ټاکنې او په اړه یې هر اړخیز معلومات

په پام کې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتوي شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د حمل/وري پر ۱۶ ترسره شي. د افغانستان ولسمشر د پنځو کلونو او د ولایتي شوراګانو استازي د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د انځور حقوق iec

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ۹ غړي لري،‌ چې مشر،‌ مرستیال، او منشي یا د دارالانشاء مشر پخپله د غړو له خوا په کې ټاکل کېږي.‌

د کمیسیون غړي په سیاسي، پوځي فعالیتونو او د دولتي او ناحکومتي دندو کې نه شي پاتې کېدلی.

د ټاکنو کمیسیون کې د غړیتوب شرطونه:‌

- یوازې د افغانستان تابعیت لرل

- لوړې زده کړې لرل

- کاري تجربه (د لیسانس لپاره پنځه کاله او د لوړ سند لرونکي لپاره تر درو کلونو ډېر وخت)

- عمر به یې تر دېرشو کلونو ډېر وي

- پر بشري جرمونو به تورن نه وي

- د دندې ترسره کولو پروخت به د سیاسي ګوندونو غړی نه وي

- دغه شرط لرونکي کسان کولی شي د ټاکنو کمیسیون غړیتوب ته ځان کاندید کړي. د غوراوي کمېټه له ۲۷ رضاکارانو څخه ټاکل کېږي او بیا ولسمشر ته معرفي کېږي.

- ولسمشر د ورپېژندل شویو کسانو له ډلې نهه کسان ټاکي، چې دوې پکې مېرمنې او شپږ نور غړي وي.

د انځور حقوق iec
Image caption د ټاکنو په اړه معلومات ورکول د ټاکنیز کمیسیون دنده ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې درې مېرمنې غړیتوب لري.

د غوراوي کمېټه د ولسي جرګې د مشر،‌ مشرانو جرګې د مشر، د سترې محکمې د مشر،‌ د اساسي قانون پر تطبیق د نظارت د کمیسیون د مشر،‌ د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د مشر او په ټاکنیزو برخو کې د مدني ټولنو د استازو له ډلې جوړېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دندې

- د تګلارو عملي کول،‌ اداري پروګرامونه،‌ بودیجه،‌ د ټاکنو کابو کول او ترسره کول.‌

- د ټاکنو د جنترۍ او نېټو تصویبول.

- د نوملیکنې له پړاو څخه د رای ورکوونکو د لست تر نوي کولو او چمتو کولو پورې څارنه.

- ټاکنو کې د کاندیدانو د لومړني او وروستي لست منل.‌

- د رای ورکولو د مرکزونو مشخصول او منل،‌ د رای ورکولو ځایونه او د رایو شمېرل.‌

- د ټاکنو لومړنۍ او وروستۍ پایلې اعلانول.

- د ټاکنو په اړه د معلوماتي پروګرامونو چمتو کول

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون

د انځور حقوق iec

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پنځه غړي لري.‌مشر،‌ مرستیال او منشي،‌ چې پخپله د غړو له خوا ټاکل کېږي. د دغه کمیسیون غړي د دندې پرمهال د کوم ګوند فعالیتونه مخ ته نه شي وړی.‌

د شکایتونو اورېدو کمیسیون کې د غړیتوب شرطونه:‌

- یوازې د افغانستان تابعیت ولري

- لوړې زده کړې

- کاري تجربه (د لیسانس لپاره پنځه کاله او تر لیسانس لوړو زده کړو لپاره درې کاله)

- تر دېرش کلنۍ به پورته عمر لري

- په بشرضد جرمونو به محکوم نه وي

- د دندې پرمهال به سیاسي ګوندونو کې فعالیت نه کوي

- دغه شرایط لرونکي کسان په یاد کمیسیون کې د غړیتوب لپاره ځان کاندیدولی شي.

- د غوراوي کمیټه د رضاکارانو له ډلې پنځلس کسان ولسمشر ته معرفي کوي.

ولسمشر د دوی له ډلې پنځه کسان ټاکي،‌ چې یوه به پکې مېرمن وي.‌دغه غړي د شپږو کلونو لپاره د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمیسیون کې دنده ترسره کولی شي.

د ټاکنیز کمیسیون دندې:

- د ټاکنیز کمیسیون غړي په لاندې مواردو کې د ارزونې او پرېکړې کولو واک لري:

- په ټاکنو کې ټاکنیزې سرغړونې

- پر نوماندانو د نیوکو او اعتراضونو ارزول

- د ټاکنو له قانون څخه د سرغړونې په صورت کې د نوماندانو نغدي جریمه کول

- سرغړوونکي کس یا ادارې ته اخطار ورکول یا یې پروړاندې ګام اخیستل

- سرغړوونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل

- د بیا رای ورکولو په باب پرېکړه کول یا د رایو د پایلو تر اعلان مخکې د رای بیا شمېرنه

- د لازمو شرايطو نه لرونکو رای پاڼو بې اعتباره کول

- د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون پرېکړې د ټاکنیزو پایلو په اړه نهايي او د بدلون وړ نه دي

ټاکنیزه سرغړونه څه ده؟‌

سرغړونه کې هغه کارونه شامل دي، چې په ناقصدي ډول د رای ورکوونکي،‌ نوماند،‌ د ټاکنو د کارکوونکي،‌ څارونکي، رسنیو یا په ټاکنو کې د هر ښکېل کس له خوا ترسره کېږي.

د ټاکنو قانون د ټاکنیزو سرغړونو او تقلب ۳۱ موارد په نښه کړي،‌ چې مهم یې په لاندې ډول دي:

- ټاکنیزو کمیسیونونو ته ناسم معلومات ورکول.

د انځور حقوق iec
Image caption د رایو د صندوقونو د قرنطین حق یوازې د شکایتونو کمیسیون لري.

- تر یو ځل ډېره نوملیکنه یا رای ورکول

- په جعلي اسنادو یا د بل چا په اسنادو رایه ورکول.‌

- د ټاکنیزو اسنادو بدلول،‌ پټول یا جعلي جوړول.‌

- په ټاکنیزو تبلیغاتو کېد کمیسیون یا حکومتي ادارو له اړوندو نښو یا سمبولونو ګټه اخیستل.‌

- د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه.‌

- د خبریالانو او څارونکو لپاه ناقانونه محدودیت وضع کول.‌

- له ناقانونه امکاناتو ګټه اخیستل یا له بهرنیانو مرسته.‌

- د رای ورکوونکي، څارونکي،‌ نوماند،‌ رسنیو او د ټاکنو د کارکوونکو ګواښل او ابرو یې له منځه وړل.‌

- په رای ورکولو یا شمېرلو کې درغلي کول.‌

- د بډو اخیستو/یا ورکولو وړاندیز یا یې اخیستل.‌

- په ټاکنیز بهیر کې له وسلې او زور کار اخیستل.‌

- د ټاکنو د ګډوډولو لپاره په ډله ییز ډول له تاوتریخوالي ډک خوځښت.‌

- له پوځي وسایلو،‌ کالیو او نښو ګټه اخیستل

د رای ورکوونکو نوملیکنه

د انځور حقوق iec

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د رای وکوونکو د تشخیصولو او لازمو شرایطو لرلو د تثبیت لپاره رای ورکوونکو ته لازمه ده چې د خپل هویت ثابتولو لپاره یوازې یو سند ولري.

اوسنۍ تذکرې چې افغانان لري،‌ کاغذي بڼه لري.‌ جعلي جوړول یې ډېر ستونزمن کار نه دی.‌ان ځینې افغانان هېڅ تذکرې هم نه لري.

د افغانستان حکومت د دې ستونزې د حل لپاره د برېښنايي تذکرو پیلولو هوډ کړی،‌ چې لاهم عملي بڼه یې نه ده پیل شوې.‌

دا مهال رای ورکوونکي کولای شي د رای ورکولو له کارت یا الکترونیکي تذکرو ګټه واخلي.

د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو د مهالوېش له مخې،‌ د رای ورکولو د کارتونو وېش د جوزا/ غبرګولي پنځمه پیل شوی چې د میزان/تلې تر څلورمې پورې یې دوام وکړ.

کوم کسان د رای ورکولو کارت اخیستی شي؟‌

- هغه کسان چې د افغانستان تابعیت ولري.

- اتلس کلن یا لوړ عمر ولري.

- د محکمې له خوا له مدني حقونو محروم نه وي اعلان شوی.‌

- په وروستیو کې هېواد ته ستون شوی وي.‌

- له یوې ټاکنیزې حوزې بلې ټاکنیزې حوزې ته لېږدېدلی وي.

- د رای ورکولو مخکنی کار تی ورک شوی وي.‌

- د رای ورکوونکي ځانګړنې په مخکني کارت کې د لوستلو وړ او روښانه نه وي.

د نوماندانو نوملیکنه

د ټاکنیز مهالوېش پر بنسټ،‌ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو نوملیکنه د سنبلې/وږي له ۲۵ پیل د میزان/تلې تر ۱۴ پورې یې دوام وکړ.‌

د ولسمشرۍ لپاره د نوملیکنې شرطونه:‌

د ولسمشرۍ لپاره نوماند باید د نوملیکنې پرمهال د خپلو دواړو مرستیالانو نومونه اعلان او کمیسیون کې یې د خپلو مرستیالانو په توګه ثبت کړي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې،‌ د ولسمشرۍ نوماندانو لپاره ځینې شرطونه وضع شوي دي:‌

- د افغانستان تابعیت ولري،‌ مسلمان او له افغان مور او پلار زیږېدلی وي،‌ او د بل هېواد تابعیت ونه لري.

- د نوماندۍ پر ورځ ‌یې عمر له څلوېښتو کلونو ټیټ نه وي.‌

- د محکمې له خوا په بشر ضد جرمونو تورن نه وي. یا د محکمې له خوا له مدني حکونو په محرومېدو محکوم شوی نه وي.‌

- هېڅوک نه شي کولای تر دوو پړاوونو ډېر ولسمشر وټاکل شي.‌

- د ولسمشر مرستیالان ههم باید دغه شرطونه ولري.

- د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د لارښود له مخې د ولسمشرۍ د نوماند شرطونه:‌

- د تذکرې/پېژندپاڼې او رای ورکولو کارت لرل.‌

- د ۱۰۰ زرو کسانو تایید،‌ د هغوی نومونه او د رای ورکولو د کارتونو شمېرې او لاسلیکونه یا د ګوتې نښه لرل (لږترلږه له شلو ولایتونو څخه چې له هر ولایت ۲۰۰ کسان وي)

- د منقولو او نا منقولو شمتنیو ثبتول

- د یوه حکومتي روغتون له خوا یې د سالمې روغتیا تصدیق.‌

- له حکومتي پوستونو استعفا کول (که چېرې نوماند حکومتي کارکوونکی وي).

- د ولسمشرۍ د نوماند لپاره د لوړو زده کړو کچه نه ده مشخصه شوې.

د ولایتي شوراګانو لپاره د نوماندۍ شرطونه:‌

- د افغانستان تابعیت لرل.‌

- د محکمې له خوا له مدني حقونو محروم شوی نه وي.

- د نوملیکنې په ورځ لږترلږه ۲۵ کلن وي

- لږترلږه د دوولسم ټولګي د فراغت سند ولري

- د تذکرې او د رای ورکولو د کارت لرل.‌

- د ۲۰۰ تر ۶۰۰ کسانو د تایید لپاره د هغوی نومونه،‌ د کارتونو شمېرې یا د ګوتو نښې.

- د شلو زرو افغانیو ورکول،‌که چېرې په سلو کې تر دوو سلنو رایې یې ګټلې وي، بېرته ورکول کېږي.

- د منقولوې او نا منقول شتمنۍ ثبتول.‌

- د یوه حکومتي روغتون لخوا یې د روغتیايي تصدیق لرل.

- له حکومتي پوسته د استعفا ثبوت.‌

- د کاندیدانو لپاره محدودیتونه:‌

- لاندې کسان نه شي کولی تر استفعا مخکې ټاکنو ته کاندید شي:

- د سترې محکمې مشر،‌ غړي او قاضیان.‌

- لوی څارنوال او څارنوالان.‌

‌- وزیران،‌ سلاکاران،‌ د خپلواکو ریاستونو مشران،‌ د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر،‌ والیان،‌‌ مرستیالان،‌‌ولسوالان،‌ سفیران او د افغانستان د سیاسي استازولیو کارکوونکي.‌

- پوځي کارکوونکي یا ملکي کارکوونکي.

- په ټاکنو کې موقت یا دایمي کارکوونکي.

- د حکومتي لوړو زده کړو د مؤسسو استادان یا د علومو د اکاډیمۍ غړي.

- د ملي شورا استازي

د نوماندانو لومړی او نهايي نوملړ

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د احتمالي کاندیدانو د غوښتنلیکونو د ارزونې واک لري.‌

کمیسیون د نوماندانو ابتدايي نوملړ د ۱۳۹۲ کال د میزان/تلې پر ۲۷ خپور کړ.‌

خلک کولای شي چې پر نوماندو شویو کسانو نیوکې وکړي. خو نیوکې باید د ابتدايي نوملړ تر خپرېدا وروسته تر دوو اونیو پورې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته وسپارل شي.‌

د نهايي نیوکو په تړاو د شکایتونو اورېدو کمیسیون پرېکړه نهايي ده.‌

تر نیوکو اورېدو وروسته د نوماندانو وروستی نوملړ د ۱۳۹۲ د عقرب/لړم پر ۲۵ خپور شو.‌ دغه نوملړ د بدلون وړ نه دی.‌

که چېرې د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون په معتبرو اسنادو ثابته کړي چې د قانون له مخې یو نوماند لازم شرطونه نه دي پوره کړي،‌ نوم یې د نوماندانو له لوملړه ایستلی شي.

ټاکنیزې مبارزې

Image caption ټاکنیزې مبارزې د سلواغې له ۱۳ پیل او د وري تر ۱۳ پورې به دوام وکړي.

ټاکنیزې مبارزې هغه تبلیغاتي فعالیتونه دي، چې سیاسي ګوندونه،‌ایتلافونه او یا خپلواک نوماندان یې د خپل ملاتړ د جلبولو په موخه ترسره کوي.

د ټاکنیزو منډو ترړو وخت د ولسمشریزو نوماندانو لپاره ۶۰ ورځې او د ولایتي شوراګانو د نوماندانو لپاره ۳۰ ورځې دی.‌

انتخاباتي مبارزې باید د ټاکنو له ورځې ۴۸ ساعته مخکې ودرول شي.

ټاکنیز لګښتونه:‌

* د ټاکنو د قانون پربنسټ،‌ د ولسمشرۍ نوماندان پخپلو ټاکنیزو مبارزو کې تر لسو میلیونو ډېرې افغانۍ نه شي لګولی.‌

* د ولایتي شوراګانو نوماندان هم تر پنځو سوو زرو (پنځو لکو) ډېرې افغانۍ باید ونه لګوي.

* کاندیدان له بهرنیو وګړو،‌‌ افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو له سیاسي نمایندګیو او یا بهرنیو هېوادونو مالي مرستې نه شي ترلاسه کولی.‌

* نوماندان کولی شي چې له افغان وګړو،‌ سیاسي ګوندونو،‌ او ټولو حقیقي او حقوقي نا حکومتي بنسټونو مرستې ترلاسه کړي،‌ خو د دغو مرستو کچه محدوده ده.‌

* د ولسمشرۍ نوماندان کولای شي له حقیقي شخص څخه تر پنځوسو زرو افغانۍ ترلاسه کړي او له حقوقي هغه څخه بیا تر پنځو سوو زور افغانۍمرسته اخیستی شي.

* د ولایتي شوراګانو نوماندان کولای شي له حقیقي کس څخه تر شلو زرو افغانیو او له حقوقي هغه څخه تر پنځوسو زرو افغانۍ مرسته ترلاسه کړي.

* نوماندان باید د خپلو مالي چارو د تنظیمولو لپاره بانکي حساب ولري.

* د دغو اصولو پام کې نه نیول سرغړونه ګڼل کېږي،‌ او د ټاکنو کمیسیون سرغړوونکي نوماندان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته معرفي کوي.

د ټاکنو ورځ

د انځور حقوق iec

د ټاکنو تر ورځې رسېدو مخکې باید ټول ټاکنیز لازم توکي د رای ورکولو مرکزونو ته ورسول شي.

د هر نوماند لپاره د رای ورکولو پاڼه کې ځای مشخص شوی،‌ او د کمیسیون له خوا چمتو شوی.‌

د رای ورکوونکو نوملړ د ټاکنو له ترسره کېدا مخکې د رای ورکولو مرکزونو کې ثبت او خپرېږي.

‌‌کمیسیون کولی شي د اړتیا په وخت کې د رای ورکولو وخت په یوه یا څو مرکزونو یا حوزو کې تر اکثر حد پورې دوه ساعته اوږد کړي.

د رای ورکولو له بهیر وروسته‌، د رای ورکولو پاڼې سملاسي د رای ورکولو په مرکز کې شمېرل کېږي.

رای شمېرنه

د انځور حقوق iec

د رای ورکولو په هر مرکز کې رایې شمېرل کېږي.

کمیسیون دنده لري چې د رای شمېرلو پایلې د هر مرکز په جلا کولو سره اعلان کړي.

د کمیسیون دنده دا هم ده چې د اړوند شکایت په صورت یا د درغلۍ د شتون د نښې په موندلو سره،‌ د رایو صندوقونه قرنطین کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمیسیون هغه یوازیني ارګانونه دي، چې کولای شي د رای ورکولو د بېرته شمېرلو امر صادر کړي.

داسې امکان هم شته چې د رایو د شمېرلو بهیر کې ځینې رایې باطلې اعلان شي، خو دا په خاصو وختونو کې کېږي.

له زور،‌ وسلې یا د رشوت له لارې د رای ورکولو د کارتونو ډېرول هغه مورد دی،‌ چې پایله یې د رایو د بطلان سبب ګرځي.

د بریالیتوب لپاره د اړتیا وړ رایې

- د افغانستان ولسمشر د اساسي قانون پربنسټ د کامیابېدو لپاره د ټولو رایو تر پنځوس سلنې ډېرو رایو ګټلو ته اړتیا لري.

- که چېرې د رای اچولو لومړي پړاو کې هېڅ کوم نوماند د کامیابېدو لپاره اړینې رایې ترلاسه نه شي کړای،‌ ټاکنې دویم پړاو ته غځېږي.‌ په دویم پړاو کې هغه دوه نوماندان سیالي کوي، چې تر نورو کاندیدانو یې د رایو سلنه ډېره وي.‌

- که چېرې دوه نوماندان په رایو کې یو شان وي، د تحصیل،‌ علمي درجې،‌کاري تجربې، مډالونو لرلو یا افتخاري لقب ته ډېر پام کېږي

لومړنۍ او وروستۍ پایلې

د انځور حقوق iec

د افغانستان د ټاکنو قانون کې د ټاکنو د پایلو څلور ډولونه راغلي:‌

اولیه پایلې:‌ هغه شمېرې چې د رای ورکولو له بهیر وروسته،‌ سم لاسي د رای شمېرنې مرکز کې اعلانېږي.

قسمي پایلې:‌ هغه پایلې چې د کمیسیون له خوا د پایلو د ډلبندۍ پرمهال اعلان شي.

لومړنۍ پایلې:‌ هغه شمېرې چې د ډلبندۍ له بشپړېدا وروسته او شکایتونو ته د رسېدو له بهیر مخکې د کمیسیون له خوا اعلان شي.

وروستۍ پایلې:‌ هغه شمېرې چې د شکایتونو د کمیسیون له خوا تر ارزونې او پرېکړې وروسته د ټاکنو د کمیسیون له خوا تصدیق او اعلان شي.

* د ټاکنیز مهالوېش له مخې،‌ د ټاکنو لومړنۍ پایلې د ثور/غويي پر څلورمه اعلانېږي.

* د شکایتونو او نیوکو لپاره وخت د حمل/وري له ۱۸ د ثور/غويي تر ۷ پورې مشخص شوی دی.

* د شکایتونو کمیسیون دغو نیوکو او اعتراضونو ته د حمل/وري له ۱۸ د ثور/غويي تر ۱۷ پورې رسیدګي کوي.‌

* د افغانستان د ټاکنو وروستۍ پایلې د ثور/غويي پر ۲۴ اعلانېږي.

د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې

د افغانستان د ولایتي شوراګانو د ټاکنو ابتدايي پایلې د ثور پر ۲۷ او نهايي ‌پایلې د جوزا/غبرګولي پر ۱۷ اعلانېږي