سپنتا: دسولې لپاره د پاکستاني پوځ همکاري غواړو

د انځور حقوق
Image caption ښاغلي سپنتا د پاکستان له پوځه وغوښتل چې د افغانستان په وړاندې دې خپله تګلاره سمه کړي.

افغان حکومت د پاکستاني چارواکو د هغو څرګندونو پر وړاندې کلک غبرګون ښوولی چې پکې ویل شوي په افغانستان کې دې تر هغه د سولې بهیر وځنډول شي چې نوی ولسمشر او حکومت رامنځ ته شي.

د ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلا کار رنګین دادفر سپنتا ویلي، داسې نه شي کېدای چې په افغانستان کې دې جګړه روانه وي او پاکستان دې له طالبانو سره د سولې خبرې کوي.

نوموړي وویل، د پاکستاني حکومت پر نیت شک نه لري، خو وايي د پاکستان پوځ دې د افغانستان پر وړاندې تګلاره سمه کړي.

ښاغلي سپنتا د پاکستان له پوځه وغوښتل چې د افغانستان په وړاندې دې خپله تګلاره سمه کړي:

' د پاکستان حکومت هغه اعلان ته منتظر یو، چې ووايي، د پاکستان لپاره سوله د افغانستان لپاره سوله ده او دواړو هېوادونو کې د سولې لپاره له موږ سره کلکه همکاري وکړي. افغانستان حاضر دی، پاکستان کې د سولې لړ کې خپل سهم ادا کړي او موږ منتظر یو، چې پاکستان هم همداسې وکړي.'

رنګین دادفر سپنتا وویل، موږ په دواړو هېوادونو کې د سولې غوښتونکي یو او که پاکستان له طالبانو سره روغې ته رسېږي، نو موږ فکر کوو، دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي، خو وايي داسې نه کېږي، چې یوه هېواد کې د سولې هلې ځلې پایله لري او په بل هغه کې د پاکستان لپاره د یوه دوست او ملګري حکومت لپاره وځنډولې شي.

نوموړی وايي، له همدې کبله تمه کوو، چې پاکستان ووايي، چې افغانستان کې سوله پاکستان کې د سولې په معانا ده.

د ښاغلي سپنتا په وینا د پاکستاني لومړي وزیر نوازشریف پر نیت کوم شک او شبه نه لري، خو د نوموړي په خبره وايي د پاکستان پوځ یې مخاطب دی او پر هغو غږ کوي، چې د دواړو هېوادونو او سیمې د سولې او ثبات لپاره د همکاري وکړي.

ورته مطالب