''پوليسو کې فساد شته خو د اکاډمي پوليسو کې نه''

Image caption د افغانستان د پولیسو اکاډمي اوسمهال ۲۰۰۰ محصلان، استادان او کارکونکي لري

په افغانستان کې د پولیسو اکاډمي قومندان منلې، چې په افغان پولیسو کې فساد شته، خو وايي هغه پولیس له دې چارې خوندي دي چې له یادې شوې اکاډمي نه فارغ شوي دي.

مصطفی سالک په خپل راپور کې وايي، ده دا څرګندونې د افغانستان د فساد ضد عالي بنسټ سره تر يو هوکړه لیک لاسلیکولو وروسته کولې.

څه موده مخکې د بي بي سي يوې څیړنې هم ښوولې وه چې په سویلي ولایت هلمند کې افغان پولیس د همجنسبازۍ او روږدیتوب په ګډون د فساد په ګڼو ډولونو کې ښکیل دي.

د بي بي سي د نړیوالې څانګې يو څیړنیز راپور ښيي چې په سویلي ولایت هلمند کې ګڼ شمیر پولیس په چرسو او هیروینو روږدي دي.

يو شمیر قومندانان يې هلکان ساتي او په بازارونو کې مرمۍ او یو شمیر نور تجهیزات پلوري.

په کابل کې د پولسو اکاډمۍ مشر سید نورالله ځل هم تر یوه ځایه په پولیسو کې د فساد شتوالی مني خو وايي له يادې شوې اکاډمي فارغ شوي پولیس له دغه راز چارو خوندي دي.

ښاغلی ځل داسې ښيي چې ګواکې د اکاډمي پولیس له فساده پاک دي خو دا چې پرون یې د دغه هیواد له ستر فساد ضد بنسټ سره دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ دا ترې انګیرل کیدای شي چې لږترلږه د پولیسو اکاډمي هم د خپلو پولسیو په لیکو کې د فساد په اړه اندیښنه لري.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به په اوونۍ کې يو ځل د فساد ضد بنسټ ښوونکی اکاډمۍ ته ځي او په یوه ټولګي کې به ۱۰۰ تنو پولیس محصلانو، استادانواو اداري کارکونکو ته د فساد د مخنیوي په برخه کې پوهاوی ورکوي.

د افغانستان د پولیسو اکاډمي چې یو مسلکي بنسټ بلل کیږي اوسمهال ۲۰۰۰ محصلان، استادان او نور کارکونکي لري.

ورته مطالب