'امریکا افغانستان کې د نظر پوښتنو لګښت نه ورکوي'

Image caption ولسمشر حامد کرزی امریکا د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې په لاسوهنې تورنوي او په راتلونکو ټاکنو کې یې د هر راز لاسوهنې په اړه خبرداری ورکړی دی.

د رویټرز خبري اژانس لیکلي د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو د نورو نظر پوښتنو لګښت نه ورکوي.

په هغې نظر پوښتنې کې چې تېر دسمبر په افغانستان کې ترسره شوه امریکا پکې تورونه شوې وه چې د هغو په پایلو کې یې لاسوهنه کړې.

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي د هر ډول قضاوت د مخنیوي لپاره یې دا کار کړی دی.

له کابله خوشحال تایب په خپل راپور کې کاږي، چې د انټرنېشنل دیموکراسي سازمان چې د امریکا له خوا یې ملاتړ کېږي او د څو نورو ټولنو له خوا چې ټاکل شوې وه، دافغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه نظرپوښتنې وکړي ویلي چې امریکا د دغه راز نظر پوښتنو د لګښت له ورکولو ډډه کړې ده.

کابل کې د امریکا سفارت هم دغه خبر تاییدوي. د دغه سفارت ویاند ویلي د ټاکنو د یو شمېر چارواکو او د نوماندانو د پلویانو څرګندونې ښيي چې وروستۍ نظر پوښتنې یو اړخیزې وې.

دغه چارواکي د نظرپوښتنو په پایلو کې د امریکا لاسوهنه رد کړې او وايي د دغه راز ګنګوسو د مخنیوي په موخه یې تصمیم نیولی چې د افغانستان د ټاکنو په تړاو د امریکا په لګښت له نورو نظر پوښتنو ډده وکړي.

په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستنان د ټاکنو په اړه څلور نظر پوښتنې ترسره شوي چې یوه یې د انټرنېشنل دیموکراسي سازمان له خوا وه.

د دغه سازمان د چارواکو په وینا په پام کې و، چې د ټاکنو تر سره کېدو پورې دوه نورې نظر پوښتنې هم ترسره کړي.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي ویلي ښايي واشنګټن د دا شان نظر غوښتنو په ترسره کولو سره غواړي د اپریل میاشتې په ټاکنو کې مداخله وکړي.

د نورو نظر پوښتنو لګښت په داسې حال کې لغو شوی چې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک د ځنډولو له امله د دواړو خوا ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

ولسمشر کرزی امریکا د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې په لاسوهنې تورنوي او په راتلونکو ټاکنو کې یې د هر راز لاسوهنې په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګیتس د یادښتونو کتاب چې نوی چاپ شوی، هم پر امریکا د ښاغلي کرزي تورونه تاییدوي.

ورته مطالب