې ویجاړې شوی دي، دا هغه څه دي چې ښايي افغان حکومت یې هیڅکله هم پر ودانولو او جوړولو و نه توانیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی وايي چې د ټولو نړول شوو اډو په اړه له دوی سره غوږ نه و جنګول شوی او څه چې شوي هغه پخپلسری ډول شوي دي:

''د ویجاړولو په برخه کې موږ داسې وایو چې د هرې اډې له ویجاړولو وړاندې باید موږ خبر شو، او یا دې په ټوله کې موږ ته راوسپارل شي، بیا به موږ پریکړه کوو چې دغه اډه موږ ته په کار ده او که نه؟''

پوښتنه دا ده چې په ریښتیا سره په دغه برخه کې له افغان غاړې پوښتنه نه کیږي؟ جنرال فلډمن یې بیا په اړه بل ډول ژبه کاروي، هغه وايي د هرې اډې د تړولو یا ساتلو وروستی پریکړه پخپله د افغانانو په لاس ده:

''موږ د خپلو افغان ملګرو سره ګډه ټولنه لرو چې د اډو د تړل کیدو جرګګۍ ورته وایي، موږ پخپلو کې سره غونډې کوو او پر دې غږیږو چې د دغو اډو ساتل ګټور دي؟ ایا د امنیت له ټینګولو سره مرسته کولای شي؟ او که نه باید دغه اډې وتړل شي، د دغو ټولو اډود تړلو یا ساتلو په برخه کې وروستی خبره افغان حکومت کوي، نو همدوی دي چې د اډو د تړلو او ساتلو په اړه پریکړه کوي''.

هغه کمېسيون چې په دې اړه جوړ شوی هم د ښاغلي عظیمي خبره تایدوي، د کمیسيون مشر امین الله حبیبي وايي چې د دغو اډو په تړاو وروستۍ پریکړه د ایساف په واک کې ده:

د انځور حقوق Darpa
Image caption ايساف وايي ځينې داسې تاسيسات شته چې ساتل يې لګښت او زده کړې ته اړتيا لري

پوښتنه دا ده چې ولې ایساف د خپلو اډو د تړلو پلوی کوي، جنرال فلډمن يې په اړه وايي:

''د دې لپاره چې ډاډمن شو باید ووایم د هرې اډې له تړلو مخکې د افغان حکومت له سیمه ییزو سره غونډه کوو، غواړو پوه شو چې د دغې یا هغې اډې تړل يا یې ساتل تر کومه بریده لازمي دي، موږ نه غواړو د خپلو افغان ملګرو پر اوږو درانه پیټي بار کړو، ځکه د هرې اډې ساتنه زیات لګښت ته هم اړتیا لري، د هغو له بریښنا نه نیولې بیا د امنیتي تدبیرونو نیول ډیر لګښت غواړي''.

هغه اډې چې ایساف په افغانستان کې ساتلي خورې ورې دي، تر دې مهاله هغه اډې چې افغانانو ته سپارل شوي تر ډیره په ناپوځي برخو کې کاریږي چې بیلګې یې په پنجشیر، بلخ او غزنی ولایتونو کې لیدل شوي دي.

د دفاع وزارت وايي تر وسه وسه دې هڅه وشي چې دغه اډې و نه نړول شي، د جنرال عظيمي په وینا دا ضروري نه ده چې یوازې افغان ځواکونه دې په دغو اډو کې خوندي شي، بلکې په خبره یې له هغو نه په ناپوځي برخو کې هم کار اخیستل کیدای شي:

''د دغو اډو ساتنه ډیره ارزښتناکه ده، په دې مانا چې د ځواکونو یوه برخه په کې ځای کېدای شي، د هغو د ساتلو لپاره باید پیسې ولګول شي، خو ډیر داسې هم پیښیږي چې همدغه اډې پر یوه ښه ښوونځي هم بدلې شي، د روغتون لپاره هم کاریدلای شي کله کله د امنیتي مسلو لپاره هم کاریدای شي، خو د نقشې له مخې دغه اډې باید ځانګړې شي''.

ایساف هم دا مني او وايي چې په ګډ کمیسون کې پر ټولو خواوو خبرې اترې کیږي، ښایي داسې وانګیرل شي چې د دغو اډو د ویجاړولو لپاره به اړتیا نه لیدل کیږي؟ خو خبره داسې نه ده، همدا اوس چې له ۳۰۰ زیاتې اډې ویجاړې شوي دلیل یې څه وو، ښاغلی حبیبي وايي یوازنی دلیل یې د ایساف سره هغه اندیښنې دي چې پر دغو اډو د دولت مخالفه وسله واله ډله واکمنه نه شي.

هغه اډې چې افغان لوري ته سپارل شوي په هغو کې لویې او وړې اډې شته، که څه هم چې ایساف چارواکی په ټوله کې د ویجاړو شویو اډو د ارزښت په اړه مالومات نه شریکوی، خو هره اډه چې ویجاړیږي نو زیاتې پیسې ورسره د خاورو د ډیریو لاندې کیږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption بهرني ځواکونه وايي يو شمېر پوځي اډې يې افغان ځواکونو ته سپارلي دي

د دغو اډو ویجاړیدنه هم ځانته کیسه لري ښاغلی حبیبي وايي د دغو اډو د ویجاړولو تړون د هغو خلکو سره لاسلیک کیږي چې پیسې، وسایل او نور امکانات بلې غاړې ته وسپاري.

د ۲۰۱۴ کال تر پایه باید د پاتې کیدونکو اډو برخلیک هم جوت شي، دا مهال د ۵۰ نه نیولې بیا تر سلو پورې لویې اډې پاتې دي چې د جنرال فیلډمن په وینا په اړه یې خبرې اترې روانې دي.

''اوسمهال موږ په هغه پړاو کې یو چې د سترو اډو په اړه خبرې سره وکړو، د دغو اډو شمیر له ۱۰۰ لږ څه کم دی، خبرې پر دې کیږی چې کومې اډې د تړلو او کومې يې د ساتلو دي، له بله پلوه موږ په تمه یو چې زموږه سیاسي مشران د راتلونکي ماموریت په اړه څه وايي، نو له هغې وروسته به موږ پوه شو چې په کوم شمیر کې دغو اډو ته اړتیا شته''.

هماغسې چې د ایساف ویاند وویل د دغو اډو برخلیک تر ډیره د امنیتی تړون د لاسلیک کیدو سره تړلی دی، خو دغه داستان نورې برخې هم لري.

هغه د هغو پوځي مهماتو په اړه دی چې بهرنیو ځواکونو له ځانه سره افغانستان ته راوړي دي، کله چې په ۲۰۱۱ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو خبره د ژبو په سر شوه، نو د نړیوال ایتلاف ګڼو هیوادونو د خپلو ځواکونو د ایستلو او ورسره ورسره د خپلو مهاماتو د ایستلو خبره راپورته کړه.

خو هغه شان چې د دغو اډو د برخلیک ټاکلو پر سر جوړ شوی کمیسيون وايي د دغو مهماتو برخلیک هم ښايي ډیر ناروښانه او تریخ وي.

ښاغلی حبیبي وايي هغه شوبلې او زغره وال ګاډي چې ميلیونونه ډالره ارزښت لري ښايي په زړو اوسپنو بدل شي او یا هم د کباړو په هټیو کې پلور ته وړاندې شي.

دغه موضوع ښايي افغانانو ته هماغومره ګرانه پریوځي لکه د پوځي اډو مسله، ښايي هغوی سره دا پوښتنه راولاړه شي چې ولې دغه څه د افغان پوځ په واک کې نه ورکړل کیږي ؟ د ایساف ویاند یې په اړه وايي:

''خبره یوازې د تجهیزاتو په برابرولو کې نه ده، کله چې تاسو تجهیزات سپارئ باید ډاډمن شئ چې په دې برخه کې زده کړې په سمه توګه شوي او د دغو تجهیزاتو نه سمه پالنه کیږي او یا سم کارول کیږي نو خبره یوازې د یو څه په ورکړه کې نه ده، بلکې خبره د زده کړې او پالنې هم ده او هغه څه چې موږ یې غوښتنه کوو دا دي چې زموږ ملګري وتوانیږي په راتلونکې کې دغه څه سم وساتي''.

خو افغان لوري ته دغه دلیل د منلو نه دی. جنرال عظیمي وایي دغه تجهیزات د اړتیا له مخې افغانستان ته راوړل شوي وو، او اوس چې بهرنیان وځي ضروري نه ده چې دا دې یا له ځانه سره یوسي او یا دې هغه ویجاړ کړي:

''موږ په لومړي سر کې د ناټو په سیستم بلد نه وو مانا دا چې زموږ هر څه په شرقي ډول وو. له دغو تجهیزاتو سره چې اوس مو په اختیار کې دي هم بلد نه وو. د افغانستان هیله له نورو هیوادونو دا ده چې د دغو وسایلو لپاره دوی هومره پیسې لګوي څومره یې چې بیه کیږي، نو ښه دا ده چې دغه څه افغانستان ته وسپارل شي. افغان پوځ هم په ټوله کې د دغو ځواکونو سره متحد پوځ دی، که دوی وايي چې د دغو وسایلو د کارولو لپاره وخت ته اړتیا شته نو څومره وخت یوه اوونۍ، یوه میاشت ، دوه میاشتې بلاخره څومره موده''؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption په افغانستان کې د بهرنيانو سلګونه لويې او کوچنۍ پوځي اډې دي، چې افغان حکومت يې د غوښتنلو هيله لري

خو جنرال فیلډ من وایی دا یوازې ایساف نه دی چې په ځانته سر پریکړه وکړي، په نړیوال ایتلاف کې ټول غړي هیوادونه چې دغه وسایل یې افغانستان ته راوړي ځانګړي سیاستونه لري:

''موږ د هر هیواد د ملي مسولیتونو پر بنسټ په افغانستان کې اډې جوړې کړي په افغانستان کې د ټولو میشتو ۴۸ هیوادونو بیلابیل قوانین دي، هغوی د خپلو وسایلو په اړه هم بیلابیل قوانین کاروي، نو دا د دغو هیوادونو مسولیت دی چې خپل وسایل دلته پریږدي او که له ځانه سره یې لیږدوي''.

که څه هم چې د ایساف دغه ویاند وايي چې تر ډیره هغه شوبلې او زغره وال ګاډي چې ضرور وو افغان ځواکونو ته سپارل شوي وای چې بیه یې شاوخوا ۸۰ ميلیونه ډالره کیږي، خو بیا هم دغه پوښتنه راپورته کیږي چې دغه څه چې نړیوالو ځواکونو افغانستان ته راوړی وو دا د نړیوالې ټولنې مرستې وې او که د ایتلاف د غړو هیوادونو له ځانګړو بودجو یوه برخه؟ جنرال فیلډمن یې په اړه ځواب وايي:

''په عادي توګه کله چې عملیات روان وي دغه څه د هغه هیواد له بودجې نه ورکول کیږي، نو دغه پیسې د نړیوالو مرستو سره کوم تړاو نه لري''.

هغه مهال چې له افغانستانه سرې لښکرې په وتو وې هلته که څه هم چې افغان پوځ د روسي تجهیزاتو سره پوره، پوره بلدتیا لرله، خو بیا یې هم هغه ارزښتناک وسایل له ځانه سره ولیږدول چې افغان ځواکونو ورسره اشنایي نه لرله، د پوځ یو پخوانی افسر نیک محمد کابلی.

دا مهال افغان حکومت د هغو ۵۰ سترو پوځي اډو په تمه شپې سبا کوي چې لا یې هم په اړه ډیر مالومات نه شته.

ایساف چارواکي وايي چې د دغو اډو غوښنه برخه به د افغان ځواکونو روزنې ته بیله کړي، خو د نورو په اړه یې اټکلونه دا دي چې ښايي افغان دولت ته وسپارل شي.

ورته مطالب