د ولسمشرۍ د نوماندانو مرستیالان څوک دي؟

د افغانستان د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شمېر ۱۱ کسانو ته رسېږي، چې هر یو یې دوه مرستیالان لري. د مرستیالانو په دې ۲۲ کسیزه ډله کې دوې مېرمنې دي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر مرستیال باید د افغانستان تابیعت ولري، مسلمان وي او مور او پلار یې هم افغانان وي. د بل هېواد تابعیت ونه لري، څلوېښت کلن وي او د محکمې له خوا په بشري جرمونو او جنایت تورن نه وي یا له مدني حقونو په محرومیت محکوم شوی نه وي.

د اشرف غني احمدزي مرستیالان

عبدالرشید دوستم، لومړی مرستیال

د انځور حقوق
Image caption دوستم د ملي اسلامي جنبش مشر دی.

عبدالرشید دوستم د افغانستان د ملي اسلامي جنبش بنسټګر دی، چې د افغانستان په سیاسي ډګر کې یوه لانجمنه څېره ده.

هغه افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له حضور راهیسې پوځي برخه کې فعال و، چې د شنونکو په وینا، له خپلو مخالفو ډلو سره ډېر تېز تللی دی.

د ۱۹۹۰ کال په نیمايي کې د دوست په مشرۍ اورپکو کابل کې حضور درلود.

دوستم په ۱۹۵۲ کال د جوزجان ولایت خواجه دوکوه سیمه کې پیدا شوی.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال د افغانستان په شمال کې د معدنو د ګاز اتحادیه کې له مشرۍ بیا د وسله والو اوزبکانو تر مشرۍ ورسېد، چې د وخت د کمونیستي حکومت په ملاتړ جنګېده.

د ۱۹۸۰ کال تر نیمايي پورې هغه یو پوځي قومندان و، چې د شل زرو اورپکو مشري یې کوله او د افغانستان په شمالي ولتونو کې یې ځینې سیمې تر لاس لاندې وې.

دوستم د نجیب الله د حکومت پرمهال د هغه د حکومتي خدمتونو له کبله ځینې حکومتي مډالونه هم ترلاسه کړل.

د نجیب الله د حکومت په ورستیو کې (۱۹۹۲) د دوستم نظر او لوری بدل شو او له مجاهدینو سره یې همکاري پیل کړه.

هغه د مجاهدینو د واکمنۍ تر ختمېدا وروسته، لنډه موده د برهان الدین رباني د لنډې مودې له حکومت سره یوځای شو.

خو له حکومت سره یې تر اختلاف پیدا کېدو وروسته، له عبدالعلي مزاري او ګلبدین حکمتیار سره خوله خوږه کړه، او د رباني د حکومت پرضد یې د خپلې ټوپک خوله راواړوله، او د همغږۍ یوه شورا یې جوړه کړه.

جنرال دوستم بیا وروسته د افغانستان شمال کې خپلې پښې ټینګې کړې او شپږ ولایتونه یې، چې د وګړو شمېر یې نژدې پنځه میلیونه کېږي، تر خپل کنټرول لاندې راوستل.

هغه د خپل واک په اوج کې (۱۹۹۷) د افغانستان له شمال څخه یو جلا حکومت جوړ کړی و، همدا وو چې ملاتړ یې (دوستم پاچا) باله.

خو د دوستم پاچاهي په ۱۹۹۸ کال وروسته تر هغه ړنګه شوه، چې طالبانو د هېواد نژدې ۹۵ سلنه خاوره ونیوله او د شمال له ګڼو برخو یې د دوستم ټغر ورټول کړ. همدا وو چې د طالبانو له خوا د مزار شریف تر ښار نیول کېدا وروسته دوستم ترکیې ته پناه یووړه.

خو دوستم څه موده وروسته له طالبانو سره د جګړې لپاره بېرته افغانستان ته ستون شو، او د طالبانو له سرسخته مخالف احمد شاه مسعود سره یې وکتل.

همدا وو چې دواړو په یوه هڅه د طالبانو ضد جګړه پیل کړه او پای کې یې د مزار شریف ښار له طالبانو ونیو.

دوستم په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژیم د ړنګېډا پرمهال له امریکايي ځواکونو سره همکاري وکړه. خو د نوي حکومت تر جوړېدا وروسته دوستم د لوړې پوځي شورا مشر او شمال کې د حامد کرزي استازی شو. بیا هغه د دفاع وزارت مرستیال وټاکل شو.

هغه د ۲۰۰۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شو، خو بریالی نه شو.

دوستم د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د افغانستان د وسله وال ځواک د لوی درستیز په توګه وټاکل شو.

هغه په ۲۰۱۳ کال، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان تېرو جګړو کې د ښکېلتیا له اړخه بښنه وغوښته او کورنیو جګړو کې یې له ټولو ښېکلو مشرانو وغوښتل چې بښنې وغواړي.

سرور دانش، دویم مرستیال

Image caption سرور دانش د کرزي د کابینې غړی و.

سرور داشن د اشرف غني احمدزي دویم مرستیال دی، چې په ۱۳۴۰ کال دایکنډي ولایت کې زیږېدلی.

هغه لوړې زده کړې عراق، سوریه او ایران کې بشپړې کړې دي.

هغه په حقوقو، ثقافت او اسلامي معارف کې لیسانس لري.

نوموړی پر افغانستان د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د یرغل پرمهال د افغانستان د نصر سازمان او د وحدت حزب فعال غړی و.

ښاغلی دانش له ۱۳۸۳ کال راهیسې په ځینو پوهنتونونو کې استاد تېر شوی.

ویل کېږي، چې نوموړي ځینې کتابونه لیکلي او ژباړلي دي.

ښاغلی دانش د طالبانو تر سقوط وروسته د دایکندي والي، د عدلیې وزیر او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پاتې شوی دی.

د قطب الدین هلال مرستیالان

عنایت الله عنایت، لومړی مرستیال

Image caption قطب الدین هلال له دواړو مرستیالانو سره

عنایت الله عنایت په ۱۳۲۵ کال د فاریاب ولایت میمنې ښار کې زیږېدلی.‌

لیسانس یې د کابل پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو کې ترلاسه کړی.‌

نوموړي له ۱۳۴۷ کال راهیسې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال،‌ د افغانستان محکمو کې د قاضي په توګه دنده پیل کړې ده.‌

ښاغلي عنایت په ۱۳۶۴ کال په بېلابېلو محکمو کې کار کړی او په وروستیو څلورو کلونو کې یې د افغانستان د سترې محکمې د جزايي دېوان غړیتوب درلود.‌

د طالبانو له سقوط وروسته نوموړي په لویه جرګه کې ګډون کړی،‌ او درې کاله د فاریاب د والي په توګه پاتې شوی دی.‌

بیا وروسته،‌ ښاغلی عنایت د بادغیس والي او تر هغه وروسته د ولسمشر د ځانګړي مشورتي بورډ غړی هم پاتې شوی.‌

ښاغلی عنایت نژدې درې کاله د سمنګان والي هم پاتې شوی.‌

هغه په وروستیو کلونو کې استرالیا کې د انګلیسي ژبې زده کړه کړې ده او امریکا کې ی هم د حقوقو زده کړه مخ ته وړې.

محمد علي نبي زاده، دویم مرستیال

محمد علي نبي زاده په ۴۸ کال کې زیږېدلی.‌ هغه د غزني ولایت د جاغوریو ولسوالۍ اوسېدونکی دی.‌

نبي زاده له ایرانه په طب کې لیسانس لري او د کابل پوهنتون سیاسي علوم یې لوستي.‌

هغه پاکستان او افغانستان کې د ننه د ډاکټر په توګه دنده مخ ته وړې ده.

نوموړی له ۱۳۷۰ تر ۱۳۸۰ کال پورې د بهرنیو اړیکو مسؤول او غزني کې د پخوانیو مجاهدینو د مرکزي قوماندې ویاند پاتې شوی.‌

محمد علي نبي زاده په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني احمدزي دویم مرستیال و.‌

د عبد رب الرسول سیاف مرستیالان

اسمعیل خان،‌ لومړی مرستیال

Image caption د اسمعیل خان پلویان هغه د "امیر" په توګه یادوي.‌

اسمعیل خان د افغانستان د پخوانیو مجاهدینو یوه مشهوره څېره ده،‌‌ چې تر ډېره د افغانستان په خپل پلرني لوېديځ هرات ولایت کې ډېر نفوذ لري.‌

د اسمعیل خان پلویان هغه د "امیر" په توګه یادوي.‌

اسمعیل خان په ۱۹۴۶ کال د هرات ولایت شینډنډ‌ ولسوالۍ کې زیږېدلی،‌ ښوونځی یې هرات ښار کې پای ته رسولی دی.‌

بیا وروسته د کابل حربي پوهنتون ته شامل شوی، او لوړې زده کړې یې ددغه پوهنتون په توپچي برخه کې سرته رسولې دي.‌

اسمعیل خان څلور اولاده لري، چې دوه یې زامن او دوې لوڼې دي،‌ د اسمعیل خان یو زوی میرویس صادق،‌‌ د هغه وخت د هوايي چلند وزیر هرات کې د خپل پلار د مخالفانو له لوري په یوه نښته کې وژل شوی.‌

د سیاف دغه لومړي مرستیال تر پوځي زده کړو وروسته د هرات اوولسمې فرقې مشري کړې ده.‌

خو څو میاشتې وروسته پر افغانستان د پخواني شووي اتحاد د سرو پوځیانو تر یرغل وروسته (۱۹۷۹) له هغوی سره وسله والې مبارزې ته وردانګلي دي.‌

هغه بیا وروسته پر یوه جهادي قومندان بدل شوی،‌ چې د شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو (یوې لسیزې) پورې ورسره جنګېدلی دی.‌

اسمعیل خان د شورویانو له وتلو وروسته د هرات ښار کنټرول په لاس کې واخیست.‌

خو پر هرات د طالبانو تر جګړې وروسته دغه ولایت د طالبانو لاس ته ولوېد او اسمعیل خان هرات ته وتښتېد.‌

اسمعیل خان نژدې څلور میاشتې وروسته،‌ له ایرانه افغانستان ته ستون شو او په لوېديځ‌ بادغیس ولایت کې یې د طالبانو پر ضد وسلې ته لاس کړ.‌

پر همدې وخت کې کله چې اسمعیل خان د فراه ولایت غورماچ ولسوالۍ کې و،‌ د طالبانو ونیو او شپږ کاله د طالبانو په بند کې پاتې شو.‌

په دې موده کې د طالبانو مخالف قومندان احمد شاه مسعود د اسمعیل خان د خوشي کېدو لپاره ډېرې هڅې وکړې،‌ خو طالبان د هغه د خوشي کولو مقابل کې هېڅ‌راز معاملې ته حاضر نه شول.‌

بیا افغانستان کې د طالبانو د تحریک مخ پر ځوړ کېدو سره،‌ اسمعیل خان د طالبانو د ځینو غړو په همکارۍ د کندهار له زندانه په تېښته بریالی شو.‌

اسمعیل خان په توره شپه د طالبانو له اسارته خوشی شو او د هلمند ولایت له لارې یې بېرته ایران ته پښې سپکې کړې.‌

هغه ایران کې بیا هم ټېک ونه کړ او بېرته غور ولایت ته ستون شو،‌ او د طالبانو ضد له یوې جبهې سره یوځای شو،‌ او د طالبانو د تحریک د سقوط‌ تر ورځې له دوی سره وجنګېده.‌

اسمعیل خان د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت تر جوړېدا وروسته،‌ بېرته د هرات والي وټاکل شو او تر ډېره یې د دغه ولایت بیارغولو ته پام وکړ.‌

کله چې اسمعیل خان د هرات له ولایته لیرې او کابل ته د حامد کرزي د حکومت له خوا وغوښتل شو،‌ هرات کې د دې کړنې پرضد پراخې نیوکې او ګډوډۍ پیل شوې،‌ چې ان څو کسان هم په کې ووژل شول.‌

ښاغلي کرزي د هرات ولایت په مقابل کې اسمعیل خان د اوبو او انرژۍ وزیر وټاکه،‌ چې د راروانو ټاکنو تر نوملیکنې پورې پر همدې دنده پاتې شو.‌

عبدالوهاب عرفان، دویم مرستیال

د انځور حقوق meheran.af
Image caption عبدالوهاب عرفان تر استعفا مخکې د مشرانو جرګې د اقتصادي،‌مالي او بودیجوي کمیسیون مشري کوله.‌

عبدالوهاب عرفان د عبد رب الرسول سیاف دویم مرستیال دی.‌

هغه په ۱۳۴۸ کال کې د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ کې زیږېدلی.‌

ښاغلی عرفان په دیني علومو کې لیسانس لري.‌ هغه دوولس کاله د عبدالرحمن بن عوف دارالعلوم کې د ښوونکي او مدیر په توګه کار کړی.‌

نوموړی د ولسمشرۍ د دغه کاندید تر دویم مرستیال کېدو پورې له تخار ولایته د افغانستان د مشرانو جرګې سناتور و.‌

عبدالوهاب عرفان تر استعفا مخکې د مشرانو جرګې د اقتصادي،‌مالي او بودیجوي کمیسیون مشري کوله.‌

د ګل اغا شیرزي مرستیالان

سید حسین عالمي بلخي، لومړی مرستیال

Image caption عالمي بلخي د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند تر جوړېدا وروسته د دغه ګوند د مرکزي شورا غړی هم پاتې شوی.‌

سید حسین عالمي بلخي په ۱۳۳۵ کال بلخ ولایت کې زیږېدلی.‌

هغه ایران کې فقه او اسلامي معارف لوستی چې دوکتورا په کې لري.

نوموړي شپږ کتابونه چاپ کړي دي.

بلخي په ۱۳۵۹ کال د افغانستان د ننه "د اسلام د فدایانو سازمان" بنسټ‌ اېښی او دوه کاله وروسته یې "د افغانستان د اسلامي انقلاب متحده جبهه" ګوند جوړ کړی.‌

هغه په۱۳۴۴ کال له نورو سیاسي کړیو سره یوځای د د افغانستان د اسلامي ایتلاف شورا جوړه کړې ده،‌ دی یې خپله مشر شوی.‌

عالمي بلخي د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند تر جوړېدا وروسته د دغه ګوند د مرکزي شورا غړی هم پاتې شوی.‌

هغه له ۱۳۷۴ کال راهیسې د طالبانو د واکمنۍ تر پیلېدو پورې د سوداګرۍ د وزیر په توګه دنده هم مخته وړې ده.‌

نوموړی د ۱۳۸۳ ولسمشریزو ټاکنو کې د یونس قانوني مرستیال هم و.‌

بلخي په ۱۳۸۴ کال له کابله ولسي جرګې ته لاره پیدا کړه.‌

د ۱۳۸۹ کال ټاکنو کې له کابله د ولسي جرګې غړی شو،‌ خو د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د ګل اغا شیرزي لومړی مرستیال وټاکل شو او له خپل وکالت یې استعفا وکړه.‌

محمد هاشم زارع،‌ دویم مرستیال

Image caption هاشم زارع د جوزجان والي هم پاتې شوی.

محمد هاشم زارع د کابل پوهنتون ادبیاتو کې لیسانس لري.

هغه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د جګړې پرمهال د اسلامي ملي نجات جبهې فعال غړی و.‌

نوموړی د محمد داود خان د حکومت پرمهال د سوداګرۍ وزارت د نرخونو مدیر و.‌

په اوسني حکومت کې د ولسمشر د قبایلو او قومونو چارو کې سلاکار هم پاتې شوی.‌

ښاغلی زارع یوڅه موده د شمالي جوزجان ولایت والي هم پاتې شوی.‌

د عبدالله عبدالله مرستیالان

محمد خان،‌ لومړی مرستیال

Image caption محمد خان د اسلامي ګوند غړی دی.

محمد خان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله لومړی مرستیال دی.‌ نوموړی په ۱۳۳۰ کال غزني ولایت کې زیږېدلی.

هغه لومړنی ښوونځی د غزني قره باغ ولسوالۍ جامرات مدرسه کې لوستی او ثانوي زده کړې یې د دې ولسوالۍ سلطان محمود مدرسته کې بشپړې کړې او بیا د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار دارالمعلمین ته شامل شوی.‌

هغه په ۱۳۵۰ کال د کابل پوهنتون انجینرۍ پوهنځي ته لاره موندلې او په ۱۳۵۵ کال د انجینرۍ له پوهنځي فارغ شوی او بیا وروسته یې د کابل برېښنا ریاست کې دنده مخته وړې ده.‌

محمد خان د کمونیستي حکومت تر ړنګېدا یو کال وروسته، په ۱۳۵۸ کال د هلمند ګرشک ولسوالۍ یوې فابریکې ته لېږدېدلی او د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال تر سرطان/چنګاښ میاشتې یې هلته کار کړی او بیا له مجاهدینو سره یوځای شوی.‌

نوموړی د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له خوا کابل ښار کې د جهادي مسؤول په توګه ټاکل شوی و،‌ چې ۱۸ میاشتې وروسته پاکستان ته کډوال شوی او د بلوچستان کوټه او پېښور ښارونو کې اوسېدلی دی.‌

محمد خان پاکستان کې د اوسېدو پرمهال د کډوالو مسؤول هم پاتې شوی او د اسلامي ګوند د استخباراتو د برخې مرستیال هم و.‌

هغه په ۱۳۷۱ کال د مجاهدینو تر بریا وروسته د ولسمشر له دویم مرستیال محمد کریم خلیلي سره د مالیې وزارت د کمیسیون غړی هم پاتې شوی.‌

د طالبانو تر واکمنېدا وروسته،‌ محمد خان له سیاسي فعالیتونو ځان لیرې ساتلی،‌ خو په ۲۰۰۱ کال د طالبانو له رژیم ړنګېدو وروسته نوموړی له غزني ولایته ولسي جرګې ته د استازي په توګه کامیاب شوی.‌

د ولسي جرګې مخکنیو دوو دورو کې محمد خان د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون مشر و،‌ او په تېره دوره کې یې هم له کابله ځان کاندید کړی و،‌ خو جرګې ته یې بیا لار ونه مونده.‌

د محمد خان کورنۍ په تېرو کلونو کې له طالبانو سره ښه اړیکي نه لرل،‌ همدا وو چې ورور یې نقیب الله د کورنۍ له ځینو غړو سره د طالبانو له خوا ووژل شول.‌

محمد محقق، دویم مرستیال

Image caption محقق درې ودونه کړي،‌ چې اوولس زامن او لوڼې لري.

محمد محقق د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال جنګېدلی او بیا وروسته د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هغوی سرسخته دښمن هم پاتې شوی.

محقق په ۱۳۳۴ کال د بلخ ولیات چارکنت ولسوالۍ کې زیږېدلی.‌

افغانستان کې یې تر لومړنیو زده کړو وروسته،‌ د ایران قم ښار ته مخه کړې او هلته یې تر یوه حده اسلامي علوم زده کړي.

محقق درې ودونه کړي،‌ چې اوولس زامن او لوڼې لري.

نوموړی په ۱۹۹۲ کال د عبدالعلي مزاري په مشرۍ د وحدت ګوند د ولایتي شورا مشر ټاکل شوی و.‌

هغه په شمالي ولایتونو کې د دوستم د پوځي شورا غړی هم پاتې شوی.‌

محقق د افغانستان کورنیو جګړو کې ډېر ښکېل پاتې شوی.‌

افغانستان کې د طالبانو د تحریک له خوا د هېواد د زیاترو سیمو تر نیول کېدا پورې محقق له دغې ډلې سره تر مرګه جنګېدلی.‌

د هغه په اړه ویل کېږي،‌ چې له طالبانو سره د جګړې په کلونو کې له افغانستانه نه دی وتلی،‌ خو مخالفان یې وايي،‌ چې تل د ایران له خوا یې مالي او نور ملاتړ شوی دی.

کله چې طالبانو د افغانستان نژدې ۹۵ سلنه خاوره ونیوله،‌ محقق له خپلو جګړه مارو اورپکو سره د سمنګان صوف دره او د بامیانو ولایت یکاولنګ او پنجاب ولسوالیو کې له طالبانو سره ټینګ مقاومت کړی دی.‌

د ۲۰۰۱ کال وروستیو کې د طالبانو تر سقوط ‌وروسته د جرمني بن ښار کې تر کنفرانس جوړېدو وروسته محقق د لنډمهالي حکومت د ولسمشر د مرستیال په توګه ټاکل شوی و.‌

هغه د حامد کرزي په مشرۍ په لنډمهالي حکومت کې د پلان وزیر و،‌ او په ۲۰۰۴ کال کې تر لومړیو ولسمشریزو ټاکنو پورې پر همدې دنده پاتې شوی.‌

محقق په ۲۰۰۵ کال پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړ او ولسي جرګې ته کامیاب شو.‌

د محمد داود سلطان زوی مرستیالان

فرید احمد فضلي، لومړی مرستیال

Image caption فضلي له ۱۳۸۱ کال راهیسې د معادنو، تېلو او ګازو کارپوه پاتې شوی.

فرید احمد فضلي په ۱۳۴۶ کال د افغانستان شمالي کندوز ولایت کې زیږېدلی.

هغه د معادنو استخراج کې لیسانس لري.

نوموړي له ۱۳۷۷ تر ۱۳۸۰ کال پورې شخصي تجارت کړی.

له ۱۳۸۱ کال راهیسې د معادنو، تېلو او ګازو کارپوه پاتې شوی.

هغه درې کاله د کانونو وزارت د تېلو او ګازو ریاست مرستیال پاتې شوی.

کاظمیه محقق، دویم مرستیال

Image caption محقق د یوه کال لپاره د افغانستا د ښوونځیو د تدریسي کتابونو د تالیف پروژه کې هم کار کړی.

کاظمیه محقق په ۱۳۵۲ کال زیږېدلې، او اصلي ځای یې میدان وردګ ولایت دی.

محقق له ایرانه په سیاسي علومو کې لیسانس لري. اوس نوموړې په نړیوالو اړیکو کې دوکتورا لولي.

کاظمیه محقق په ۱۳۵۸ کال ایران ته کډواله شوې ده.

هغې د ۱۳۶۹ او ۱۳۷۴ کلونو ترمنځ موده کې ایران کې د افغان مېرمنو لپاره د کوثر په نامه یو کلتوري بنسټ چلولی.

بیا افغانستان ته ستنه شوې او په ځینو ناحکومتي مؤسسو کې یې کار کړی.

محقق د یوه کال لپاره د افغانستا د ښوونځیو د تدریسي کتابونو د تالیف پروژه کې هم کار کړی.

له ۱۲۸۷ کال راهیسې یې د افغانستان په ځینو خصوصي پوهنتونو کې تدریس کړی.

د عبدالرحیم وردګ مرستیالان

شاه عبدالاحد افضلي، لومړی مرستیال

Image caption افضلي د دوو کلونو لپاره د کورنیو چارو وزارت کې هم دنده مخته وړې او بیا د غور والي ټاکل شوی.

شاه عبدالاحد افضلي په ۱۳۳۲ کال بدخشان ولایت کې زیږېدلی دی.

ښوونځی یې بشپړ کړی او د ۱۳۵۰ تر ۱۳۵۸ کال پورې د بدخشان ولایت پر ځینو حکومتي پوستونو پاتې شوی.

هغه په ۱۳۸۱ کال لویه اضطراري جرګه کې د بدخشان ولایت د استازي په توګه ګډون کړی او بیا د بدخشان د مرستیال والي په توګه ټاکل شوی.

افضلي د دوو کلونو لپاره د کورنیو چارو وزارت کې هم دنده مخته وړې او بیا د غور والي ټاکل شوی.

نوموړي د ۱۳۹۳ کال ټاکنو کې د عبدالرحیم وردګ د لومړي مرستیال په توګه د ولسي جرګې له استازیتوب استعفا کړې ده.

سید حسین انوري، دویم مرستیال

د انځور حقوق facebook
Image caption انوري د ولسمشریزو ټاکنو تر نوملیکنې پورې له کابله ولسي جرګې کې استازی و.

سید حسین انوري په ۱۳۳۵ کال پروان ولایت کې زیږېدلی.

ویل کیږي، چې نوموړی سیاسي علومو کې لیسانس لري.

نوموړی د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او جګړې پرمهال د اسلامي حرکت ګوند غړی و او د دغه ګوند پوځي مشري یې پرغاړه لرله.

هغه د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو حکومت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې کار کړی.

د طالبانو تر سقوط وروسته نوموړی د کرنې او مالدراۍ وزیر ټاکل شوی.

بیا هغه کابل او هرات ولایتونو کې دنده مخته یووړه.

د ولسمشریزو ټاکنو تر نوملیکنې پورې له کابله ولسي جرګې کې استازی و.

د عبدالقیوم کرزي مرستیالان

وحیدالله شهراني، لومړی مرستیال

Image caption وحید الله شهراني د ۱۳۸۷ مرغومي میاشت کې د سوداګرۍ وزارت سرپرست وټاکل شو.

وحیداله شهراني په ۱۳۵۲ کال کابل کې زېږېدلی.

هغه په بانکوالۍ کې د برتانیا سند لري، او په اقتصاد کې یې له پاکستانه سند اخیستی.

شهراني په والټم فارسټ او ریچمونډ کالجونو کې د اقتصاد او سوداګرۍ مضامین تدرسی کړي چې بیا وروسته د ولسمشر اقتصادي سلاکار پاتې شوی.

نوموړی له ۱۳۲۸۴ کال تر ۱۳۸۷ پورې د مالیې وزارت مرستیال و.

وروسته د ۱۳۸۷ مرغومي میاشت کې د سوداګرۍ وزارت سرپرست وټاکل شو.

نوموړي د ۱۳۹۳ کال ټاکنو ته تر نوملیکنې مخکې له خپلې دندې استعفا وکړه او د قیوم کرزي لومړی مرستیال شو.

محمد نور اکبري، دویم مرستیال

د انځور حقوق facebook
Image caption اکبري په سیاسي علومو کې لیسانس لري.

محمد نور اکبري په ۱۳۴۲ کال د دایکندي ولایت خدیر ولسوالۍ کې زیږېدلی.

هغه په سیاسي علومو کې لیسانس لري.

نوموړی هند کې د افغان سفیر لومړی سکرتر هم پاتې شوی، او جاپان کې د افغانستان سفارت ماموریت یې هم کړی.

هغه له ۱۳۸۴ کال راهیسې په ولسي جرګه کې د دایکندي ولایت استازی و.

نور اکبري د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړی و، چې بیا وروسته یې له خپل وکالته د قیوم کرزي د دویمې مرستیالۍ لپاره استعفا وکړه.

د محمد نادر نعیم مرستیالان

تاج محمد اکبر، لومړی مرستیال

Image caption ښاغلی اکبر پر تدریس سربېره، د حکومت په بېلابېلو اقتصادي پوستونو کار کړی.

تاج محمد اکبر د خوست ولایت اوسېدونکی دی.

هغه په ۱۳۴۸ کال د کابل اقتصاد پوهنځی لوستی او له اوکراین څخه د اقتصاد برخه کې تر لیسانس لوړ اسناد لري.

نوموړی د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد هم پاتې شوی.

ښاغلی اکبر پر تدریس سربېره، د حکومت په بېلابېلو اقتصادي پوستونو کار کړی.

هغه یوڅه موده د پښتني تجارتي بانک مشر هم پاتې شوی.

د طالبانو تر سقوط وروسته اکبري د وزیرانو شورا د اقتصادي کمیسیون سلاکار او د ولسي جرګې استازی و.

عزیزالله پویا، دویم مرستیال

Image caption ښاغلی پویا د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو نوملیکنې پورې د ولایتي شورا غړی و، چې دوې دورې یې مشر پاتې شوی.

عزیزالله پویا په ۱۳۳۶ کال د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ کې زیږېدلی.

نوموړی اوس د کابل ځینو خصوصي پوهنتونونو استادي کوي.

د افغانستان د پخواني جهاد پرمهال د حرکت اسلامي ګوند غړی و، خو په ۱۳۶۹ کال له دغه ګوند جلا شو.

ښاغلی پویا یوڅه موده ښوونکی هم تېر شوی.

له ۱۳۸۵ کال راهیسې نوموړی د غزني ولایت قره باغ ولسوال و او بیا یې د ولایتي شوراګانو ټاکنو کې ګډ،ن وکړ.

نوموړی د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو نوملیکنې پورې د ولایتي شورا غړی و، چې دوې دورې یې مشر پاتې شوی.

د زلمي رسول مرستیالان

احمد ضیاء مسعود، لومړی مرستیال

د انځور حقوق facebook
Image caption ضیاء مسعود د کرزی د لومړۍ دورې لومړی مرستیال و.

احمد ضیاء مسعود د زلمي رسول لومړی مرستیال دی، چې په ۱۳۳۵ کال غزني ولایت کې زیږېدلی.

نوموړی د احمد شاه مسعود ورور دی.

احمد ضیاء مسعود اصلاً د پنجشیر ولایت دی.

لومړنۍ زده کړې یې د کابل استقال لېسه کې کړې، بیا د کابل پوليتخنیک ته شامل شوی خو تر درو کلونو درس وروسته یې زده کړې پرېښې دي.

د ۱۳۵۷ کال د غويي تر کودتا وروسته، احمد ضیاء مسعود د احمد شاه مسعود له جنګیالیو سره یوځای شو او پنجشیر کې یې د شوروي ځواکونو پرضد جګړه پیل کړه.

له ۱۳۶۰ تر ۱۳۷۱ کال پورې نوموړی پاکستان کې د احمد شاه مسعود او جمعیت اسلامي ګوند استازی و.

د مجاهدینو تر بریا وروسته نوموړی د برهان الدین رباني سلاکار و.

هغه د طالبانو تر سقوط وروسته په ۱۳۸۱ کال روسیه کې د افغانستان سفیر وټاکل شو.

احمد ضیاء مسعود په ۲۰۰۴ کال ارمنستان، ګرجستان او بیلاروس کې هم د افغانستان غیر مقیم سفیر دنده مخته وړې ده.

ښاغلی مسعود د ولسمشریزو لومړیو ټاکنو کې د حامد کرزي لومړی مرستیال و.

کله چې حامد کرزی کامیاب شو، مسعود یې پنځه کاله مرستیال و، خو په دویمو ولسمشریزو ټاکنو کې ښاغلي کرزي د احمد ضیاء مسعود پرځای قسیم فهیم خپل لومړی مرستیال وټاکه.

احمد ضیاء مسعود په وروستیو کې د د ملي جبهې په نامه ګوند جوړ کړ، چې د حکومت سیاسي اپوزیسیون ګڼل کېږي.

حبیبه سرابي، دویم مرستیال

د انځور حقوق facebook
Image caption سرابي په ۱۳۸۱ کال د ښځو چارو وزیره وه.

حبیبه سرابي په ۱۳۳۶ کال مزار شریف ښار کې زیږېدلې ده.

هغه د شوروي د یرغل په کلونو کې د محصلینو د اتحادیې غړې وه، چې د سرو لښکرو د حضور پروړاندې مظاهرو کې یې ګډون کړی دی.

هغه د کابل پوهنتون فارمسۍ/درمل جوړونه کې لیسانس لري.

اغلې سرابي د ۱۳۳۶۶ او ۱۳۷۵ کلونو ترمنځ موده کې، د کابل متوسط طب انستیتیوت استاده وه.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پاکستان ته کډواله شوې.

سرابي په ۱۳۸۱ کال د ښځو چارو وزیره وه.

حبیبیه سرابي په ۱۳۸۴ کال د بامیانو والۍ وټاکل شوه، چې د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ والۍ وه.

نوموړې د زلمي رسول د دویمې مرستیالې څوکۍ ته خپله دنده پرېښوده.

د هدایت امین ارسلا مرستیالان

جنرال خداداد، لومړی مرستیال

Image caption جنرال خداداد د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له افغانستانه تښتېدلی او برتانیا کې و.

جنرال خداداد دایکندي ولایت کې زیږېدلی.

هغه په ۱۳۵۶ کال د هند پوځي اکاډیمي لوستې او بیا د افغانستان پوځ کې شامل شوی.

نوموړی د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند غړی و، چې د خپلې پوځي دندې پرمهال یې پر پنجشیر ولایت د څو بریدونو مشري کړې ده.

هغه په بېلابېلو پوځي پوستونو کار کړی.

خداداد ته په ۱۳۷۱ کال د صبغت الله مجددي د مشرۍ پرمهال د وحدت ګوند له لوري د ملي امنیت وزارت وړاندې شوی، چې څه موده یې کار پرې وکړ.

جنرال خداداد د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له افغانستانه تښتېدلی او برتانیا کې و.

هغه په ۲۰۰۴ کال د نشه يي توکو د مبارزې وزیر مرسیال وټاکل شو.

خو په ۲۰۰۷ کال د نشه يي توکو ضد وزیر شو، چې تر ۲۰۱۰ کال پورې وزیر و.

صفیه صدیقي، دویم مرستیال

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption صفیه صدیقي شاعره او لیکواله ده.

صفیه صدیقي په ۱۳۴۳ کال د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ کې زیږېدلې.

هغه په حقوقو سیاسي علومو، سوداګرۍ، عمومي اداره او پښتو ادبیاتو کې لیسانس لري.

اغلې صدیقي په اداره، مدیریت، تدریس، سلاکارۍ او پروګرام جوړونه کې ۲۴ کاله تجربه لري.

نوموړې شاعره او لیکواله ده.

صفیه صدیقي د لویې اضطراري جرګې غړې او بیا د اساسي قانون د لویې جرګې مرستیاله او ویانده وه.

اغلې صدیقي د ولسي جرګې په لومړیو ټاکنو کې له ننګرهار ولایته ځان کاندید کړ او د ولسي جرګې غړې شوه.